Shenban

په كندهاركښې دانارو دبوټو او مېوو روزنه ( لومړۍ برخه)

10.08.2008 06:25

په كندهاركښې دانارو دبوټو او مېوو روزنه

ليكوال: پوهيالى زمريالى (تڼى) دكندهار پوهنتون دكرهڼي پوهنځۍ دهارتيكلچر دڅانګې استاد

مخكنۍ خبرې


څرګنده ده چې دګران هيواد افغانستان طبعي شرايط دمختلفو كرهڼيزوبوټوپه ځانګړې توګه دمېوې لپاره خورا مساعددي او زيات شمېر بوټي په ښه كميت او كيفيت پكښې روزل كېږي. يو له هغو مېوو څخه چې لوړ كيفيت او اقتصادي ارزښت لري انار دي. انار دهغو پاڼه رژونكو مېووله ډلې څخه شمېرل كېږي چې دهيواد په سړو او ګرمو سيمو كښې يې روزنه تر سره كېداى شي، ځكه ګران هيواد په نړۍ كښې يواځنى هيواد دى چې دانارو مېوې دصادرولو په منظور وركښې ترروزنې لاندې نيول كېږي .
دپورتني هدف دترلاسه كولو لپاره دكندهار پوهنتون، كرهڼي پوهنځۍ دهارتيكلچر(Horticulture ) څانګې دغړو لخواضروري وګڼل شوه چې په كندهار كښې دانارودروزني تر عنوان لاندي علمي موضوع دپوهيالي له علمي رتبې څخه دپوهنيارۍ  رتبې ته دارتقاء لپاره زمريالي تڼي ته وسپارل شول.  لمړى خداى بخښلى استاد پوهاند ډاكتر نورګل (حمزه خېل) دلارښوداستادپه توګه دموضوع په اړه وټاكل شو. دهر اړخيزي همكارۍ څخه يې زياته مننه كوم، روح دې ښاد وي.
داچې وروسته په كندهار كې دانارو روزني دعلمي موضوع لپاره دقدر وړ استادپوهنوال غلام رسول (صمدي) دلارښود استاد په توګه را وپېژندل شو. دنوموړي دعالمانه لارښوونو څخه دزړه له كومي خوښي څرګندوم.
همدارنګه دكندهار پوهنتون علمي مرستيال او دكرهڼې پوهنڅۍ استاد پوهنمل انجينېر شاه محمود(بري) څخه زياته مننه كوم چې دموضوع په هره برخه كښې يې راسره هر اړخيزه علمي همكاري كړېده او همدارنګه دكندهار پوهنتون دطب پوهنځۍ دڅلورم ټولګي محصل داكتر آغاولي (نوري) ته دمنني مراتب څرګندوم چې دهمدې علمي اثر په كمپيوتري ليكنه كې يې راسره نه ستړېدونكې مرسته كړېده.

په درنښت
پوهيالى زمريالى (تڼى)
دكندهار پوهنتون دكرهڼي پوهنځۍ
دهارتيكلچر دڅانګي استاد


