Shenban

بوتانی Botany

04.07.2010 15:55

بوټاني  Botany 

ترتیب کوونکی:جمال الدین (روحانی)

 

سریزه:

 دا چی زمونږ ګران هیواد  افغانستان  یو زراعتی هیواد دی چی ۸۵ فیصده وګړی یی په کرنه او مالداری بوخت دی چی خپل ورڅنی ضروریات اواړیتاوی له کرنی اومالداری څخه پوره کوی.همدارنګه زارعتی محصولات زمونږ دصادراتو لویه برخه تشکیلوی.

دهیواد وګړی دپخوا زمانی راهیسی په کرنه مصروف دی.چی دډیرو ساده اعنعنوی وسایلو څخه کار اخلی .هیواد دهغه هیوادونو له ډلی څخه دی چی مختلف ارتفاعات لری.

افغانستان دډیروجګو ارتفاعاتو لرونکی دی مثلاٌ د بابا غر ۵۱۴۰ متره ،نورستان ۶۳۰۰ متره ،او واخان ۷۵۰۰ متره ارتفاع لری.همدارنګه په مختلفو ساحو کی د باران اندازه د ۱۰-۴۰ سانتی متروپوری توپیر لری.

دپورتنیو شرایطو په اساس ویلی شو چی افغانستان دمختلفو نباتاتو د روزنی لپاره مناسب اقلیم لری. اوکولی شوچی مختلف نباتات دهیواد په مختلفو برخو کی تولید کړو.

داچی د بیولوژی علم په دوه برخو ویشل شو ی دی چی یوه برخه ئی دزولوژی   Zoologyپه نوم یادیږی او داهغه علم دی چی دحیواناتو څخه بحث کوی او بله برخه ئی د بوټانی Botany په نو م یادیږی چه دنباتاتو څخه بحث کوی . داچی نباتات دزراعت اساس تشکیلوی نو پدی اساس به مونږ پدی کورس کی دنباتاتو مختلفی برخی په تفصیل سره وڅیړو .مخکی لدی څخه چی دحجری اونباتاتو به اجزاؤ بحث وکړو نو ضروری ده چی ځینی توپیرون چی دحیواناتو اونباتات ترمینځ موجود دی وپوهیږو.

Bio – logy

     Logos = Studies                       Bios = life

 

 

 (Zoo, Animals)  Zoology      Botany (Botany, Plant)

 Botany:

بوټانی کلیمه دیوی یونانی کلیمی څخه اخستل شویده چی بوټانی د ګیاه معنی لری . نو فلهذا بوټانی هغه علم دی چی د نباتاتو د ژوند طرز، طریقی او د هغوی د داخلی او خارجی جوړښت د څرنګوالی څخه بحث کوی .

 Zoology

زولوجی هغه علم دی چی د حیواناتو څخه بحث کوی .

: Morphology

مارفولوژی هغه علم دی چی د نباتاتو د ظاهری شکل څخه بحث کوی.

:Cytology

سیټالوجی هغه علم دی چی د حجری او د حجری د محتویاتو څخه بحث کوی.

: Physiology

فزیولوجی هغه علم دی چی د نباتاتو د اعضاو د ظایفو څخه بحث کوی.

: Ecology

ایکالوژی عبارت دهغه علم څخه دی چی د ژوندیو موجوداتو اړیکی او ارتباطات دهغوی د ژوند د چاپیریال سره مطالعه کوی.

: Taxonomy

ټکسانومی عبارت له هغه علم څخه دی چی دنباتاتو دطبقه بندی او صنف بندی ‎څخه بحث کوی.

: Genetics

جنتیک د بیولوژی د علم هغه څانګه ده چی د ارثی مسا ئلواو تنوع (دوالدینو او متولدینو تر منيځ ځینی اختلافات ) څخه څیړنه او بحث کوی .

 : Pathology

د هغه علم څخه عبارت دی چی د نباتاتود ناروغیو ،د ناروغیو د کنترول او مخنیوی څخه بحث کوی.

: Forestry

عبارت دهغه علم څخه دی چی د څنګلی نباتاتو د مطالعی او هغوی د حاصلاتو څخه بحث کوی.

: Entomology

عبارت دهغه علم څخه دی چی د حشراتو دجوړښت ، فزیالوجی ،ایکالوژی او صنف بندی څخه بحث کوی.

 

 د حیواناتو او نباتاتو تر مینڅ توپیر ونه

Plant      نباتات

حیوانات Animals  

1-   نباتا ت کلورفیل لری به استثنی د بکتریاو څخه

2-   نباتات Autotrophic   دی بیدون د ځینو انواعو څخه

3-   نباتات خپله انرژی د لمر د وړا نګو څخه اخلی یعنی د لمر د وړانګو څخه مستقیماٌ استفاده کوی .

4-   نباتات له یوځای نه بل ځای ته د حرکت قدرت او توان نلری. په استثنی د يستو نبا تاتو څخه .

5-   نباتات حجروی دیوال لری.

6-   دنباتاتو به حجرو کی پلا ستیدونه وجود لری.

7-   نباتات نا محدوده نمو لری.

8-   نباتات انرژی تولیده وی.

9-   د نباتات په حجرو کی  Centrals  وجود نلری.

 

 

 

 

1-   حیوانات کلورفیل نلری.

2-   حیوانات  Heterotrophic  ژوند لری.

3-   حیوانا ت خپله انرژی د عضوی موادو څخه اخلی یعنی د لمر د وړانګو څخه غیر مستقیم استفاده کوی.

4-   حیوانات انرژی مصرفوی.

5-   حیوانات محدوده نمو لری . یعنی په حیواناتو کی اعضاوی په مکمل ډول سره تولیدیږی . چی وروسته بیا نمو ا و انکشاف کوی.

6-   حیوانات د یو ځای نه بل ځای ته د حرکت قدرت او توان لری. په استثنی د یو تعداد حیواناتو .

