Shenban

د مرخيړيو روزنه ( لومړۍ برخه)

20.06.2008 08:25

دمــــرخــيـــړيـــو ر و ز نـــه

سريــزه
په پخوا وختونو كښې مرخيړي دانسانانو  په واسطه  د څړ ځايونو او  ځنگلونو څخه  را ټوليدل او د غذا  په توگه ورڅخه گټه اخستل  كيده ،دبيلگې په ډول په پخواني مصر كښې مرخيړي  دپاچاهانوغذاپيژندل كيده ،په اروپايې هيوادونو كې هم خلك دمرخيړي سره ډيره مينه ښئ او په پسرلي كې د تفريح او ميلې په نوم ځنگلونو ته ځي او مرخيړي را ټولوي او يوه گرانه او قيمتي غذا يې گني زمونږ په گران هيواد كې هم دپسرلي په راتلو سره مرخيړي دونو لاندې دويالو په غاړه ،ځنگلونو ،غرونواو څړځايونو كې را ټوكيږي چې بيادخلكو په واسطه دغذا په ډول په مصرف رسيږي ، همدارنگه دځينو سپين ږيرو په وينا په تيرو وختونوكې چې خلكو چاي نه پيژندل نو دخلكو په واسطه مرخيړي را ټوليدل  او ددښتي گلاب سره مخلوط كيدل او دچاي په ځاي ورڅخه استفاده كيدله   چې ډير ښه بوي يې لرل ،همداراز خلكو به ويل چې مرخيړي دانسان عمر زياتوي ،خواوس په نړي کې مرخيړي ديوه کرنيزنبات په توگه دعاموخلکوپواسطه کرل كښېږي اودنړي په ماركيټونوکې ديولوړارزښته غذاپه توگه پلورل كېږي څرنگه چې په مصنوعي توگه په افغانستان كې دعامو وگړو په واسطه دمرخيړي كرنه نده شوې  نودخارجي  NGO  گانوله طرفه په دغه اړه يوڅه کارونه پيل شوي چې د هغو له ډلې څخه DACAR، CoAR،German Agro Action او Ariana Global Services Pvt Ltdديادونې وړدي، نوددغه لوړارزښته نبات دكرهڼي دعامولو لپاره په  ساده ژبه دلارښودونواو كتابونوليكل ضروري بريښي همدارنگه ددې لپاره چې دفقراوبيکارۍ  په له منځه وړلو کې مويومهم گام پورته کړي ، دكرنې اومالداري وزارت هم پدې برخه كې مسئوليت لري ترڅو دنوموړي نبات په كرهڼه اوترويج كې خپلې هلې ځلې پيل كړي دهمدې اړتياووپه پام کې نيولوسره مې دخپل سيمينارپه ترڅ کې دمرخيړي دروزنې په باب يوه لنډه ليکنه وکړه هيله ده چې گټورتمام شي ،په پاي کې دمحترمواستادانوپوهنيارنورمحمد"ستانکزي" څخه ډيره مننه کوم چې  ماته يې ددغه سيمينارپه ليکلوکې مناسبې لارښوونې وکړې  .
 
                                      په درناوي
                              عزيزالرحمن "ابوبکر"

دمرخيړي دکرنې تاريخچه:
تڼۍ ډوله مرخيړي (Button mushroom )  تقريبا 700 كاله مخكې له ميلادڅخه دفرانسي  دپيريس(Paris)په ښاركښې ديوه ناپيژندل شوي بزگر له خواپه آزاده محيط كښې روزل شوي ،د17 پيړي په آخركښې يوبل سړي دآس د فضلي دکمپوست په تعقيم کولوسره اودهغوپه کارولوسره دمرخيړي د وحشي انواعوڅخه دسپان (Spawn)په لاس ته راوړلوبريالي شوي  وو خولومړني ليکنه دفرانسوي "Tournefort" په واسطه دمرخيړي دکرني په اړه شوې اوله هغه وروسته په انگلستان اوځينونورواروپايې هيوادونوکې دمرخيړي روزنه پيل شوي . دمرخيړي روزنه په گلخانه (Green house )كښې دلمړي ځل لپاره په 1754 م کال په سويډن کې سرته ورسيده،اووروسته په انگلستان او نورواروپايې هيوادونوکې له دغې طريقې څخه کارواخستل شو،څرنگه چې مرخيړي په تياره ځاى کې وده کولاى شي ،نودهمدغه خاصيت په نظرکې نيولوسره دنولسمې پيړۍ په لمړنيوکې دمرخيړي روزنه په طبيعي غارونوکې دننه پراختياپيداکړه اوله اروپاڅخه دمرخيړي د روزنې فن   دامريکامتحده ايالاتوته دنولسمې پيړۍ ددوهمي نيمايې په اول کې نقل شو اوپه1890م کال کې بزگرانودامريکادپنسلوانياپه ايالت كښې په سرپوښلي غير گلخانه اي محيط کې دمرخيړي  روزنه پيل کړه اودغه کارپه چټكښې سره په ټولوسيموکې رواج ومونداوورپسې خصوصي ساختمانونه د مرخيړي دروزني لپاره جوړشول ،په 1910 م کال کې دامريکاپه متحده ايالتونوکې معياري ساختمانونه چې دتودوخز درجه ،رطوبت اودهواجريان په ټوله ورځ اوټولوفصلونودکال کې ترکنټرول لاندې وو،اوپه ديوالونوکې دعايق موادوپه کارولو داامکان رامنځ ته کړل چې دتودوخې درجه ،لندبل اودهواجريان په پوره ډول ترکنټرول لاندې راشي .
دبيولوژي دعلم په پرمختگ اودمايکروسکوپ په اختراع  سره، په مايکروبيولوژيكي طريقوباندي دمرخيړيوکرنه اوروزنه دپوهانوپه واسطه دپام وروگرځيده ،په1884 م  کې دفرانسي دپاستورپه انستيتيوت دConstantin  اوMatruchot  په نامه پوهانودسپوردکرنې اودهغه د ژوندي كښېدو اودسپان (Spawn )په توليدبريالي شول، خود خپل برياليتوب راز يې څرگند نکړل ،ترڅودDuggar په نامه ديوعالم په واسطه په  1905 م کې دخپلو څيړنوپه نتيجه کې د مرخيړي دانساجو څخه دخالص سپان دلاس ته راوړلو طريقه خپره شوه، اووروسته له هغه د Button  ،استوائي گرمي خوښوونکو   او جاپاني مرخيړيود سپان لاس ته راوړل او د هغوروزنه په جنوب ختيځه آسيااوجاپان کې پيل شول .

دمرخيړي طبقه بندي اوپيرندنه :
مرخيړي په سيستماتيک طبقه بندي Systamatic Classification))کې اول دنباتاتودعالم غړى گڼل كيدل ،خواوس د يونوي عالم چې دفنجاي عالم دي ،غړي گڼل كيږي اوپه دووفايلمونوپورې اړه لري چې دبسيديومايکوتا(Basidiomycota) اواسکومايکوتا(Ascomycota) څخه عبارت دي اودمختلفومرخيړيوکلاس ،آردراوفاميلونه اوهمدارنگه جينس اوورايټياني يې يو تر بل توپيرلري چې دهغوټولويادوونه  ضروري نده .
         
