Shenban

Green Revolution

24.05.2007 16:36

شين انقلاب يا Green Revolution

سريزه:
ځرنګه چې پوهيږو دبشر نفوس ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دي .د نفوس زياتوالي له ځان سره زيات شمير ستونزې او مشكيلات  لري ، يو هم د غذائي مواد كمبود او سوء تغذيه (Malnutrition) ګڼل كيږي .چې داستونزې او مشكيلات خصوصا په بيرته پاتي هيوادونوكې زياتې ليدل كيږي .
   كارپوهانو ددې ستونزو د مخنيوي لپاره مختلفي لاري چارې لټولي او وړاندې كړي دي . چې يوه هم  د بشردنفوس د زياتوالي په وړاندې  دمحصولات (غذائي موادو) زياتوالى دي . كوم كارونو چې په نړي كې ددې هدف  د لاس ته راوړلو لپاره تر سره شوي د شنه انقلاب په نامه پيژندل شوي دي.

شين انقلاب:
دكارپوهانو په عقيده دغذائي موادو د زياتوالي چټكه او ارزانه لاره د هر كيلو متر مربع كروندې د حاصلاتو اندازه لوړول دي . چې دا كار په سيمه كې دهغو بوټو كرل چې دسيمي له چاپيريال او خاورې سره جوړښت ولري  امكان لري. همدا رنګه د ښو كرهڼيزو عملياتو په تر سره كولو سره لكه دسرو استعمال،اوبو لګول ، د ناروغيو او افتونو مخنيوي او نورو سره ممكن دمحصولاتو اندازه زياته شي . كله چې په سيمه كې ددې عملياتو په تر سره كولو سره د محصولاتو دزياتوالي سبب شي نو دا خپله د دشين انقلاب معني لري.

دشين انقلاب تاريخي پړاونه:
په ټوليزه ټوګه په نړۍ كې ځلور شنه انقلابونه منځ ته راغلي دي  . لومړي شين انقلاب د ۱۵۰۰ او ۱۸۰۰ كلونو تر منځ په نړۍ كې منځ ته راغلي دي او ددې  سبب شوي دي چې په زياته پيمانه دنړۍدمحصولاتو غنمو،وريجو،او كچالودتوليد اندازه زيات شي او دنړۍ په ډيرو برخوكې نوموړي محصولات خواره شي. دوهم شين انقلاب په اروپا او شمالي امريكا كې د ۱۸۵۰ځخه تر ۱۹۵۰ كلونو كې منځ ته راغلي دي په دې مرحله كې په زياته پيمانه د سرو،اوبو لګولو، ناروغيو او افتونو دمخنيوي په نتيجه كرهڼيزو محصولاتو زياتوالى موندلى دي.
دريم شين انقلاب له دوهمي نړيوالي جګړي وروسته په پرمختللو هيوادونو كې منځ ته راغلي دي. په دې مرحله كې دبوټو دورګه كول د بوټو د نسل په اصلاح كولو باندې كار تر سره شو.داسي نوعي لاس ته راغلې چې دلوړحاصل په توليد سربيره د ناروغيو او افتونو په مقابل كې ئې مقاومت درلود.
ځلورم شين انقلاب چې زياته يادونه دهغې شوې ده ددوهم اودريم انقلاب  انتقال او يوځاي والي وو چې اوس هم د پراختيا په حالت كې دي .په 1967 كال كې دغنمو او وريجو د كوچيني قد لرونكي اصلاح شوې نوعي او ورايتي منځ ته راغلې چې زيات حاصل يې درلود .د تودو او نيمه تودوسيمو لپاره  غوره شوې وې اوپرمختلونكو هيوادونو لكه مكزيك،هند،پاكستان، فليپين او تركيه ته يوړل شوې. نوې نوعې د محلي نوعو په انډول زيات حاصل وركوي. ځكه دغنمو او وريجو محلي نوعې له سرې نه د زياتي استفادي په نتيجه كې دبوټي دقد د لوړدوسبب كيږي چې دا خپله دبوټي دپرېوتو سبب  ګرځي . كه چيري دټيټ قدلرونكو اصلاح شوي نوعې وكرل شي  د حاصل د توليد لپاره دمحلي نوعو په نسبت دري برابره له سرې نه ښه استفاده كوي .بوټي نه پرېوزي ، له باد نه هم په لږه اندازه زيانمنې كيږي  امكان لري چې زيات غذائي مواد دپاڼو او تنو په نسبت دانو ته ورسيږي. همدارنګه دلنډ نموئي فصل په لرولو سره كيداي شي چې ځوځله له كروندې نه حاصل واخستل شي.