7-   حیوانات حجروی دیوال نلری (نرم حجروی دیوال لری چی د پروتین څخه جوړ شویدی.

8-   د حیواناتوحجری پلاستیدونه نلری.

9-   په حیوانی حجرو کی سنټریولونه وجود لری.

 

 

 

دنباتاتو د علم اهمیت   Importance of Botany

دا چی د انسانانو ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډول په نباتاتو پوری تړلی دی. له بلی خوا حیوانات هم خپله غذا د نباتاتو څخه لاسته راوړی چه د حیوانی محصولاتو لکه غوښه،لبنیات،هګی او داسی نورو څخه انسانان په پراخه پیمانه ګټه اخلی.په دی اساس ویلی شو چه نباتات د انسانانو او حیواناتو لپاره د خوړو په برابرولو کی اساسی رول لری.چه انسانان او حیوانات د نباتاتو څخه په مختلفو ډولونو استفاده کوی.

د مثال په ډول انسانان اوحیوانات د نباتاتو د حبوباتولکه غنم،وریجی،جوار،لوبیا،مئ ......... اویوتعداد نور نباتات چی د غواړی تولیده وی لکه پنبه ،زغری،لمرګلی او داسی نور.یو تعداد نور نباتات چه غذائی موادو په ‎ذخیره کی خاص ارزښت لری لکه کچالو،چغندر،ګازری،شلغم او داسی نور.یوشمیر نورنباتات چه انسانان د هغوی د پاڼو څّخه استفاده کوی لکه پالک ،ګندانه ،کاهو،ګشنیزاو داسی نور.

همدارنګه یوتعداد نورنباتات چه د انسانانو په خواړوکی خاص اهمیت لری.لکه ام، املوک،شفتالو،زردالو،الوچه ،مڼه،انګور،انځر،توت،انار،ناک،لیمو،نارنج،مالټه،الوکاټ او داسی نور .

هغه غذائی مواد چی دنباتاتو په مختلفو برخوکی په مختلفو شکلونو ذخیره شویدی په عمومی ډول دپروتینونو،شحمیاتو،ویټامینونو او یوتعداد نورو باارزښته موادو لرونکی دی.

نباتات سره لدی چه خاص غذائی ارزښت لری د انسانانو لپاره د کالیوپه جوړولو، دودانیواوتعمیراتو په ابادولو،صنعت،طبابت،تجارت او دهوا په تصفیه کولوکی هم خاص ارزښت اواهمیت لری.شنه بوټی د محیط هوا تصفیه کوید هواڅخه Co2 اخلی اوپه عوض کی داوبو بخارات او خالص O2 هواته ورکوی اوهمدارنګه خاوره د تخریب څخه ساتی او یوځای یا محیط ته ښکلا ورکوی.شنه بوټی د انسانانو اوحیواناتو دژوندضروری غذائی مواد لکه نشایسته ،قند،شحم اوداسی نور تهیه کوی.نوموړی نباتات اوبه اوعضوی مالګی د خاوری څخه لاسته راوړی په بوټو کی داعملیه د ضیائی ترکیب یا Photosynthesis  په نوم یادیږی. ددی عملی لپاره د انرژی خاص اندازه د لمر د رڼا څخه لاسته راځی .داعملیه يواځی په شنوبوټو کی صورت نیسی.

حیوانات دنوموړی عملی داجرأ څخه عاجز دی. له همدی کبله دانسانانو اوحیواناتو ژوند د شنو بوټو په موجودیت پوری مربوط اواړه لری.

خلاصه داچه نباتات دعمومی اقتصاد په لوړولواود ژوندیو موجوداتو لپاره د ځمکی پرمخ د ژوند کولو زمینه برابره وی.

 

حجره    یا Cell   

تاریخچه :

لومړنی قدم چی دحجری د پیژندنی په برخه کی واخستل شو د سومشهورفزیکدان لخوا په ۱۶۶۵ میلادی کال کی یو انګلیسی عالم چه Robert Hook نومیده . توموړی حجروی دیوال د ما یکروسکوپ لاندی ولیده ،چی لومړنی او ابتدائی معلومات د حجری په ارتباط وړاندی شو.نوموړی عالم وښودله چه ټول ژوندی موجودات د سیلول یا حجری څخه جوړشویدی خو بیولوجستانوپه دی تحقیقاتو اکتفاء ونکړه اوپه نوروتحقیقاتو او څیړنو ئی پیل وکړ.سکاتلندی نبات پیژندوکی Robert Brown  په ۱۸۲۸ کل کی د حجراتو هسته مشاهده کړه .چه داغلیظ او مدور جسم د نوموړی پواسطه د مایکروسکوپ لاندی ولیدل شو،اود حجروی فعالیتونو له لحاظه مطالعه شو.چه رابرت براون داغلیظ اومدورشکله جسم د حجروی فعالیتونو د مرکزپه حیث وپیژاد چه هغی داحجروی ساختمان دهستی یا Nucleus په نوم یاد کړه په ۱۸۳۸ کال کی شلیدن اوپه ۱۸۳۹ کال کی شوان اعلان وکړه چی ټول نباتات او حیوانات دحجرو څخه ترتیب شویدی.