دمرخيړي ظاهري شکل (Morphology ):
دمرخيړي هغه برخه چې دريښې په ډول کارکوي اوغذايې موادجذبوي دمايسيلياپه نامه ياديږي ،دمايسيلياڅخه لږ پورته هغه ساختمان چې دځمکې له سطحې سره نښتي ده اودچاودلي هگي په ډول مرخيړي ورڅخه راوتلي د(Volva) په نامه ياديږي،دوالواڅخه پورته دمرخيړي تنه(Stipe) ده دستيپ گرچاپيره يوکړي ده چې د(Annulus) په نامه ياديږي ،دتني دپاسه دمرخيړي کوپله يا خوله چې د (Pileus) په نامه ياديږي ځاى لري دپايليس په لاندني برخه کې يوه پرده د(Veil) په نامه ځاى لري ،کله چې مرخيړي خپله وده پاى ته ورسوي دغه دويل په نامه پرده سورۍ كيږي اوپه چاپيريال کې خپل سپورونه خپروي همدارنگه دويل په شكيدلوسره داينولس کړي اوکوچني چاره ډوله جورستونه د(Gill) په نامه دمرخيړي دخولي په لاندنې برخه کښې راښکاره كيږي .  
دمرخيړي دژونددوران :
د مرخيړي  د  ژوند  دوران   په  دوه   برخو  ويشل    شوى  چې   له   بدني   او  تکثري    ودې     څخه عبارت   دي   په   بدني   وده   کې   مايسيليا  پيچلي   غذايې    مرکبات     په   ساده ماليکولونوبدلوي اودغذاپه توگه يې جذبوي کله چې ټيټه تودوخه ،لوړ رطوبت ،زيات اکسيجن اوځينې وخت رڼاورته ورسيږي نومايسيلياپه بدني ودې پيل کوي اوسنجاق ته ورته جوړښتونه منځ ته راوړي چې وروسته په رسيدلي مرخيړي بدليږي  چې همدغه مرخيړي دتکثر لپاره سپور توليدوي دمثال په ډول داويسترمرخيړي په هربسيديم كښې دوه هستي (n+n)وي چې دکاريوگيمي په واسطه په يوه يوه هسته لرونكي بسيديم باندي بدليږي اوبيادمايوسيس پواسطه څلور هيپلايدچې يوn کروموزوم لري هستي منځ ته راوړي چې بيادغه هيپلايدهستي دسپوروليشن پواسطه په څلورونووبسيديوسپورونوبدليږي چې بيادغه هربسيديوسپورپه مناسبوشرايطوكښې نيښ وهي اولمړني مايسيليا (Primary Mycelia)منځ ته راوړي 
چې تارته ورته رشتوي ساختمان لري اودسترگوپواسطه نه ليدل كښېږي اوبيادغه لمړني مايسيلياوي پخپل منځ کې چې بندونه لري سره نښلوي  اوخپل پلازمايې موادسره گډوي چې دغه عمليه دپلازموگيمي په نام ياديږي اوددوه n لرونكي دوهمي مايسيليا(Secondary Mycelia) منځ ته راوړي چې په دغه دوهمي مايسيلياكښې  25% چانس لري چې خپله اصلي اولني نوع منځ ته راشي چې يواځي همدغه دوهمي مايسيلياپه مناسبوشرايطوكښې مرخيړي توليدوي چې دسپان توليدوونكي عموماددوهمي مايسيلياڅخه دتيشوکلچر په واسطه سپان لاس ته راوړي اويايې دسپور يادمرخيړي دانساجوڅخه لاس ته راوړي خوپه دغه طريقه کې زيات صحي محيط ته اړتياده اوسامان آلات يې بايد ډيرپاک اوتعقيم وي .
آيا مرخيړي دسبوله ډلې څخه دي ؟
  مرخيړي دفنجاي په عالم پوري اړه لري اوسابه دعالي نباتاتوله ډلي څخه دي خوڅرنگه چې دهغوکرنه او راټوكيدنه اوهمدارازدهغواستعمال دغذاپه ډول ،سبوته ورته ده نو به  نړۍ كې د سبوله  ډلي څخه شميرل كيږي اويوهارتيكلچري نبات پيژندل شوى د بيلكې په  ډول در رهنماي  كشت سمارق په كتاب كې چې د CoAR له خوا خپور شوى ،ليکل شوي چې  مرخيړي دهارتيكلحر يوله مهمو محصولاتو  څخه دي .

دمرخيړي طبي او غذايې ارزښت :
مرخيړي دبدن هډوكي بياوړي كوي او ستړيا له منځه وړي ځكه چې دويټامينDددرلودلوله کبله يوه ښه غذاده نو دځينو نورو غذايې موادو لكه ماهي ،پنير اونورو به څيرد مرخيړي خوړل دهغو مريضانو لپاره چې تل به ځاي كې پراته وي اولمر نه ويني يوه باارزښته غذابريښي، همدارنكه دزيات عمر خلك چې  دهډوكودكلسيم دكموالي سره مخامخ دي دمرخيړي دوه سوه كرامه هره ورځ خوراك دهغودويټامين D كموالي له منځه وړي ځكه چې ويټامينDدكلسيم دجذب او دهډوكودترميم سبب كيږي ،نوبايدچې له لبنياتوسره وخوړل شي ځكه چې دكلسيم مهم سرچينه دي .
ددې  لپاره چې  ټول غذايې موادپه ښه توګه په بدن كې جذب شي نو دويټامينBدكروب دويټامينونوشتون ته ضرورت  دي چې مرخيري يوڅه اندازه كموالي ددغوويټامينونوپوره كوي ،همدارنګه بدن ويټامينB2 ته چې به مرخيړي كښې هم شته ضرورت لري ترڅوانرژي لاس ته راوړي ، ددې لپاره چې انسان بي حوصلي نشي اعصاب يې ويټامين B2  ته ضرورت لري،بايوتين(Biotin)  چې به مرخيړي كې شته دا دنده لري چې انرژي دمصرف لپاره تياره وساتي ،اوفوليك اسيدچې به مرخيړي كې موجوددي دپروتين اودجين داصلي موادوپه جورښت كې مهم رول لري ،سحي په اوسط ډول90%دتوصيه شوي ويټامين B2 اندازه په بده کې لري اوپه ډيره كمه اندازه فوليك اسيديوه ښه جذبوي نوددغې ستونزي دحل لپاره سحي بايدبه خبل غذا كې له مرخيړي څخه گټه واخلي ، مرخيړي له20% څخه تر40% پروتين لري چې به اساني سره په بدن كې جذبيږي، همدارنكه دقندي موادو(Carbohydrates) اوشحمياتو(Lipids) شتون به مرخيړي كې كم دي،نو دهغه چا لپاره چې دويني به كولسترول(Cholesterol) ،فشار(Blood Pressure) اوشكر(Diabetes) )په ناروغۍ اخته وي دخوړولو توصيه كيږي، همدارازدسرطان ضدموادوبه لرلوسره ددغې ناروغۍ ددرملنې لپاره ځيړنې پري روان دي،همدارنګه مرخيړي په پوره  اندازه دفاسفورس،كلسيم،ويټامينC اويوڅه اندازه ويټامين E لرونكي دي،مرخيړي دMelanin به درلودلوسره دسرويښتان تورساتي،دAgaricus دنوعي مرخيړي دفلج ،دهډوكودبندونوددرد،زيړي، ټوخلې، والگي، اسهال، بيچش اودپښتورګودتكاليفولپاره ترينه استفاده كيږي ،اويو نوعه مرخيړي د
 Puff ball(Bovista nigrescens) په نامه  به جراحي كې دبي سده كوونكې مادې به توګه به كار وړل كيږي .
جدول:دسل ګرامه تازه مرخيرړي تركيبي اجزا