په كندهاركښې دانارو دبوټو او مېوو روزنه


سريزه:
دګران هيواد افغانستان داقتصاد په پياوړي كېدو كې زيات كرهڼيز بوټي په ځانګړې توګه مېوې خوراڅرګند ارزښت لري.
هرڅومره چې زموږكرهڼيز محصولات زيات وي، په همغه اندازه دخلكو نېكمرغي او دژوندسويه لوړه ځي. ګران هيواد پخپله غېږه كې زيات كرهڼيز نباتات روزلاى شي ، ځكه طبعي شرايط ورته مساعد دي.
يو دهغو بوټو څخه مېوې دي چې مختلف ډولونه يې دهيوادپه ټولو ولايتونو كي روزل كېداى شي چې عبارت له انګورو، انارو، زردالو، شفتالو، ځمكني توتانو، مڼو، بهي، زيتونو، توتانو، دسترس كورنۍ او نورو مېوو څخه دي.
داچې زما علمي موضوع په كندهار كې دانارودبوټواو مېوو روزني ته ځانګړې شوېده ، غواړم د مېوې پېژندني په هكله څه معلومات وړاندي كړم: دبوتاني دپوهي له مخې مېوه په تخم توليدوونكو نباتاتو كښې يو پوخ تخمدان دى چې تخمونه لري خو مېوه دخوړلو او استعمال له مخې هغه بوتانكي جوړښت دى چې ښه بوى، خونداو مزه ولري. په طبعي يا مصنوعي توګه پخوا له خوړلو خوږې شوي وي.
مېوه خوړيز اقتصادي او ورځنيز ارزښت لري چې پخپل تركيب كې اوبه، كاربوهايدرېت، پروتين ، غوړمواد(شحميات) ، عضوي تېزابونه ، پګمنتونه (صباغات)، ويټامينونه او منرالونه لري،ځكه دانسانانو په ژوند كې يې وخوړوته اړتيا ليدل كېږي.
دتېرو لسيزو دناخوالو په نتيجه كې زيات شمېر كروندګراو باغوانان هجرت كولو ته مجبورشول چې دا حالت دمېوو په روزلو او حاصلاتو وركولو ناوړه اغېزه وكړه ترڅو دمېوو كميت، كيفيت او حاصلاتو كې دپاملرني وړ كمښت رامنځته شو.
پوهېږو چې انسانان پخپل ژوندانه كې وخوړو ته اړتيالري همدارنګه معلومه ده چې دنفوسو دزياتوالي لپاره بايد هڅه وشي چې په يوه واحده ټوټه ځمكه كې په لوړه پيمانه خواړه توليد شي چې دهمدې مقصد لپاره دكرهنيز و بوټو ښه او مناسبه روزنه ده ترڅو دكميت او كيفيت لرونكي حاصلات تر لاسه كړو .
داچې دانارو مهم ډولونه په كندهاركي پيداكېږي چې هغه عبارت دي له سور شكري، سپين شكري، شين بې دانه او سور كندهاري څخه عبارت دي.  ځكه ضروري برېښي چې دروزني په هكله يې نوي او بشپړ معلومات ولرو پوهېږو چې انار دګران هيواد داقتصاديوه برخه ده كوم چې  تجارتي ارزښت لري او دنړۍ يواځينى هيواد دى چې دتجارت لپاره يې روزنه تر سره كېږي. برسېره پر اقتصادي او تجارتي ارزښت دخوړلو وړ او تاريخي ارزښت هم لري.

دانارو دروزنې هدفونه
بشپړ معلومات لرو چې دشلو كلونو څخه زيات ناورين په ګران هيواد افغانستان كې دزياتو ناخوالو سبب ګرځېدلى دى يو له هغو څخه دكرهنېزو بوټو و روزني ته نه پاملرنه ده چې په نتيجه كې دمېوو كميت ، كيفيت او تجارت له ګواښ سره مخامخ شو. داچې  دافغانستان طبعي شرايط دزياتو كرهنېزو بوټو دروزنې لپاره مساعد دي ، ځكه دهيواد په ټولو ولايتونو كې دمېوو مختلف ډولونه روزل كېداى شي. انار هغه مېوه ده چې دنړۍ دزياتو هيوادونو لپاره يواځې دافغانستان لخوا په تجارتي توګه روزل كېږي ، ځكه ضروري وبلل شوه چې د روزني او سمبالښت په هكله يې معلومات وړاندي كړو.
      پوهېږو چې نباتات دوه ډوله تكثر كوي : يويې زوجي او بل يې غير زوجي تكثر دى . په نړۍ كې ډېرې لږې مېوې لرونكي ونې د تخم په ذريعه تكثير كېږي ځكه مثمره وني دتخم دتكثير په اساس خپل نوعيت  نه وركوي. كه څه هم پخپله ګرده القاح شي البته پدې هكله استثنات هم موجود دي ځكه ځينې استوايي مېوې او زړي ( nuts ) لكه papaya ، cacao ، cashew ، coconut او coffee دتخم په ذريعه زياتوالى مومي او نوعيت يې هم له منځه نه ځي. تخمونه داكثرو نباتاتو په تكثير كې ډېر مهم دي او حتىٰ زيات شمېر مېوه لرونكي وني او ل له تخم څخه زرغونېږي او بيا مطلوبه پيوند پكښې صورت نيسي.
دانارو په روزنه كې برسېره پر تكثير نور مهم عاملونه هم بايد له نظره ونه غورځول شي. ترڅو خپلو (دوه) هدفونو ته ورسېږو چې هغه عبارت له عمومي هدفونو او اساسي هدفونو څخه دي:
الف: عمومي هدفونه: عبارت له هغو هدفونو څخه دي چې دانارو روزني لپاره د سيمي او علمي مآخذونو دمعلوماتو په راغونډولوسره ترلاسه كېږي:
• دانارو روزنې لپاره اقليمي شرايط
• دتخم ، قلمې، lairing  او پيوند په ذريعه دانارو تكثير
• واناروته خاوري، سره او مناسبه خړوبونه څرنګه صورت نيسي
• دانارو دمېوې sort او ساتنه كول
ب: اساسي هدفونه : له هغو هدفونو څخه عبارت دي چې برسېره دسيمو داوسېدونكو او علمي مآخذونو له معلوماتو څخه څېړنېزو هڅوته هم اړتيالري:
• په انارو كې دآفاتو او ناروغيو ستونزي په ځانګړې توګه دانارو دمېوې ورستېدل چې زيات اقتصادي تاوانونه رامنځته كوي.
• دانارو دبوټي سوځېدل
• په انارو كې د درزونو پيداكېدل
• دانارو شكول او ساتل
دپورتنيو هدفونو لاسته راوړلو لپاره دانارودبوټو او مېوې دروزني علمي موضوع ليكني ته اړتيا ليدل شوېده.