په ۱۸۴۶ کال کی یو بل علم چه هوګوون موهل Hugo von Mohle نومیده دحجری داخلی محتویات د Protoplasm په نوم یاده کړه.په ۱۸۸۵ کال کی رودلف ورکو Rodolf Virchow پشنهاد وکړ.چی هره ژوندی حجر ه یوی ژوندی حجری څخه مینځته راځی .البته دغه معلومات چی ددی بیولوژستانولخواوړاندی شو.یوډیر ساده اوبسیطو او دډیروساده وسایلوڅخه پکی کار اخستل شوی ‌‎ؤ.مګر دلویواو حساسو وسایلومینځته راتګ یعنی د الکترونی مایکروسکوپ اختراع انسان ته دحجراتو په پیژندنه کی ډیر حساس اوپرمخ تللی معلومات ورکړه.د Electron Mircroscope څخه د لومړی ځل لپاره په ۱۹۳۸ کال کی ګټه واخستل شوه او دحجراتو د مطالعی میدان ئی د نوری مایکروسکوپ Light Mircoroscope  څخه یوړه.ځکه چه نوری مایکروسکوپ یوجسم ۲۰۰۰ مرتبی په غټوالی سره ښوده په داسی حال کی چی دالکترونی مایکروسکوپ پواسطه  د غټوالی اندازه ۳۰۰ زره ځله ده.

الکترونی مایکروسکوپ ددوه تنو پوهانو یعنی Johan  او Zachria Jon son په واسطه کشف شو.

او د بیولوژیکی اومایکروبیولوژیکی څیړنو لپاره وړاندی شو.به نولسمه پیړی کی د هستی د داخلی غړومطالعه د یوعالم پواسطه چی Walter Flemingنومیده په ۱۸۸۰ کال کی وشوه.نوموړی عالم هستوی کروماتینونه (Chromatins)معرفی کړه چی د جنیتک اوورآ ثت د علم په انکشاف کی نوموړی عالم ډیره برخه واخسته.

نن ورځ چه د انسانانوعلم ډیر پرمختګ کړیدی نوانسان په داتوانیدلی دی چه تقریباٌ د حجری ټول محتویا ت وپیژنی.نن ورځ دجنیتک دعلم عالمان پدی توانیدلی دی چه د حجروتغیرات اوجنیتکی خصوصیات انتقال کړی.د پورتنیو توضیحاتو په نظرکی نیولوسره ویلی شوچه.

ü     حجره دټولوژوندیوموجوداتو ساختمانی واحد دی ،چی ټول ژوندی موجودات د یوی یاڅوحجروڅخه جوړشوی دی.

ü     حجره د ژوندیو موجوداتو یووظیفوی او حیاتی واحد دی.

ü     حجره د خپلولومړنیو حجروڅخه مینځته راځی.یعنی حجرات د ژوندیو موجوداتود تولید مثل(Reproduction) اساسی واحدات دی.

 

 دنباتی حجری عمومی ساختمان

دزیاتره نباتی حجرواندازی وړی او بیدون د مایکروسکوپ څخه نه لیدل کیږی.د اکثرونباتی حجراتو قطرد 0,01- 0,1 mm ملی مترو پوری وی چه عالمان دحجراتو د قطر داندازه کولو لپاره د یو مقیاس څخه استفاده کوی چی د مایکرون( Ӆ ) په نوم سره یادیږی.

 

1/1000 mm = (Ӆ) مایکرون

یوه معمولی حجره ددری برخو څخه جوړه شویده .

 

۱- حجروی دیوال (Cell wall)

۲- پروتوپلازم (Protoplasm ) دپروتوپلازم برخی په لاندی ډول دی

A- سایتوپلازم (Cytoplasm)   B- هسته (Nucleus)

۳- د حجری داخلی مړه مواد (Inclusion )

A- دنشایستی دانی           B- مختلف كرستلونه             C- خالیګاوی.

د نباتی او حیوانی حجراتو ترمینځ فرق دالکترونی مایکروسکوپ پواسطه په اسانی سره کیدای شی.هغه تفاوتونه اوفرقونه چه د نباتی اوحیوانی حجراتو دساختمان ترمینځ لیدل کیږی په لاندی ډول دی .

۱- نباتی حجرات دپلاستیدونو دمختلفو انواعولرونکی دی .چه په حیوانی حجراتو کی نه لیدل کیږی .

۲- نباتی حجری د حجروی دیوال لرونکی دی اوحیوانی حجرات ئی نلری.

۳- په نباتی حجراتو کی خالیګاوی کمی دی اوپه حیوانی حجراتو کی خالیګاوی زیاتی دی،په نباتی حجراتو کی خالیګاوی لوئی دی او په حیوانی حجروکی کوچنی دی.

۴- په نباتی حجروکی سنټریولونه وجود نلری،په داسی حال کی چه په حیوانی حجروکی سنټریولونه وجود لری .په پستو نباتا تو کی سنټریولونه لیدل کیږی ولی په عالی نباتاتو کی نه لیدل کیږی.

حجروی دیوال    (Cell wall ) 

په عمومی ډول سره نباتی حجری دیوی مستحکمی او کلکی غشاءْ لرونکی دی چی د غه غشا‌‌‌‌‌ء یا پرده د حجری دداخلی موادو د محافظت او کنترول وظیفه اجرآ کوی .همدارنګه دحجری داخل ته د تلوونکو موادو د تنظیم او هغه محیطی تاثیرات چه دحجری په داخل کی ګ‌ډوډی رامینځته کوی مخنیوی کوی.

په حقیقت کی Cell wall دیوی نباتی حجری معین حجم احاطه کوی چه دخاصو کیمیاوی موادولرونکی دی. دنبات حجروی دیوال یوډبل اوکلک دیوال دی چی دڅو قیمته کاربوهایدریتونو(سلولوز )څخه جوړشویدی دا دیوال کوچنی سوری لری چی دهغی څخه اوبه اومنحله مواد دحجری داخل ته تیریږی .دحجروی دیوال سلولوز چه دo5 )n  (C6H10 فورمول لرونکی دی دتجزئی څخه ئی ګلوکوز جوړیږی.

 

سایتوپلازم     Cytoplasm

نباتی حجره دیوحجروی دیوال اوداخلی برخی سایتوپلازم پواسطه مشخصه شویده چی پروتوپلازم له سایتوپلازم اوهستی څخه مشتق شویده . چه دا پروتوپلازمی اجزاوی په عمومی ډول سره پروتوپلازم په نوم یادیږی.