شماره             اجزا ٴ              مقدار                 اجزاٴ           مقدار
1                   پروتين            36،6gr               پوتاشيم       30,5mg
2                  شحم              0,3gr                 اوسپنه         0,2gr 
3                کولسترول             0                    تايمين          0,3 gr
4                قندي مواد          1,5 gr                نياسين       0,41 gr
5                انرژي               23,98 cal       ويټامين بي دوازده   0,26 gr 
6            دهضم وړ فايبر         2,5 gr             ويټامين سي     0,1gr
7               سوډيم               0,7  mg   

ب- دمرخيړي اقتصادي ارزښت :
دمرخيړي داقتصادي ارزښت به هکله به دOyster مرخيړي دتوليد لگښت اوله هغه څخه به خارجي بازارونوکز لاس ته راغلي گټه دلاندې معلوماتوپه واسطه څرګنده کړواوهغه داسي چې دOyster مرخيړي 100كښېلوګرامه تازه مرخيړي اويا15كيلوګرامه وچ شوي مرخيړي چې 5 فيصده لندبل لري دتوليدلپاره يې  3018 افغاني لګښت برې راغلى اودنوموړي مرخيړي ديواونس څخه چې تقريبا 25 ګرامه كيږي دخرڅلاو څخه 3 ډالره  اود 3 اونس څخه يې 8 ډالره به لاس راغلي نود15 كيلوګرامه وچ شوي مرخيړي څخه چې تازه يې د3018 افغاني به لگښت  توليد شوي دخرڅلاو څخه يې 1800 ډالر ه به لاس راغلي چې د90000  افغاني سره معادل دي له پورتني معلوماتو څخه ويلي شوچې  مرخيړي   په ډيري کمي بانگووني سره توليدولي اوورڅخه به ډير کم ځاي کې دنوروهارتيکلچري نباتاتو(ميوواوسبو)به پرتله څوبرابره زيات  حاصل لاس ته راوړلاى شو.

دزهري او بې زهره مرخيړيوپيژندنه
څرنگه چې په نړۍ کې دمرخيړي بي شماره ډولونه شته خوټول دخوړلو  وړ ندي څکه چې ځيني يې مضره او زهري دي ،نو ددغه توپير دپيژندلولپاره چې کوم ډول مرخيړي زهري اوکوم ډول يې غير زهري دي په لاندې توگه معلومات وړاندي کوو.
- 1زهري مرخيړي تنده او تريخه مزه لري
-2د زهري  مرخيړي  د چتري  لاندي  به  تنه (Stipe )  كښې پيالي يا کڅوړي ته ورته جوړښت ليدل كيږي .
- 3زهري  مرخيړي  روڼ  او روښانه  رنگ لري ، ډير د بام  وړ اوښايسته وي اوگلابي يا بانجاني سپورونه توليدوي .
4 -  دپخولوبه وخت کې دسوي بوى توليدوي .
- 5يوه تنه يې څورنگه لري .
-6به عمومي توگه دچتري ته ورته جوړښت هغه خواچې دځمكې طرف ته ده سپين رنگ لري .
-7هغه مرخيړي چې تنه (Stipe ) يې زورشي اوپه آساني ماته نشي زهري دي .

په مصنوعي ډول دمرخيړي دتوليدگټي :
-1 دمرخيړي توليد نسبت نورو نباتاتو ته ښيرازي ځمکې ته اړتيانلري.
 2-لکه د نورو نباتاتوغوندې دلمر رڼا ته اړتيانلري .
-3دمرخيړي توليدساده وسايلوته اړتيا لري اودبي کاره خلکولپاره دعايديوه ښه منبع ده .
-4دمرخيړي توليدنسبت نوروټولوكرنيزوتوليداتو آسانه دي .
-5دمرخيړي توليدډيرارزانه اوپه زياتره ځايونوکې د ځمكې څخه لاس ته راغلي اضافي موادو لکه دغنموواښه، دپنبې کنجاړه،دغنموسبوس اوداسي نوروڅخه کاراخستل كيږي .
-6دمرخيړي توليدعصري ساختمان ته اړتيا نلري  ،په تياره کوټه،عادي دتختوڅخه جوړه کوټه ،گراج،دواښوکوټه،گرين هاوس،ازاده ساحه اوداسي نوروځايونوکې توليدولى شو.
7-هغه لوښي چې دمرخيړي دکرنې لپاره پکاروړل كيږي هغه هم ډير عادي وسائل دي اوپه آساني سره موندل كيږي دبيلگې په ډول دمرخيړي کرنه دلرگيوپه کندوباندي (Log culture) ،په لرگينوطاقونوکې دکمپوست دپاسه (Shelf culture ) ،په بوتل کې(Bottle culture) ،په صندوق (Box culture)  اوداسې نوروکې كيدلى شي .
-7دمرخيړي توليدخاص تخصص ته اړتيانلري ،بلکه دعملي زده
کړي څخه وروسته هرڅوک دخپلوورځني کارونوسره مخكښې وړلاى شي .
-8 دمرخيړي توليددنوروکارونوبه څيرزياتي سرمايې ته اړتيا نه لري.
-9 دنوروكرنيزوبوټوپه شان زياتې ناروغۍ او افتونه نه لري. دنظافت په پام کې نيولوسره په کافي اندازه له هرډول ناروغيواوآفاتوڅخه دمرخيړي توليدخوندي پاتي كيدلاي شي .
-10 هغه مواد چې مرخيړي پکې کرل كيږي ،وروسته له توليدڅخه د باغونواوفصلونولپاره  يوه ښه سره يا دحيواناتولپاره يوه ښه غذايې منبع جوړيدلي شي .
دمرخيړي اساسي کرنيز شرايط :
دمرخيړي دکرني لپاره دري شيان ډير ضروري دي :
1 – سپان(Spawn )
2 – غذايې مواد(Substrate )
3 – چاپيريال (Environment )