دشين انقلاب بشپړتيا:
له هغه ځاي نه چې ځلورم شين انقلاب سرچينه اخلي د 30 كلونو سختواودقيقوځيړنواو ازمايشونو نتيجه ده چې شين تكامل ئې رامنځ ته كړ چې خپله  ددې كليمې احتمال دځلورم شين انقلاب لاسته راوړنه ده.داهځې عمدتاً په دوو ځيړنيزو مركزنو يعني دجوارواوغنمو دصلاح نړيوال مركز
International Center for the Improvement of maize and wheat (CIMMYT)
  په مكزيك كې  اود دوريجو دځيړنو په نړيوال انستيتوت International Rice Research Institute (IRRI) فليپين كې شوي دي.د1960 لسيزې په نيمائي او د 1970 لسيزي په لومړيو كې غنم اووريجې
په پرمختلونكو هيوادونوكې له نويو نوعو نه په  استفاده سره نويو نوعودمخكينيو نوعو په نسبت زياتوالى ومونداو په زياته اندازه حاصلات لوړشول.دمثال په ډول په 1967 او1970 كلونو كې هندله نويو نوعو نه په استفادې سره خپل دغنمو توليد دوه برابره كړ،كلمبيا خپل د وريجو حاصلات دري برابر كړل ، په نورو هيوادونوكې لكه فليپين، اندونيزيا، مالزيا او سريلانكا كې د وريجو دحاصل اندازه په زياته پيمانه لوړه شوه.د1970 لسيزې په لومړيوكې اينديراګاندي دهند لومړي وزير اعلان وكړچې نور هند له متحده ايالاتو نه دمرستو اخستلو اړتيا نه لري.

دشين انقلاب وروستني محدويتونه:
كه ځه هم د 1970 لسيزې په لومړيو كې دځينو وړاندوينو، واقعي تجزيو او تحليلونوله مخې دشين انقلاب په وړاندي محدويتونه لمنځه لاړل.خو بيا هم  لوږه او قحطي دنړۍ په ګوټ ګوټ كې باقي پاتې شوه. په خلاصه ډول كوم محدويتونه چې دشين انقلاب دپرمختګ په لاره كې شتون لري نامناسبه هوا او داوبو كمبود ګڼل كيږي . دبيلګې په توګه وچكالۍ،دسيلابونو منځ ته راتګ، داوبودسرچينو نشتوالي ، دسرو كمبود،دهيوادونو اقتصادي كمزورۍ ټول هغه عوامل دي چې دشين انقلاب پرمختګ محدودوي  
دشين انقلاب ديومتخصيص له قوله داوبو كمبود دشين انقلاب دپراختيادمخنيوي يوسترعامل ګڼل كيږي . نوموړي زياتوي چې د حاصلاتو د دري يا ځلور برابره زياتوالي لپاره له ۴ نه تر ۷ برابره زياتې اوبه په في كيلو متر مربع كې د معمولي كروندې په نسبت په مصرف رسيږي.
په پرمختلونكو هيوادونو كې دسرو كمبود د شين انقلاب د پرمختګ د مخنيوي يو بل عامل ګڼل كيږي . دنړۍ په سطح دسرو د استعمال اندازه د 1950 كال نه راپدې خوا لوړه شوې ده .چې البته د 20  نه تر 25 برخې په سلو كې دنړۍ په سطح دمحصولاتودزياتوالي  لپاره له سرونه استفاده كيږي.دشين انقلاب موخې ته درسيدلو لپاره بايد دنړۍ دسرو ديوكلن توليد اندازه دري برابره زياته شي.

دشين انقلاب د دوام وړشرايط:
په راتلونكي  كې وروستني شين انقلاب ته دوام وركول دنباتاتو په  جنيټيكي تنوع پورې اړه لري.
دشين انقلاب يو ښكاره خطر هم په ټوله نړۍ كې د بوټو د جينيټكي تنوع(بيلابيلې نوعې) له منځه تلل دي.
دبوټو د روزنې پوهان په دې هځه او كوشش كې دې تر ځو دبوټوداسي ډولونه منځ ته راړي چې لوړ غذائي ارزښت ولري، د پروتين اندازه ئې لوړه، دناروغيو او افتونو په وړاندې مقاومت ولري، داوبو دكمښت ،د مالګينو او تيزابي خاوروپه مقابل كې مقاومت ولري ، سرو ته په لږه اندازه اړتيا ولري  د بيلګې په توګه سائبين دبكتريا په مرسته د نايتروجن د نصبولو قدرت لري .چې خپله د نايتروجن ضرورت پوره كوي او د سرواړتيا يې كمه ده.
دپام وړ خبره داده چې مونږ اصلاح شوې نوعې د طبيعي  بيلابيلو نوعو عوض كوواو ددې اقدام كوو چې په يو فصل كې ځوځله كرنه تر سره كړو.چې په دې سره د بوټو جينيټكي تنوع  چې د نويو بوټود دورګه كولو لپاره  ضروري ده  تل لمنځه ځي.دنويوډولونو منځ ته راوړل او په زياته پيمانه د هغې كښت نا مناسبه كارنه ده، مګر ددې عمل په ترسره كولو سره دنړۍ په سطح د اصلي (بومي) بوټونه ساتل  يو جاهلانه عمل ګڼل كيږي.
دمثال په ډول په ايرليندكې د۱۸۴۵- ۱۸۵۰ كلونوترمنځ په كچالوباندي ديوې ناروغۍ په لګيدوسره دنوموړي هيواد يو مليون خلك له لوږې  مړه شول  ځكه نوموړو خلكويواځې كچالوكرل او له هغې  نه ئي د غذايي موادو په حيث استفاده كوله.
په ټوليزه توګه ناروغۍ او افتونه كرهڼيزومحصولاتوته زيان اړوي مګر دشين انقلاب په پراخه اندازه كروندوته له ناروغيو او افتونونه دزيان اوښتلوځودليلونه شتون لري.
1.  په كال كې ځو ځله د محصولاتو راټولونه چې د افتونو لپاره غذا زياتوي.
2.  دبوټو په دورګه كولو كې د حاصل په لوړوالي ټينګار نه د ناروغيو او افتونو پر وړاندې دبوټي په مقاومت.
3.  د ناروغيو او افتونو پروړاندې د مقاومو نوعو كرل، هم شونې ده ناروغۍ ، ميكروبونه، او حشرې له ځو كلونو وروسته ددې توان پيداكړي چې په مقاومونوعوحمله وكړي او زيان واړوي.