سایتوپلازم د پروتوپلازم هغه برخه ده چه د هستی څخه دباندی واقع وی اودحجری دجسم دکتنی وړبرخه تشکیلوی.سایتوپلازم نیمه مایع صاف اوشفاف جسم دی چی غلظت ئی په مختلفو حجروکی مختلف دی .دسایتوپلازم اصطلاح ټوله هغه ژوندی برخه یوی حجری چی دهستی په اطراف کی واقع وی استعمالیږی.داحیاتی ماده دحجروی دیوال پواسطه احاطه شوی ده.اود حجری دضرورت له مخی په مختلفووختونوکی دهغی کیفی حالات تغیرکوی چه داتغیرات دغلظت(Gel)اورقیقوالی(Sol)له امله وی یعنی په غلیظ والی اورقیقوالی کی تغیرراځی.کله چی حجره په ابتدائی حالت کی وی نوسایتوپلازم دحجری ټولی خالیګاوی ډکوی.نوخپله حجروی شیره دسایتوپلازم څخه اخلی.په کامله اوبالغه حجره کی حجروی شیره یوه لویه خالیګاه (Vacuole)جوړه وی.که چیری سایتوپلازم دمعمولی مایکروسکوپ پواسطه ولیدل شی نو یواندازه پردی ئی پکی لیدل کیږی.همدرانګه هغه کوچنی اجزاوی چه دسایتوپلازم دمایع په محیط کی د تعلیق په حالت کی په نظرراځی په وضاحت سره لیدل کیږی.

دEndoplasmic Reticulumپه نوم جال ماننده ساختمانونه دسایتوپلازم په مینځ کی موجود وی چی یوه خوائی دحجروی غشاء سره اخروی برخه ئی حتی د هستوی غشاء سره ارتباط لری چی دانه داری برخی (Granular)او بی دانی برخی ئی (A granular) ددی ساختمان سره یودبل سره فرق یاتوپیرلری.چی انډوپلازمیک ریتکولم دجوړشوو غذائی موادو دانتقال یوسیستم دی.یعنی داسیستم دغذائی موادو دانتقال وظیفه په غاړه لری.اودحجری دپروتنی موادو په جوړیدوکی عمده رول لری.چه دانی په دانه لرونکی اندوپلازمیک ریتکولم کی وجود لری دریبوزمونویا سفیروزومونو یعنی(Ribosome’s or Spherosomes )په نومونو یادیږی.چی دجسامت له لحاظه دادانی یود بل سره فرق لری. اوامکان لری چی ځینی دهغوی پروتینونه جوړکړی.

ځینی وظیفه نلری اوځینی ئی ددی دانو څخه په سایتوپلازم کی په ازاد شکل قرار لری. د یوی نباتی حجری دسایتوپلازم کیمیاوی جوړښت په لاندی ډول دی.

۱- اوبه 80%     ۲- وچ مواد 20 %    ۳- پروتین 0,3%   ۴- شحم 5%   ۵- قندونه ،مالګی، اوداسی نور 2 %    یا

۱- اوبه 80- 87 %      ۲- پروتین 15 %      ۳- شحمیات 13 %   ۴- قندونه 1%  ۵- معدنی مواد 4 %.

لوی اومغلق مالیکولونه دپروتینو اوشحمیاتو دسایتوپلازم په کیمیاوی جوړښت کی عمده اوحیاتی رول لری. دسایتوپلازم غیری ثابت ساختما ن دحرارت 50C` تیزابو لکه الکول اوداسی نورکیمیاوی موادو پواسطه په اسانی سره متضرره کیږی. یعنی محیط ورته تیزابی کیږی اوتودوخه هم ورته زیاته شی نود سایتوپلازم ساختمان چی غیرثابت دی ډیر متضره کیږی په داسی حال کی چی حرارت درجه ورته لوړه شی او محیط روته تیزابی شی.

پروتینونه د امینواسیدومغلق کیمیاوی مرکبات دی اوشحمیات دشحمی تیزابو اوګلسرین د مرکباتو څخه عبارت دی چی داسټرپه ګروپ ( Ester Group )  کی شامل دی. شحمیات په اوبوکی غیرمنحل دی اود اوبو جذبوونکی ندی، له همدی کبله شحمیاتو ته Hydrophob وائی.

 

----- سایتو پلازمیک غشاء -----

Plasma Membrane 

سایتوپلازمی غشاء یوه نیمه قابل نفوذ پرده ده ( Semi permeable ) چی دشحمیاتو اوپروتینو دطبقو څخه جوړشویدی. دسایتوپلازم محتویات ئی احاطه کړیدی. د غشاء په نباتی حجروکی دحجروی دیوال سره دومره ضخیم اونښتی وی چه په ډیر مشکل سره د تشخیص کیږی. دسایتوپلازمیک غشاء عمده وظیفه حجری ته دضرورت په اساس دداخلیدونکو اوخارجیدونکو موادو تنظیم دی . چی دانتخابی نفوذ (Selected Permeability ) په واسطه داکارصورت نیسی. انتخابی نفوذ په سایتوپلازمی غشاء کی په نورمال حالت کی صورت نیسی.مګرپه غیرنورمال اوغیرمتراقبه حالاتو کی دحجری دداخلی اوضاع اودمحیطی شرائطولاندی اجراء کیږی.

دمثال په ډول که چیری دیونبات پاڼی په ګلدان کی په نظرکی ونیسو که ګلدان ته اوبه ورکړل شی.

پاڼی تازه او شاداب کیږی په داسی حال کی چه که ګلدان ته اوبه ورنکړل شی نود نبات پاڼی مری اورژیږی.

 

پلاستيدونه : (Plastids  )

 پلاستيدونه د سايتوپلازم  داساسی ساختما نونو له جملی څخه دی چه په خاص ډول دنباتاتو په شنو برخو کی پيدا کيږی.