سپان ((Spawn:
سپان دمرخيړي تخم ته وايې چې د(Mycelium )په مرحله کې دمرخيړي دانساجودکرنې څخه اوياهم دسپور (Spore ) څخه لاس ته راوړل كيږي خوڅرنگه چې په سپورکې دجنتكي بدلون اوياهم دميوتيشن(Mutation ) دمنځ ته راتگ امکانات موجودوي اوپدې توګه دمرخيړي کميت او كيفيت اغيزمن کولاى شي نوددې لپاره چې مرخيړي خپل ارثي خواص ( Strain characteristics ) وساتي دمايسيليم څخه په غيرزوجي توگه دفرعي کرنو(Subculture )په واسطه دمرخيړي سپان لاس ته راوړي .
دنسلگيريBreeding  په پروگرامونوکې نوې نوعې ددوه نوعوديوځاى کولو(Mating )څخه لاس ته راوړي ،سپان په مختلفوشکلونو لکه دانه دار
(Grain spawn )،داري دبورپه شکل (Sawdust spawn) ،دمخروط په شکل
(Plug spawn )،مايع (Liquid spawn  )په شکل توليديږي .

دسپان(Spawn )لاس ته راوړل :
دمرخيړي سپان دهغه دتکثرڅخه په زوجي او غير زوجي ډول لاس ته راوړلاى شو .
1 – دمرخيړي سپان په غيرزوجي توگه دهغه دمايسيليم څخه په مختلفوطريقولاس ته راوړل كيږي چې دلته يې يواځي دوه طريقي بيانوو:

 لومړي طريقه :
200 ګرام کچالوووينځي اودنيم سانتي مترمکعب په اندازه يې واړه کوو اوپه 1,2 ليتره مقطرواوبوکې د15 دقيقولپاره بخار ورکوو وروسته هغه له 15 نه تر 18 گرامه اگار(Agar ) وراچوو اوگډوويې،اگارکومه غذايې دنده دمايسيليم لپاره په غاره لري خوديوي ټينگي مادي (Gel) په توگه چې له اوبوگډولووروسته يوه هواره سطحه غوره کوي اومايسيليم ښه وده پري کوي داگاراوکچالودغه گډوله دPDA يا
 Potato Dextrose Agar په نامه هم ياديږي وروسته دغه گډولي ته د10 نه تر 15 دقيقوپوري جوش ورکوواوددې نه وروسته 15 گرامه گلوکوز او5 گرامه دخميرمايې شيره وراچوواوښه يې ورسره حل کوواود اور څخه يې لري کوو  بيايې په پراخه بوتلونوکې اچوو او خوله يې دپنبي پواسطه پټوو اودپنبې دپاسه کاغذ ږدو او دکشک(Rubber )پواسطه يې خوله تړو.
دغه بوتلونه په آتوکليو(Autoclave ) يادبخارپه ديگ کې د15- 18 كيلوگرام په سانتي مترمربع ترفشارلاندي د30 دقيقولپاره تعقيم کوو،وروسته له هغه بوتلونه په مايل ډول ږدو ترڅواگارجامدشکل غوره کړي . اوس مرخيړي دخولي (Cap) دپاسني خواڅخه ترتني پوري په دوه مساوي برخو غوڅوو په يادولري چې ددې کارلپاره له تعقيم شويوسامانونوڅخه بايدکارواخلو،اوس دمرخيړي دکوپلي ياخولي دغوڅي شوي منځني برخي څخه ديوي پاكې تعقيم شوي ستني ياپنس پواسطه دمرخيړي دانساجويوه وړوكي ټوټه اخلواوپه بوتل کې يې اچوواوسريې دلومړي ځل په څير په پنبه اوکاغذ سره بندوو اود20 نه تر 24 درجه دتودوخې کې اوډيري کمې رنا کې يې ددوه نه تردريواونيولپاره ساتوترڅومايسيليم پکې تکثروکړي وروسته دغنمو ياباجري يااوربشواوياهم دږدن داني دبوتلونودظرفيت په اندازه رااخلو(دهربوتل دري برخي په داني سره ډكيږي)اوپه اوبوکې يې ديوې شپي لپاره اچوواوبيايې له 2 نه تر3 ځله په اوبو وينځو او ديو ساعت لپاره جوش ورکوو او په بوتلونو کې يې اچوواوبيادبوتلونودري برخي دداني اويوه برخه دتکثيرشوي مايسيلياڅخه ډکوو   او % 1 ډولومايت يامړگچ وراچوو ترڅود دانوله نښليدلو څخه مخنيوى وکړي اودلمړي ځل په څيردبوتلونوخولې بندوو .

 دوهمه طريقه :
10 كيلوگرامه غنموته تر15 دقيقوپوري په 15 ليتره اوبوکې جوش ورکوو اوبيايې له اوره لري کوواود15 دقيقولپاره يې په همدغواوبوکې ساتوپه دې ترتيب غنم په  پوره ډول نرميږي وروسته دغه غنم په يوه صافي کې اچووترڅواوبه يې ووځي وروسته له هغه يې د يوه اخبارد پاسه هواروو ترڅوساړه اودپاسني برخې اوبه يې هم تبخير شي وروسته120 گرامه اوبه رسيدلي گچ (مړگچ) او30 گرامه کلسيم کاربونيت پرې اچوواوښه يې گډوو،کلسيم سلفيت دغنموددانوله يو بل سره دنښليدو څخه مخنيوي کوي اوکلسيم کاربونيت دگډولې(مخلوط)مناسب pH ساتي دغنمولاس ته راغلي داني په ښيښه يې نيم ليتره بوتلويادپولي پروپيلين په پلاستيكي کڅوړوکې اچووپه هره کڅوره يابوتل کې له250 نه تر 300 گرامه جوش شوي غنم اچوواوسريې دپنبي پواسطه پټوو اوپه اتوکليوکې د121 درجه سانتي گراد لاندې ددوه ساعته لپاره تعقيم کوو وروسته له تعقيم کولونوموړي موادبايدد6,5 نه تر 6,7 دpH لرونكښې وي دبوتل غنم وروسته له يخوالي دمرخيړي له انساجوسره گډوواود22 نه تر 24 درجه دسانتي گراد پورې  ددوه اونيولپاره ساتو وروسته له دوه اونيودغنمود دانوسطحه تقريباپه مکمله توگه سپين رنگه مايسيليم پوښلي وي اودکرنې لپاره چمتووي په دغه طريقه کې هم دلمړي طريقې په څير دباجرې، اوربشواوږدن څخه استفاده کولاى شو  .