په كندهار كښې دانارو او مېوو روزنه
دانارو دتاريخچې په هكله څرګندوني:

انار په افغانستان كې درې زره كلن تاريخ لري. اوس هم دانارو وحشي ډولونه په غرونو او ليري پرتو سيمو كې پيداكېږي. انار دورېښمو دلاري دتجارت يوه برخه وه. افغاني انار دهندپه وچه كې ډېر شهرت لري. كوم انارچې دلومړي ځل لپاره دهغوى په هكله څه ليكل شوي هغه د كارتېج دسيمي انار دي چې زوړ نوم يې malum punicum وو. كارتېج د مڼو معني لري ، وروسته لدې بيا انار د pomum granatum په نوم چې دزړو لرونكو مڼو معني لري يا دكړل شو ترڅو لېنيس ورته دponica granatum.L علمي نوم وركړ چې لمړنى كوريې افغانستان او ايران بلل كېږي. ښايي له نوموړو هيوادونو څخه بيا دنړۍ نورو سيموته وړل شوي وي.
ويل كېږي چې په فلسطين كې هم دمېلاد څخه مخكې دانارو كرلو رواج درلوداو تقريباً دوه سوه كاله مخكې له مېلادڅخه انار چين ته وړل شوي دي.
دهاسپانيادګراناد په سيمه كې انار دgolden age د دورې يو سمبول بلل شويدى او دهاسپانيا نوموړي سيمې دانارو دمېوې له امله په نړۍ كي زيات شهرت لري . دانارو دونو كرهڼه او كښېنول له تېرو وختونو څخه په پراخه توګه په لاندينۍ سيمو كې ډېر زيات انكشاف او پرمختيا وكړه :
1. دهندوستان په ټولوبرخو او سيمو كې
2. دآسيا په جنوب شرقي او وچو سيمو كې
3. په ملايا كې
4. دافريقا په تودوسيمو كې يې پراختيا وموندله
داسې معلومېږي چې انار له هاسپانيا او فرانسې څخه په 1521 عيسوي كال و امريكا براعظم ته وړل شويدي. دانارو وني دلمړني ځل لپاره په 1769 عيسوي كال په كاليفورنيا كي ديوې ډلي مېشت هاسپانويانو له خوا چې هلته اوسېدل خلكوته ور وپېژندل او بيا وروسته له هغه په كاليفورنيا كې دانارو دمېوې حاصل دلاسته راوړلو لپاره هلي ځلي پيل شوې چې ورسره جوخت  داريزونا په وچو سيمواو برخو كې دانارو كرهڼه په پراخه اندازه سره وده او پراختيا وموندله او نن ورځ دنړۍ په يو زيات شمېر هيوادونو كې دنمونې په توګه پيداكېدلاى شي، خو افغانستان يواځينى هيواد دى چې انار پكښي په تجارتي ډول كرل كېږي.
دانارو نباتي ځانګړتياوي
څرنګه چې انار دpome مېوو غوندي مېوه ده بياهم لويي berry گڼل كېږي او دمېوې دتنې هره دانه يې دكوچني drop په نوم يادېږي.
اناروته په عمومي توګه داسې نومونه وركول شويدي:
1. انارpomegranate
2. هسپانوي ګرانادا Granada(Spanish)
ځكه په لومړۍ وختونو او زمانو كې انار دpunica granatum په نامه يادېدل
3. فرانسوي ګراناداGranada (French)
دانوع يا ډول يې punica proto-punic انار د myrtiflorae په آرډرد punicaceae په كورنۍ دpunica په جنس او دGranatum په نوع يا species پوري اړه لر ي.
انار په درې ډول تكثير كېږي:
1. ريښه (Root Propagation) په وحشي ډولونو كې
2. ګل او دانې (sexual propagation seed)
3. قلمه cutting propagation داډول تكثير مروج او په
كندهار كې يې ښه نتيجه وركړېده. دانارو دونو دكرنې او كښېنولو لپاره دتوافق وړچاپيريال او اقليم په لاندې ډول دي:
1. په طبعي ډول په هغو سيمو كې چې ژمى يې سوړ او اوړى يې تود وي.
2. په نيمه وچه سيمه كې چې اوبه ولري او هوا يې نيمه توده وي.
يواځي لندبل لرونكي مخالفه آب وهوادانارو دمېوې په جوړښت بده اغېزه كوي. كه چيرې دتودوخې درجه دفارنهايت له 12 درجو څخه ټيټه وي نو دانارو په ونو اومېوې باندي ډېره زياته منفي اغېزه اچوي چې له امله يې ونو او مېوې ته زيان اوړي.
 دانارو ونې په امريكا او دهغه په شمال او جنوب (يوتا) او واشنګټن ډي سي كې هم وده كوي خو دنيالګيو او دقلمو كښېنول په ډېره لږه اندازه رواج لري.
دانارو ونې دكرهڼېزو كانټينرونو په داخل كې  هم دهواسره ډېرښه توافق لري او په ځينو وختوكې دتودبستريعني green house څخه مېوه لاسته راځي.
دانارو ونې دجال په شان چارچاپېره خپله ونه احاطه كوي چې دونو قد يې 20-30 فټو پوري وده كولاى شي او په عمومي توګه 12-16 فټو لوړوالي پوري وده كوي. كه څه هم دانارو وني پاڼي ريژوي خو په ځينو سيمو كې پاڼي په ونو كې پاته كېږي. دانارود وني تنه په سور او نسواري پوستكوپټه شوې وي چې وروسته په خاورين (خاكي) رنګ باندي بدلېږي. شاخچې يې وچي ، نرۍ او پخپلو كې يې تاو او پېچ خوړلى وي چې په يوه غښتلي ميلان سره تر ځمكې لاندي ساقې يا ريښې څخه نوي لښتي (نودې) نېښ وهي. دانارو ونې اوږد عمر لري دمثال په توګه په اروپاكې ددوى عمر تر 200 كلونو څخه هم زيات وي خو تر 15 كلونو وروسته كه يې ښه روزنه او پالنه ونشي نو مخ په زوال كېږي.