پلاستيدونه کوچنی بيضوی شکله پروتينی اجسا م دیچه په نباتی حجرو کی په وضاحت سره ليدل کيږی . پلاستيدونه نورته انعکاس ورکوی ا وشمير ئی زيات دی نوځکه په وضا حت سره ليدل کيږی. دپلاستيدونو مارفولوجيکی مطالعاتو ښودلی ده چه پلاستيدونه کروی اوپياله ډوله اويا بيضوی شکله غليظ جسمونه دی چی د خارجی غشاء پواسطه احاطه شويدی .

دپلاستيدونو طبقه بندی د مختلفو پګمنټونو Pigments  په درلودلو سره کيږی . هغه پلاستيدونه چه دپګمنتو لرونکی دی ا و دهغوی رنګونه تعين کوی درنګه پلاستيدونه په نوم ياديږی . په داسی حال کی چه بی رنګه پلاستيدونه هم وجود لری . پاخه اورسيدلی پلاستيدونه د هغوی د اهميت او داداخلی محتوياتو په لحاظ په پينځه ډولونو ويشل شويدی .

 

۱-کلوروپلاستونه : Chloroplasts   :

داپلاستيدونه په نباتی شنو حجرو کی ليدل کيږی ، شين رنګ لری ا و ديوی شين رنګه  مادی يعنی(Chlorophylls )  لرونکی دی .چی دشنو نباتاتو دحجرو په سايتوپلازم کی پيدا کيږی . دکلوروپلاستونو معمولی قطر 5µ ميکرون دی  او دشمير د نقطی له نظره په 1mm2 ساحه کی د ۴۰۰۰۰۰ په اندازه کلوزوپلاستونه وجود لری. د کلوروپلاستونو مهمه وظيفه په نباتاتو کی د انرژی جذب او په کيمياوی انرژی باندی د نوری انرژی بدلون دی . دکلوروفېل ماليکولونه دلمر انرژی د جذب په اثر په حرکت راځی او دانرژی د ذخيره کولو عمليه يانوری عمليه چی دهغی وروسته درڼادترکيب لپاره عمل شروع کيږی . هغه حجرات چه دغذائی موادو دترکيب او جوړيدلو وظيفه لری.

نو کلوروپلاستونه دهغوی سره يو ځای وی د کلوروپلاست مقطع ښائی چی د کلوروپلاست ساختمان ډير مغلق دی ا وډير ی غشاوی لری چی هر يو ددی شبکی د Grana په نوم ياديږی د دوو ګرانا و غير منظم ساختمانونه Stroma په نوم ياديږی . تجربو ښودلی ده چه کلورفيل سره Carotinoid    په ګرانا کی موقيعت لری . د کيمياوی ساختمان د نقطی له نظره کلورپلاست د کلورفيل ،پروتين شحميات ،کروتين او د RNA  د يوی  برخی څخه جوړشويدی. برسيره پر مګنيشيم چه د کلورفيل په سا ختمان کی شامل دی پوتا شيم کلسيم ،مګنيزم ، اوداسی نور هم پکی ليدل کيږی.

د وچ وزن په اساس کلوروپلاست 50 %  پروتين ، 35 %   شحم او پاتی برخه پګمينتونه دی . د الکترونی مايکروسکوپ څخه په استفادی سره دعالی نباتاتو کلوروپلاست تر مطالعی لاندی نيول شويدی. پرمخ تللی کلوروپلاست د يوی دوه طبقئ غشاء پواسطه احاطه شويدی. چه نيمه قابل نفوذ دی يا په بل عبارت چه نفوذ قابليت ئی انتخابی دی . دهغی په داخل کی بی رنګه پروتين ساختمان  د Stroma په نوم موقيعت لری.په سټروما کی برسيره پر ډسک ډوله ساختمانونه چه د Grana  په نوم ياديږی نازک جدارونه دنشايستی دانی RNA  او DNA انزايمونه او داسی نور هم پيداکيږی .

ډسک ډوله ساختمانونه چه دوه طبقه ئی نازک جدارونه لری دشحم اوپروتين څخه جوړشويدی. اوکلوروفيل لری . هغه کلورفيل چه پدی ساختمانونوکی واقع وی دلمر رڼا جذبوی او ضيائی ترکيب ته امکانات برابروی .

 

۲- کروموپلاست : Chromoplast

دکرموپلاسټونه د ضيائی ترکيب توانائی نلری سره اوژيړ رنګونه لری په هغوی کی مهم حياتی مواد چه د Carotinoid   څخه عبارت دی ذخيره کيږی کروموپلاسټونه د مارفولوجی له لحاظه دکلوروپلاسټونو سره ورتوالی لری.

مګر دګلانو مختلف رنګونه دکروموپلاسټونو پواسطه تعين کيږی.يعنی کروموپلاسټونه مختلف رنګونه لری. اوهر رنګ چی تياری وکړی نوهمغه رنګ دګل وی.

يعنی د کروموپلاسټونو عمده وظيفه ګلانوته رنګونه ورکول دی.

 

۳- ليکو پلاسټونه يا لوکوپلاسټونه  ( Leucoplasts )  

 دنشايستی د اجزاءو دتجمع په توګه دنبات په هغو برخو کی موجودوی چه شنی نه وی .لوکوپلاستونه په عمومی ډول دځمکی لاندی دريشو او ساقو په حجراتو کی چی په سيوری کی موقيعت لری پيدا کيږی .

لوکوپلاسټونه کرستلونه نلری اودهغوی په عوض دنشايستی دانی خپل ځان کی ذخيره کوی چه له همدی کبله لوکوپلاسټونه د (Amyloplasts )  په نوم ياديږی.

اميلوپلاستونه دنباتاتو په حجروکی ذخيره وی برخو کی لکه کچالوپه ضخيم ريشو اود ځمکی لاندی ساقو کی پيدا کيږی.