دمرخيړي سپان په زوجي توگه (سپور)څخه لاس ته راوړل :
دغه طريقه دMulti culture په نامه هم ياديږي،په دغه طريقه کې کله چې مرخيړي دپخيدلومرحلې ته رسيږي يعني خوله (Cap) جوړه کړي مخکې له دز چې سپور وغورځوي ،خوله(Cap )يې دپاک تعقيم شوي چاقو په واسطه له تنې څخه غوڅوواوپه Potato Dextrose Agarکې يې په داسې ډول ږدو چې سپوريې په نوموړي Media کې وغورځيږي دغه سپورپه لابراتواري شرايطوکې وده کوي اوابتدايې مايسيليم منځ ته راوړي ،وروسته  همدغه مايسيليا له PDA سره يوځاى پرې کوي اوپه تعقيم شويوپلاستيکونوکې چې تخمرشوي غنم ياجواراويا واړه شوي واښه ولري پکې اچول كيږي اود10 نه تر 15 ورځوپورې په انكيوبيتر(Incubator )کې كيښودل كيږي،چې په حقيقت کې انكيوبيتردمايسيليم دودى لپاره هغه درجه (20-24 درجه دتودوخي ) برابروي اود(Growth Chamber) په نامه هم ياديږي .کله چې مايسيليم ټول پاکت احاطه کړل ،همدغه په حقيقت كښې سپان دي

دمرخيړي اساسي کرنيز مواد(Substrate):
مرخيړي دژوند په لحاظ په دريوبرخوويشل شوي
چې عبارت دي له : Saprophyte،Parasite اوMycorhiza څخه دی
ډير عام مرخيړي چې په طبيعت کې دعضوي موادو د پاسه ، په پاڼو او واښو
را ټوكيږي په  تجزيه کوونکو(Saprophyte  ) پوري اړه لري، خام مواد د اولي تجزيه کوونکو (Primary decomposer ) لکهOyster  اوEnokitake مرخيړيو د پاره چې لگنو سلولوزي انزايمونه لري استعماليدلاى شي او هغه چې د نورومرخيړيو او يا بکتريا پواسطه  تجزيه  شوي  وي ددوهمي تجزيه کوونکو
(Secondary decomposers) په واسطه لکه Button اودواښودمرخيړي
(Straw mushroom)لپاره استعماليدلاى شي .
مرخيړي دکاربن او نايتروجن عضوي منابعواوغيرعضوي معدني موادوته اړتيا لري، اصلي  غذايې سرچينه  يې دکاربن څخه ده چې له عضوي موادوڅخه لاس ته راځي
لکه سلولوز( Cellulose ) ، هيمي سلولوز (Hemicellulose )او لگنين  (Lignin ) ،چې دغه موادپه پنبه (Cotton )،دپنبي  د تخم پوټكښې (Cotton seed hulls)دجوارو
لرگي(Corn cob )دگني اضافي مواد(Sugarcane wastes)د ارې بور(Sawdust) اوداسي نوروکې پيدا كيږي . خوبياهم دد غوغذايې منابعواندازه دمرخيړي ترنوعي
  پوري توپيرکوي .دمثال په ډول د Button mushroomلپاره نسبتالوړنايتروجني سرچينه پکارده حال داچې Oyster mushroom اوShiitake هضمي انزايمونه لري چې په خپلوغذايې موادو يې خوشي کوي اوپه منحل ډول يې جذبوي،سلولوز(Cellulose)  چې دمرخيړي اصلي  غذايې  منبع  جوړوي د ځمکي  په  مخ په زياته پيمانه پيداكيږي خودسلولوزدهضم انزايم چې سلوليز(Cellulase )دي ، زياتره واړه مايکروسکوپي موجودات
(Micro organisms )اوفنجيان(Fungi )يې لري نو همدغه مرخيړي دي چې سلولوزدانزايم پواسطه حل اوجذبوي اودانسان لپاره يې دغذاپه شکل بدلوي .

دکمپوست دکرنيزوموادو بشپړوونكي:
دکمپوست دغذايې موادودکمښت دپوره کولو لپاره د لاندې موادوڅخه استفاده كيږي :

الف -حيواني سره :
حيواني سرې دکمپوست دغذايې موادوپه زياتولو، دتخمر،دحجم دتراکم او دهغه دكيفيت دښه کولو لپاره استعماليږي چې دغه ډول سره په عمومي ډول دآس ياچرگانو څخه لاس ته راوړي اودغواسره ورته مناسبه نه گنل كيږي ،په دغوموادوکې دنايتروجن اندازه له 1 نه تر 5 فيصده پوري ده .

ب- کاربوهايدريتي مواد :
په دغوموادوکې دچغندرياگني شيره،دغله جاتوتخمرشوې داني،دغنمويااوربشو سبوس،دوريجوپوټكی ،جوارو،سايبين ،کنف اوداسي نوروتخمرشوي دانې په کز شاملي دي ،دغه موادکاربوهايدريت اونايتروجن دواړه لري اوپه تدريجي توگه دمرخيړي اړتياوې پوره کوي اودنايتروجن اندازه يې 3 نه تر 12 فيصده تغير کولاى شي همدارنگه په پورتنيو موادو کې دشحمي اومعدني موادويو اندازه شتون د مرخيړي په كیفيت مثبته اغيزه کولاى شي .
ج -نايتروجن لرونكې سرې :
په كيمياوي سروکې موجودنايتروجن لکه امونيم سلفيت  ،يوريا،کلسيم امونيم نايتريت  په چټكي سره آزاديږي اودمايکرواورگانيزمونوودې ته په کمپوست کې چټکتيا ورکوي .
د- معدني مواد:
دمعدني موادومرکبات لکه دپتاشيم ميوريت (Murate of Potash)اوکلسيم سوپرفاسفيت ددغه مقصدلپاره استعماليږي ،مړگچ (Hydrated Gypsum)او کلسيم کاربونيټ د کمپوست د محلول دکولايد(Coloid)درسوب اودشحمي موادو دلزجي كښېدلو څخه مخنيوى کوي ترڅوکمپوستي موادله يوبل سره ونه نښلي،  بياهم ديادوني وړده چې ټول هغه مواد چې دکمپوست دمکملونوپه نامه يادشول،بايد دهغودارزانتيا له مخې  استعمال شي .