دشين انقلاب وروسنتۍ ټولنيزې نتيجې:
د شين انقلاب دې هيلې چې شين انقلاب كولاي شي لوږه او كاختي لمنځه يوسي،د نړۍ هيوادونو ته يوه ښه بهانه په لاس وركوي  ترځودلوږې په سختو ستونزمنو حالتونو، او دكرهڼيزوځمكوله لاسه په وتوسره د نفوس د زياتوالي مخنيوى ونه كړي.
يوه لويه ستونزه دسرو،اوبو او كيمياوي درملو د پيرودلولګښت دي چې يواځې لوي بزګران كولاي شي دهغه د اخستلو توان ولري،زيات شمير بزګران دهغه د اخستلو توان نه لري حتي كه په پور سره ئې واخلي او له ناكامۍ سره مخ شي، كيداي شي هغه لږه ځمكه هم له لاسه وركړي او خپله له بي وزګارۍ ، لوږې او بې چارګۍ سره يوځاي شي.
شين انقلاب د بشر زيات شميروګړو ته د دخوراكې توكوپه برابراولو كې يوزيات مهم عامل ګڼل كيږي پرته له هغې نه د نړۍ دنفوس د لوږې حالت به نورهم  زيات خراب او ناوړه وي،مګر دنړۍ د خوراكي توكو د كمبود دستونزې  د حل اخري لاره شين انقلاب نه دي . حتي په هغه ځايونو كې چې كامياب هم وي  شين انقلاب په كافي اندازه غذايي مواد دزياتو بې وزلو خلكو لپاره نشې پريمانه كولاي ،كه زيات هم شي  هغوي به يې د اخستلو توان ونلري.
 (Norman Borlaug) هغه كس چې د غنمو دلوړ حاصل نوعې ئې منځ ته راوړي دي دا خبر وركړي دي چې شين انقلاب يواځې د سا اخستلويوه موقع منځ ته راوستلې چې په هغه كې د نفوس دزياتوالي مخه ونيول شي

په چاپيريال باندې دشين انقلاب اغيزې:
په پرمختلونكو هيوادونو كې د شين انقلاب اغيزې په چاپيريال باندې عبارت دي د ځنګلونو او ځرځايونو له منځ تلل، د ځمكې حاصلخيزي له لاسه وركول ، د خاوري دتخريب منځ ته راتګ، د خاورې مالګين او زيمناك كيدل ،دوحشي حيواناتو د اوسيدودځايونو له منځه تلل او يوشمير هغو ناروغيو راځرګنديدل چې  د اوبو د زياتوالي يا كمښت نه منځ ته راځي.
په پرمخ تللو هيوادونو كې د شين انقلاب اغيزې په چاپيريال باندې عبارت دي له د خاورې تخريب Soil Erosion ،د وحشي حيواناتو د اوسيدو دځايونو له منځه تګ، د خاورې مالګين او زيمناكه كيدل دافت وژونكوكيمياوي درملوPesticides ، كيمياوي سرو او د حيواني سرو پاتې شوڼو په وسيله د اوبو ككړيدل.
دپورته ذكرشويو ستونزودحل لپاره لاندې ټكې بايد په پام كې ونيول شي:
1. له ځمكې نه بايد په داسې ډول استفاده وشي تر ځودخاورې د تخريب اندازه كمه شي، د خاورې حاصلخيزي وساتل شي د وحشي حيواناتو د ژوند ځايونه او ځنګلونه لمنځه لاړ نه شي
2.  په ډيره پاملرنه بايد سرې، كيمياوي درمل د افتونو او ناروغيو د مخنيوي لپاره استعمال شي.
3. داوبو ساتنه او په ښه ډول د هغه استعمال تر ځو د هغو ناروغيو مخنيوي وشي چې له اوبونه  پيښيږي.
4.  دبوټوجينيټكي تنوع (دبيلابيلو اصلي يا طبيعي ډولونو) ساتل
5.  دطبيعي محصولاتو د ساتلواو زيرمه كولو لپاره ديوې نړيوالې ادارې جوړول.

کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).