 

۴- پروتينوپلاستونه يا (Proteinoplasts )

 پدی نوع پلاسټونو کی معمولآ پروتين ذخيره کيږی .

۵- اليوپلاستونه ( Alioplasts )  

 داپلاسټيدونه د شحمياتو د زيرمه ځائی په توګه عمل کوی عقيده پردی ده چه پورتنی ذکر شوی پلاستيدونه مشترکه مبدآ لری چه مبدآ د Proplastids  په نوم ياديږی. ديو حالت څخه بل حالت ته د پلاستيدنو تبديليدل په تجربو ثابته شويدی او معلومه شويده چه داحالت د حجراتو د وخت په تيريدو سره ديوحالت څخه بل حالت ته تغير کوی. او بيا دوباره رجوع کولی شی .مثلآ رومی بانجان شين رنګ په سوررنګ اوکه کچالو لمرته کيښودل شی دوباره شين رنګ اختياره وی. په لمړنی تغيرکی د رومی بانجانو کلوروپلاسټونه په کروپلاستونو بدليږی . اوپه دوهم حالت کی د کچالو لوکوپلاستونه په کلوروپلاستونو تبديل شوه ځينی وختونه ليدل شويدی چه که چيری نارنج چه نارنجی رنګ لری که ديوکال لپاره په ونه يا بوټی کی پريښودل شی نو دنارنج نارنجی رنګ دوباره شين کيږی . يعنی دوباره خپل اولنی رنګ غوره کوی چه شين رنګ ئی درلوده.په دی معنی چه نارنج کروموپلاستونه دوباره په شين کلوروپلاستونو بدليږ/ی.

 

مايتو کاندريا  (Mitochondria )

دنباتی حجراتو په سايتوپلازم کی د ميلی او تار په شکل ساختمانونه ليدل کيږی.چه طول ئی 0,5 -  7 mm  او عرض ئی د 0,5 – 1mm  پوری رسيږی . دپروتين، شحمياتو،DNA  او RNA څخه مايتو کاندريا جوړه شوی دی د وظيفی له لحاظه مايتوکاندريا دحجری د تنفس د مرکز په نوم ياديږی .دموادو تبادله اودانرژی ذخيره هم په مايتوکاندريا کی صورت نيسی . په ما يتوکاندريا کی ATP جوړيږی له همدی امله مايتوکاندريا د انرژی د توليدونکی دستګاه په نوم باندی ياديږی. دوروستيو کلونو څيړونو ښودلی ده چه مايتوکاندريا او پلاستيدونه سره اړيکی لری اودپيدايښت مبدائی  Proplatsids ګڼل شوی دی.

مايتوکاندريا په ۱۹۰۰ ميلادی کال کی په نباتی او حيوانی حجروکی وليدل شوه . مايتوکاندريا د  Chondriosome په نوم باندی هم ياديږی .دمايتوکاندريا په کيمياوی ترکيب کی 90 % فاسفوپيدونه وجود لری . مايتوکاندريا دحجری په سايتوپلازم کی پراګنده اود تعليق په شکل ليدل کيږی.

 

 دزراعت تعريف :

زراعت مختلف تعريفونه لری خوبعضی ئی په لاندی ډول دی

 د حيواناتو او نباتاتو څخه تغذيه د ځمکی ، اوبواو هوا دمنابعو څخه په معقول ډول استفاده او دبشر لپاره د غذائی موادو برابرولو ته د زراعت وايی.

يا په بل معنی د طبعی منابعو څخه معقوله استفاده اود بشرلپاره دغذائی موادو برابرولو ته زراعت وايی.

يا زراعت يو عربی کليمه ده چه د زرعی څخه اخستل شوی دی چه زرعه په پښتو کی د کرلوته وايی يا د کرلو معنی لری.

 

تخم يا  (Seed )

تخم : پخه شوی تخمه ( Ovule ) د تخم  (Seed ) په نوم ياديږی.يا تخم په حقيقت کی د نباتاتو هغه دانی دی چی ديوه نبات دتکثيراو کرنی لپاره ا ستعماليږی.اودبيولوژی له پلوه لکه څنګه چی پخوا ورته اشاره شوی ده تخم يورسيدلی او القاح شوی هګی ته وايی چه په عمومی توګه دری برخی لری.  په اکثره Angiosperm  نباتاتو يا پټ زړی لرونکو نباتاتو کی تخم په ميوه کی پټ وی ولی په بعضو نورو نباتاتو کی لکه نخود ،می کله چه ئی ميوه پخه شی نو تخم تری په اسانی سره جدا کيږی .

ولی په ځينو نورو کی لکه غنم ،وربشی، شولی ا وجوارو کی ميوه او دتخم ديوالونه يود بل سره ننوتی وی چه په اسانی سره نه جدا کيږی .کوم د Grains  په نوم سره ياديږی . يو پوښ او رسيدلی تخم دلاندی برخو لرونکی وی.

۱- Embryo                                       ۲- Seed coat                                  ۳-  Endosperm

هغه تخمونه چی د Endosperm  لرونکی دی د  Albuminous seeds or Endospermic    په نوم ياديږی.

ولی په بعضی تخمونو کی غذا په جنين کی ذخيره کيږی کوم چی Endosperm  نه لری. چی دارنګه تخمونه Ex- Albuminous or Non Endospermic   په نوم ياديږی.

يوجنين د يو لنډی ميلی يويا دوه جانبی راوتلو برخو لرونکی وی چی د Cotyledon په نوم ياديږی. هغه تخمونه چی دوه مشيمی لرونکی وی د Dicotyledon seeds او هغه تخمونه چی د يوی مشيمی لرونکی وی د Monocotyledon  seeds  په نوم ياديږی 

هغه برخه د ميلی يا Axis  چی د مشيمو دتماس دنقطی څخه ښکته وی دHypocotyl په نوم ياديږی ، د هاپوکوټايل ښکتنی برخه د                                                             Radicle په نوم ياديږی. کوم چی د تخم دټوکيدنی په وخت کی ابتدائی ريښی رامنيځته کوی د Epicotyl  په برنی برخه کی Shoot or plomule  اوEmbryonal  يعنی د جنين ساقه چی په مابين د دوه مشيمو کی موقيعت لری رامينځته کيږی . Plomule دڅوکی په برخه کی ديو شمير کوچنيو پاڼو په واسطه احاطه شوی دی کوم چی د بڼکی شکل يی ځان ته غوره کړی دی.