دکمپوست فورمول :
دکمپوست لپاره معياري (Standard )فورمول ندى ټاکل شوى بلكي په نړۍ كښې دمختلفو موادوڅخه دهغوي دارزانتيااوآسانه لاس ته راوړلوله مخې کمپوست جوړيږي خودکمپوست په فورمول بندي کې بنستيز ه موخه دنايتروجن اوکاربن انډول ساتل دي اوهغه داسې چې دکمپوست دجوړولوپه لومړني پړاوکې دنايتروجن اندازه 1,5% دکمپوست د نورو موادو په  پرتله  ساتل  كيږي  او  د  کاربن  او  نايتروجن   نسبت  يې30- 1:25 يعني د25  نه تر 30 برخې کاربني سېچينې(عضوي منبع)اويوه برخه نايتروجن سره يوځاى كیږي اوپه وروستي پړاوکې کله چې کمپوست تيارشي دنايتروجن فيصدي دنوروموادوپه پرتله له 2 نه تر2,3 فيصده ساتل كیږي اودکاربن اونايتروجن نسبت يې 1:17 ساتل كيږي .
کمپوست په ډوه دوله دى چې په طبيعي اومصنوعي کمپوست نومول شوي ،هغه کمپوست چې دآس له فضلې څخه لاس ته راغلي وي دطبيعي اوهغه چې دواښواومصنوعي كيمياوي سرو څخه منځ ته راغلي وي دمصنوعي کمپوست په نامه ياديږي اودهغو څخه په ځينو هيوادونوکې په لاندې توگه دکمپوست فورمولونه ښودل شوي .
1 ) طبيعي کمپوست :
دآس سره.................. ......................................1000Kg
دغنموسبوس .....................................................350Kg
يوريا......................................................................3Kg
مړگچ .............................................................30-40Kg
نوټ :ديورياپه ځاى دچرگانودسرې څخه د100 نه تر110 كيلوگرامه پورې استفاده کولاى شو.
دHays اوRandle نوموپوهانوفورمول په لاندي ډول ده :
دآس سره  ..................................................1016Kg
دچرگانوسره ............................,..................101,6Kg
دچغندروياگنيوشيره........................................38,1Kg
دپنبه دانې کنجاړه ........................................15,24Kg
مړگچ .............................................................15Kg
 
1 ) مصنوعي کمپوست :
دIARI  ( Indian Agricultural Research Institute )له خوالاندې فورمول ښودل شوي :
دغنموواښه .................................................. 1000Kg
دغنموسبوس ....................................................80Kg
يوريا.................................................................10Kg
امونيم سلفيت ياکلسيم امونيم نايتريت....................10Kg
اوبه رسيدلې چينه يامړگچ ...............................40-50Kg
په پورتني فورمول کې کولاى شوغذايې بشپړوونكي لکه دچغندريا گني شيره(40Kg اويا20Kg شيره +20Kg دپنبه دانې کنجاړه)،دچرگانوفضله کولاى شوله100 نه تر 150 كښېلوگرامه ورزياته کړو،قندي شيره بايدمخکې له مصرف څخه 30 برابره نرۍ (رقيق)شي اودچرگانوفضله هم دکمپوست په لمړي  پړاوکې دکمپوست دجوړولو لپاره اچول كيږي .
په جاپان کې دTakashiنومي سړي لخوالاندې فورمول په 1975 کال کښي ښودل شوى.
واړه شوي واښه ............................................1000Kg
يوريا..................................................................5Kg
کلسيم سيانايد.................................................10Kg
امونيم سلفيت .................................................13Kg
کلسيم سوپرفاسفيت .......................................30Kg
کلسيم کاربونيت ..............................................25Kg

شيسلر(Schisler) نومي عالم په 1974 م کې لاندې فورمول ښودلى :
واړه شوي واښه ...................................................68Kg
واړه شوي تازه جوار................................................68kg
داوربشودتخمونودنيښ شيره(مالت).........................13,6Kg
دچرگانوسره  ...................................................11,33Kg
يوريا................................................................11,18Kg
پتاشيم ..............................................................1,6Kg
مرگچ .................................................................4,5Kg
دشين اوهمکارانو(Shin et al) فورمول په 1971 کښې په لاندي ډول ښودل شوى :
دوريجوواښه ...................................................... 1000Kg
دچرگانوسره .........................................................100Kg
مړگچ ..........................................................12-15-20Kg

دهو(Ho ) فورمول (1978 ) په تايوان کښې په لاندي ډول ښودل شوى :
دوريجوواښه .....................................................1000Kg
امونيم سلفيت .......................................................18Kg
يوريا....................................................................4,5Kg
کلسيم سوپرفاسفيت .............................................18Kg
کلسيم کاربونيت ....................................................27Kg

دمحمدي گل تپه اي اوکاپورلخواپه1989 كښې لاندې فورمول ښودل شوى :
دغنموواښه ........................................................300Kg
 دغنموسبوس ....................................................22,5Kg
يوريا.....................................................................5Kg
کلسيم امونيم نايتريت ............................................4Kg
مړگچ ..................................................................18Kg

په ايران کې يوبل فورمول هم په کاروړل كيږي :

دغنموواښه ........................................................6000Kg
دچرگانوسره .......................................................3500Kg
يوريا....................................................................100Kg
دچغندرشيره ........................................................100Kg
مړگچ ..................................................................400Kg
که وغوراړو چې د پورتنيو فورمولونو څخه يو جوړکړوبايدديادوشوو فورمولونو د تركيبي اجزاو لگښت سره پرتله کړو او بيايې جوړ کړو همدارنگه که موچيرې په کمه يا زياته پيمانه د کمپوست توليدغوښتل بايددسبسترات دکمولويازياتولو متناسب دسبسترات غذايې مکملونه دنومورو فورمولونوسره سم کم اوياهم زيات کړو.

چاپيريال (Environment):
اخيرنى دپام وړ عامل چې دمرخيړي دکرنۍ لپاره لازم دي اودهغه په توليدکښې داهميت وړ رول لري ،دمرخيړي لپاره ديومناسب  چاپيريال (محيط)برابرول دي ،څرنگه چې مرخيړي دپوست پواسطه نده خوندي شوي نودهغه دنمويې چاپيريال په واسطه په اساني سره اغيزمن كيدلاى شي نواړينه ده چې دمرخيړي دروزني لپاره يو مناسب چاپيريال برابر شي ،هغه څه چې دمرخيړي دچاپيريال لپاره لازم دي عبارت دي له :
الف)دتودوخي مناسبه درجه (Proper temperature)
ب)لندبل (Humidity)
ج)رڼا(Light)
د)دهواجريان (Ventilation )
دپورته محيطي عواملومناسبه اندازه دبدني ودې په پړاو اوتکثري پړاو كښې توپير کوي ،دمرخيړي مايسيليا له 5 درجه سانتي گرادڅخه تر 40 درجه سانتي گرادپورې ژوندي پاتې كيدلاى شي اوښه وده له 20 نه تر 30 درجوپورې کوي سنجاق ډوله ساختمانونه چې دمرخيړي د ودې لمړني پړاو دې له 10 نه تر 20 درجو دتودوخې پورې منځ ته راځي ،دمرخيړي تازه ميوه(Fresh Fruit body) %80 اوبه جوړوي نوبايددسبسترات دلندبل اندازه يې له 60 نه تر 75 فيصده پورې وي دلندبل مختلفې اندازې له 80 نه تر95 فيصده پورې دمرخيړي دلمرني ،منځني اوپايله ايزي  ودې لپاره ضروري ده .دچاپيريال دبرابرولولپاره به وروسته بشپړ معلومات دهر ډول مرخيړي لپاره وړاندي شي .

داويسترمرخيړي ( Oyster Mushroom ) روزنه
داويسترمرخيړي دروزنې لپاره چې کوم مواد پکاردي په لاندز ډول دي :
1 ) ريگ اوسيمنت    
2 ) کمپوست
3 ) ښيښه اي پلاستيكي کڅوړي
دمرخيړي تخم (Spawn )

ريگ اوسيمنت :
ريگ او سمنت  د کمپوست د ځاى جوړولو لپاره   پکار  دي ، د کمپوست  لپاره
سهيل (جنوب )خواته يوه ټوټه ځمکه په مايله توگه سمنت کوو ترڅواوبه په ښه توگه له دغي سمنت شوي ځمکې څخه ووځي . 
 
کمپوست :
دکمپوست لپاره ښودل شوي موادپه لاندي ډول دي :
a )د غنموواښه             b )د اري بور             c) مړه يااوبه رسيدلي چونه
دغنموواښه څومره چې زمونږ پکاروي  په همغه اندازه يې اخلو اوپه اوبو کښې يې ديوې شپې لپاره اچووترڅو اوبه په پوره اندازه جذب کړي وروسته دغه واښه په سيمنت شوي ځاى کښې غونډوو اوکه چيري سيمنت شوى ځاى ونلرونودپلاستيک څخه هم کار اخيستلاى شوچې دواښو لاندې يې هوارکړو په هرحال دغه غونډشوي واښه په فشارورکولوسره تخته کوواودپلاستيک پواسطه يې په ښه توگه پټوو
تر څوهواورنشي اوکه دپلاستک يوه څنډه دکمپوست لاندې  اوبله څنډه يې دپاسه پرې هواره شي نوښه راځي ، دغه کمپوست د څلورو ورځو لپاره پريږدو ترڅو تخمر په کښې سرته  ورسيږي ،وروسته له څلورو ورڅو واښه لوڅوو او له %2  نه تر 5% مړه چونه او2% ورسره د اري بور اچوواوپه ښه توگه يې مخلوطوو اوبيايې غونډو
اودپلاستيک پواسطه يې پټوو اوکم تر کمه دريوورڅولپاره يې پټوواو وروسته له دري ورځويې بيالوڅوواوښه يې گډوو په همدغه وخت کښې دکمپوست لندبل بايدله65% نه تر70% پوري بايد وي چې لندبل يې په آسانه توگه داسي معلومولاى شوچې يوموټى له کمپوست ځينې رااخلواوزورکوو يې په زورکولوسره بايدله کمپوست څخه له يوڅاڅكي نه زياتي اوبه ونه څاڅي اويواځې لاس بايدلوندکړي .
لاس ته راغلى کمپوست په ښيښه يې کڅوړوکښې اچوو چې ددغوکڅوړو اندازه  په عمومي توگه  22  x 16 انچ وي اودنوموړوکڅوړو دري برخې ډکوو اويوه برخه يې خالي پريږدو اودکڅوړوخوله دکشک ياتارپواسطه تړو.اوس دغه کمپوست چې په کڅوړوکښې اچول شوى بايدتعقيم شي ،ددې کارلپاره يو200 ليتره بيرل رااخلواودخستي دنيمايې څخه يې يو څه اندازه زياته (د6  انچ په اندازه )يې داوبو څخه ډکوواوپه دغواوبوکښې خستي دروواوپه سريې يوه ټوټه جالي همواروو اودجالي دپاسه کڅوړي ږدو،وروسته دبيرل لاندې اورکوو اوله يونيم ساعت نه تر دوه ساعته پوري نوموړو کڅوړو ته  بخار ورکوو،بيادغه کڅوړې لري کوواوپه ځاي يې نوړې کڅوړې ږدو،بياهم ديادونې وړده چې دکڅوړې سر بايد تړلى وي ترڅوداوبوبخارات ترينه تير نشي ،کله چې کڅوړې يخي شوي اودتودوخې درجه يې د25 درجوپه شاوخواکښې راټيټه شوه ،دمرخيړي تخم (سپان) پکښې کرو،داسې چې تخم بايد دريو خواووته دکڅوړې واچول شي اودتخم اندازه عموما %10 وي اوياپه بل عبارت په هركيلوگرام واښوکښې 30-50 گرامه سپان اچووکه کڅوړي ډيرې غټي وي دواښودهري 10 سانتي متره طبقي دپاسه يوخط سپان اچول كيږي اودکڅوړو په هغوخواووکښې چې سپان ندى اچول شوى له 5 نه تر 6 سوري كيږي .
پورتنۍ طريقه دکمپوست جوړولودوردکوولايت دسيدآبادولسوالي د شش قلعه په نمايشي فارم کښې ترسره شوې ده په لاندي طريقې سره هم کولاى شو چې کمپوست جوړکړو:
دغنمويااوربشوياوريجوواښه اوياهم په رنده دلرگي تراش شوي نري نري پوستكي په اوبوکښې ديوې شپې لپاره په اوبوکښې اچووترڅوپه پوره ډول لامده شي ،وروسته يې له 2 نه تر 3 ساعته په څوښ شوواوبوکښې تعقيم (Pasteurize) کوواوهرډول لوښي چې مناسب وي پکښې تعقيم کولاى شو،دتعقيم دوخت اندازه له هغه وخته شروع كيږي کله چې اوبه په جوش راشي وروسته لدې نوموړي واښه په يوپاک پلاستيک كښې اچول كيږي ترڅوساړه شي داسې چې دلاس دشاپه لمس کولوسره دواښوڅخه گرمي محسوسه نشي وروسته لدې چې واښه ساړه شول د3 نه تر 5 فيصده سپان سره يې مخلوطوواوياپه بل عبارت دهرKg10 تعقيم شويوو واښوسره له 400 نه تر 500 گرامه سپان مخلوطوواوپه ښيښه يې کڅوړوکښې چې له45 نه تر50 سانتي متره قطر ولري د80 نه تر 150 سانتي متره په ارتفاع سره ډکوو اويوڅه اندازه فشار ورکووترڅو لندبل وساتي اووروسته لدې يې دکوټې په چت يافرش باندې ږدواووروسته لدې چې دواښوسطحه په پوره ډول دنريوسپينوتارونوپواسطه ونيول شي د20 نه تر 25 سانتي متره په فاصله د2 سانتي متره قطرپه اندازه سوري پکښې کوو.
په پورتنيودواړوطريقوکښې د20 نه تر 25 درجه دسانتي گريدکښې د18 نه تر 25 ورځي وروسته دکمپوست شاوخواسپين تارونه پيداكيږي اوپه وده پيل کوي .