Plomule د تخم د ټوکيدنی په وخت کی په Shoots يا وړوساقو بدليږی.

ددوه مشيمی نباتاتو دتخم جوړښت

Structure of Dicot seed

ددوه مشيمه نباتاتو تخم ګرد شکل او شين اويا ژيړ مخی رنګ لری. دا تخم جنين لری او دوه دتخم پوښونه لری چی بهرنی پوښ يی پنډ دی چی د Testa  په نوم ياديږی په داسی حال کی چی داخلی پوښ يی نری او نازک دی چی  Tegumen په نوم سره ياديږی.

د تخم په يوڅنګ کی اوږد داغ په نظرراځی کوم چی دتخم دتماس نقطه د تخمدان دديوال سره راښی چه داد Hilum په نوم ياديږی . دهيليوم په يوطرف کی يوکوچنی سوری ليدل کيږی چی د Microphlye په نوم ياديږی.

 جنين محور ( Embryonal axil )  په Epicotyl  اوHypocotyl کی تغير شوی وی ،دوه مشيمی ددغی جنينی محور پوری نښتی وی.په داسی حال کی چه د Epicotyl په څوکه کی Plomule  اود Hypocotyl په څوکه کی Radicle  موجود وی.

Radicle يو لنډ او پڅ ساختمان دی چه په داخل دجب ډوله شکل د Testa باندی رانغښت شوی وی د راډيکل څوکه دMicrophyle سره نږدی موقيعت لری په دی ډول تخمونوکیEndosperm وجودنلری. دغذا ذخيره په مشيمو کی سرته رسيږی نو فلهذا مشيمی پنډی او غوښينی وی.

Plomule په مابين د Cotyledon کی غزيدلی وی اودکوچنيو پاڼو په واسطه راتاوشوی وی.

د يومشيمه نباتاتو  تخمونو جوړښت

Structure of a Monocot seeds 

د جوارو او غنمو دانه په حقيقت کی يوه ميوه ده په کوم کی چی د ميوی ديوال Fruit wall تخم پوښ Pericorp  او Testa  يو بل سره ننوتی وی نو د Grain په نوم سره ياديږی.

د جوارو دانه په دواړو خواوکی پلنه، څوکه يی تيره وی ،جنين يی په ګرد شکلی برخه کی موقيعت لری. هغه ساحه کی چه جنين موقيعت لری په څرګند ډول د نوری برخی دتخم څخه توپير کيدلی شی او رنګ يی نسبآ روښانه وی . په دا سی حال کی چه باقی مانده برخه دGrain  پروتين ،نشايسته Endosperm په واسطه باندی احاطه شوی وی.

هغه دورانی طبقه چه Endosperm يی احاطه کړی د Aleurone layer په نوم ياديږی.دEndosperm هغه برخه چه دجنين څخه په لری فاصله کی واقع ده دپروتين څخه غنی ده کوم چه د Horny Endosperm  په نوم ياديږی.او هغه برخه د Endosperm کوم چه د جنين سره نږدی واقع ده د نشايستی څخه غنی ده کوم چی Starchy Endosperm په نوم سره ياديږی.ددی ډول تخمونو جنين لرونکی ديوی مشيمی دی .کوم چی د Endosperm  سره  نږدی موقيعت لری.

Scutellum: خارجی حجری د Scutellum يوه طبقه جوړه وی چیدEpithelial Layer په نوم ياديږی.چی لرونکی د يو ډولEnzyme دی چه د غذا هضم کی رول لری.نو پس لهذا د Scutellum دنده انتقال د غذا دی د Endosperm څخه Embryo ته پاسنی برخه دجنين محورد کوچنيو پاڼو پواسطه باندی احاطه شوی کوم چه د Plomule په نامه سره ياديږی.په داسی حال کی چي ښکتنی برخه د Radicle په نوم ياديږی.

Plomule دپاڼی د پوښ Leaf sheath چي د Coleoptiles په نوم ياديږی احاطه شوی دی.

په داسی حال کی چي دRadicle  د ريښی د پوښ Root sheath په واسطه احاطه شوی چي د Cleorhiza  په نوم ياديږی.

۱- Endosperm   اندوسپرم : دتخم غوښه او لويه برخه چی د نشايستوی موادو څخه جوړه شوی ده او دجنين لپاره د خوراکی موادو زيرمه بلل کيږی.

۲- Seed coat  دتخم پوښ : د تخم پوټکی تخم له بهرنيو عواملو څخه خوندی ساتی.

۳-  Embryo جنين د تخم هغه برخه ده چی په هغی کی د نبات لومړنی ميناتوری جوړښت (ژوند او ودی پلان) موقيعت لری او دزرغونيدو په وخت کی يي يوه برخه د ځمکی د تل خواته وده کوی او ريښی جوړه وی او بله برخه يې دځمکی مخ ته راوځی اوتنه جوړه وی.    

دتخمو ټوکيدنه

Germination of seed

په وچ تخم کی جنين غيری فعال او ياد استراحت په حالت کی وی.کله چي په خاوره کی دمناسبو شرايطو لاندی کيښودل شی نو بيا په فعاليت شروع کوی او Seedling رامينځته کوی. او ځوان نبات دتخم څخه راوځی کوم چی د خپلی ودی اونمو لپاره د تخم د ذخيره شوی غذا څخه استفاده کوی .هغه عمليه دکوم په واسطه چی د استراحت په حال کی دتخم جنين په خپله وده شروع کوی او خپل ځان د يو Seedling  په حيث رامينځ ته کوی د Germination په نوم ياديږی.

دجنين دودي لپاره غذا د مشيمی ياانډوسپرم په واسطه تهيه کيږی چي په دی حالت کی Radicle  اوږديږی دمايکروفايل څخه رااوزی اولومړنی ريښی رامينځته کوی .مشيمه دځمکی د سطحی څخه راو ځی او شين رنګ ځان ته غوره کوی.او دپاڼی شکل نيسی اوديوڅه مودی لپاره دوام کوی چی وروسته راژيږی، Plomule  پورته خواته د يوی ساقی په شکل وده کوی . 

دتخم دټوکيدنی ضروری شرايط

Condition necessary for seed Germination

تخم دټوکيدنی لپاره لاندی شرايط ضروری دی:

1-    اوبه  Water :

اوبه دغذا دهضم لپاره استعماليږی او غذايی مواد کيدالی شی پروتين ،کاربوهايدرتی او يا شحميات وی .هضم شوی غذائی مواد دجنين ميلی يا Embryonal axis  دودي لپاره استعماليږی او په انډوسپرمی تخمونو کی هضم شوی غذا لومړی د مشيمو جنين ته انتقاليږی او دهغی ځای څخه Plomule او Radicle  ته ځي.

2-    اکسيجن  Oxygen  :

اکسيجن دتنفس دعملی لپاره ډير ضروری دی کوم چي دغذا د احتراق سبب کيږی او دهغی په نتيجه کی انرژی ازاديږی چي دانرژی په مختلفو فزيولوژجکی عملياتو کی په کار وړل کيږی.

 

3- تودوخه   Temperature :

مناسب حرارت داکثره تخمونو د ټوکيدنی لپاره 30-25 سانتی ګراد درجو پوری ټاکل شوی ده حرارت زياتي فزيالوجکی عملي دتاثير لاندی راولي.

 

3-    رڼا  Light :

بعضی تخمونه لکه Viscum album  دخپلي ټوکيدنی لپاره رڼاته ضرورت لری.

 

د ټوکيدني ډولونه

Kind of Germination

1- Epigeal Germination  :‍‍

په يوشمير تخمونو کي لکه لمرګلي،لوبيا او Castor oil plantکي Hypocotyl  وده کوي او اوږديږی اودمشيمی او Plomule يي هواطرف ته راباسی چي په نتيجه کی مشيمی شين رنګ اختياروي او داولنيو شنو پاڼو عمل سرته رسيږی چي دی ډول کيدني ته Epigeal Germination  يعنی د ځمکی د سطحی نه جګ ته ويل کيږی.

 

2- Hypogeal Germination:

په بعضی حالاتو کي لکه نخود،جوار او داسی نور کی مشيمي د خاور لاندي پاتي کيږی او Epicotyl اوږديږي.او Plomule پورته خواته جګه وي چي دي ډول ټوکيدني ته Hypogeal Germination  وايي يا په بله معني Hypo معني ښکته او Geos معني ځمکه يعني د ځمکی لاندی خواته.

 

4-    Viviparous Germination :

په اکثره جبه زارو ځمکو کی تخمونه په ټوکيد نه شروع کوي.په داسی حال کي چي لاتراوسه په ميوه کي وی او ميوه دخپل اصلی نبات سره نښتي وی په دی وخت کي ميوه نه شی کولای چي ترزيات وخت پوري Seedling  نوی شين شوی

نبات ځان وساتی نو په ځمکه باندي په عمودي ډول په خټه باندي غورځيږي اوځان پری کلکوي چي داډول ټوکيدنه د Viviparous Germination په نوم ياديږي. لکه په Rhizophora  نباتاتوکي.

 

Epigeal Germination                                                         Hypogeal Germination

 

ريښه يا ريشه (Root )

ريشه : د نبات سلنډر شکله برخه کوم چي کلورفيل ،پاڼی او پنډوک پکي نه ليدل کيږی .ښکته خواته ميلان لری او وده کوی او جنين د راډيکل د برخی څخه وده اونمو کوی د ريښی په نوم ياديږي.

 

دريښي مهمی وظيفی (The mine function of Root  ) :

 

1-     دخاوري څخه خپل غذائی مواد راټولوی

2-     خاوره د اوبو او باد دتخريب څخه ساتی

3-     بوټی ته  مقاومت ور کوی او دغذائی موادو دجذب وظيفه په غاړه لري.

 

نوربیا...

سرپاڼه

صاپی 02.10.2013 08:16

گران وروره دیره مننه دیر شه معلومات.درنه هیله کوم که را ته د غنمو مکمل عکس راته د تمام اعضا نوم سره راته راوسته ای نو دیر به درنه خوشحاله شو.مننه send to this site (mnavin_safi@yahoo.com)s

اشرف سادات 05.06.2013 12:09

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی روغتیا مو دالله سخه غوارم.<br />کرنیز عملاتو ته په پشتو کی سه ورته وایی؟<br />په لاندی ایمیل راولیگی..<br />national_afghan@yahoo.com

جمعه خان درویش 28.04.2013 18:50

ستاسی د زیات کوښښ او زحمت څخه یوه دنیامننه کوم چی د زیاتی هڅی په نتیجه کی مو خپلو هیوادوالو ته اسانتیاوی برابر کریدی............<br />جمعه خان (درویش ) دننګرهار پوهنتون د کرهنی پوهنځی دریم کال محصل........<br />juma_darwish@yahoo.com <br />0093774646662/0093706464672

احمدطارق 15.11.2012 16:45

سلامونه نیکی هیلی اواحترامات<br />محترما:<br />که چیری دzinniaګل په اړه پښتومعلومات راته راکړی<br />ډیرمهربانی به موی وسلام

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).