دمناسب چاپيريال برابرول :
که څه هم اويستر مرخيړي له 16 نه تر 30 درجه دسانتي گراد پورې دتودوخې تغيېر زغملى شي خوبياهم ښه حاصل د20 نه تر25 درجودتودوخې کښې ورکوي ،څرنگه چې مخکې هم يادشول چې دکڅوړو دډکولو په وخت کښې دکمپوست لندبل بايدله 65 نه تر 75 فيصده پورې وي اودهغه داندازه کولوطريقه هم بيان شوه،همدارنگه دتوليدپه وخت کښې بايددکمپوست لندبل له%85 څخه کم نه وي اوددې کارلپاره کله چې مرخيړي په حاصل راشي  ،دکوټې فرش هره ورځ دوه يا درى ځله آبپاشي کوو،ښه به داوي چې جغل ياغټودانو   لرونكي د3 -6 انچ په ضخامت دکوټز په فرش واچول شي،همدارازپه کوټه کښې دگروپ يا څراغ (Lamp )بلول په خاصه توگه نيون چې دسپوږمۍ غوندې رڼاتوليدوي دحاصل په زياتولوکښې مرسته کولاى شي ،همدارنگه په کوټه کښې دجالي لرونکوکړكښېو شتون چې دلمړدمستقيمووړانگواودهوادتيزجريان مخه ونيولاى شي  ښه ده.

دتوليدپيل :
هرکله چې په کڅوړوکې سنجاق ته ورته جوړښتونه دمرخيړي جوړشول ،همدغه وخت دمرخيړي دتوليدپيل دي اوپه دغه وخت کې لومړى دکڅوړوسرونه دتړل شوي برخې نه لاندې دقيچي پواسطه ورځنې پرې کوواوبيادکڅوړودوه خواوې دقيچي پواسطه پريکوواوپلاستيک يې دبيخ لوري ته ښکته کوو په دې توگه دکمپوست په بشپړډول لغړ كيږي ، څرنگه چې دکمپوست په بربنډولوسره يې لندبل کميدلى شي نوپدې صورت کې دورځې دوه ځله يازيات اوبه دسپري (گرديادوړې)په شکل ورکولاى شوخودغه اوبه ورکول 48 ساعته مخکې  دمرخيړي دحاصل دټولولوڅخه بايدودريږي کله چې حاصل يې ټول شوداوبوورکولوته ادامه ورکوو.

دمرخيړي ټولول :
دنه رسيدلي اويستر مرخيړي خوله (Cap ) توروي اوکله چې شکولوته تيارشي نوسپين رنگ غوره کوي ،نوکله يې چې کوپله ياخوله سپينه شي ديوپاک چاقوپواسطه مرخيړي دتني دپاي څخه دسهاريامازديگر په وخت کښې پريکوواوپه يوپاک پتنوس اوياداسي نورو لوښو کښې يې اچوو داسې چې يودبل دپاسه پرز نوځي ،دغه لوښي په آزاده هواکښې سيوري ته دورځې دوه ځله سهاراومازديگر ږدو،کله چې ښه وچ شول اوماتيدونکى خاصيت يې پيداکړل په کاغذي کارتنوياقوطيوکښې يې په منظمه توگه دقطارپه شکل ږدواودقطارونوتر منځ يې يوشخ کاغذ ږدو،دقطيودپاسه منظم ليبلونه لگووچې په هغه کښې دمرخيړي دوديزياځايې اوعلمي نومونه ، دپروتين اندازه،منرالونه،ويټامينونه اوغذايې ارزښت بايدليکل شوى وي .
ديادونې وړده چې مرخيړي بايدپه پوره ډول وچ شي ځکه که دزيرمه کولوپه وخت كښې رطوبت ولري ددې امکان شته چې دمرخيړي انزايمونه بيافعاله شي اومضره فنگسونه پرې يرغل وکړي اوپه پاى كښې دمرخيړي دخرابيدوسبب شي ،همدارازکولاى شوچې مرخيړي له منفي18 نه تر 25 درجودتودوخې كښې په تازه ډول زيرمه کړوچې ددغه ډول مرخيړي كيفيت اوخوندتازه مرخيړي ته ورته وي .
همدا راز مرخيړي دکانسرو  په ډول په بوتلوكښې ساتلى شو،داسې چې دبوتل دوه  برخي دمرخيړي څخه ډکوواود2 نه تر3 دقيقوپورې يې په سرواوبوكښې ږدواو بيا وروسته يومحلول چې ديوليتر اوبو،15 گرامه مالگي اويوگرام دسركې تيزاب (سيتريک اسيد) يا دليمودجوهرڅخه جوړشوي دبوتل پاتې  دريمه برخه پرې ډکوواود25 دقيقولپاره يې دبخار په ديگ ياAutoclave كښې بخارورکوواوبيايې په سرواوبوكښې ږدو،په دغه طريقي سره مرخيړي ديونه تر دريوکالوپورې په خوندي توگه ساتلاى شو.

داويستراوشيتيک(Shiitake ) مرخيړيوکرنه دلرگيوپه کوندوباندې
1 ). ددغه ډول کرنې لپاره هغه لرگي چې له وني څخه تازه پرې شوي وي اودپريکولو يې له دريواونيوزيات وخت نه وي تيرشوى اودپانړيژو ونوله ډلې څخه وي اوقطريې د10 نه تر100 سانتي متره پورې وي اودزړواووچو ونوڅخه نه وي ځکه چې دنورومضره فنگسونواوبکتريا پواسطه ککړ وي ،چې په عمومي توگه دشيتيک مرخيړي لپاره دبلوط،ايلدراوتوس له ونو څخه اوداويسترمرخيړي لپاره دچنار،سپيداراوولې له ونوڅخه کاراخيستل كېږي .

2 ) دکرني لپاره دلرگي جوړول :
په لرگي كښې په دسپان دمخروط ياPlug په اندازه د15 سانتي متره په واټن يوله بل نه دبرمې پواسطه سوري کوو.

3 ) دسپان کرل :
هغه سوري چې دبرمې پواسطه موپه لرگي كښې کړي وو،سپان پكښې اچوودهر50 سانتي متري لرگي لپاره چې له 10 نه تر 15 سانتي متره قطرولري ،تقريبالس دانې سپان چې دپلگ په شکل وي کفايت کوي .

په مناسب ځاي كښې دتوليد لپاره دلرگيوكېښودل (Incubation ):
لرگي په لويوپلاستيكې کڅوړوكښې اچوواوسريې تړواوپه تياره ځاى كښې چې له 20 نه تر25 سانتي گرادپورې تودوخه ولري ږدو،لرگي له 4 نه تر 10 مياشتو وروسته دسپيني  مايسيلياپواسطه پوښل كېږي چې دغه دوخت اوږدوالى دمرخيړي په نوعي ،لرگي اودلرگي په اندازې پوري تړلى دي .
 
دتوليدپيل :
وروسته لدې چې لرگي دمايسيلياپواسطه په پوره ډول وپوښل شو،لرگي دکوټي څخه وباسو اودلمراودباد دمستقيم تماس څخه يې ژغورو،کله چې هوا لنده اودرجه دتودوخي د5 او20 درجه دسانتي گرادترمنځ وي دمرخيړي توليدپه خپل سر شروع کوي چې دغه پړاو دحاصل ورکولوهرکال له3 نه تر 5 ځله هرکال واقع كيږي اودحاصل ورکول هم له 5 نه تر 10کاله پوري دوام کوي ديادوونې وړده چې دمرخيړي لپاره لندبل اوتودوخه په مصنوعي ډول هم برابرولاي شو .

کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).