دانارو اقتصادي او خوراكي ارزښت:
داچې دګران هيواد افغانستان اقليمي شرايط له يوې خوا دانارو روزلو لپاره په زړه پورې دي او له بلې خوا دانارو لمړنى كور بلل شويدى نو لدې كبله په نړۍ كې يواځنى هيواد دى چې انار په لويه تجارتي پيمانه اوس هم پكښي روزل كېږي او ځينې باندني هيوادونوته لكه: هند، پاكستان، دوبى، تاجكستان، ازبكستان او تركمنستان ته لېږل كېږي.
زموږ په ګران هيواد افغانستان كې دانارو مېوه دهغو مېوو له جملې څخه شمېرل كېږي چې ډېرښه شهرت لري چې دكندهار، تګاب، تاشقرغان، زابل(مېزان والسوالي) ، مقر(ګيلان)، ننګرهار(خوګياڼي) ، هلمند(نوزاد)،فراه، هرات او بلخ په ولايتونو كې روزل كېږي . دوروستيو دوو سيمو انار دژمي او پسرلي دسړې هوا دضرر دوېري سره هم مخامخ دي.
ديوې علمي څېړني له مخي په ټوله افغانستان كې دانارو 48 مختلف ډولونه روزل كېدل. له همدغي جملې څخه 12 نوعې په ننګرهار (خوګياڼي) كې ، 9 په كندهار، 6 په هلمند، 6 په تاشقرغان، 5 په تګاب، 4 په فراه، 3 په هرات او 3 په بلخ كي روزل كېده.
دانارو ټول ډولونه په يوه وخت كې پخېږي او دهغوى دپخوالي ترمابين دلسو ورځو دمودې توپير وي. د48 ډولونو دډلي څخه يواځې پنځه ډولونه انار لكه كډو انار په سمنګانو كې ، كاسګي په بلخ كې سور اوسپين شكري په كندهار او ګرمه په هلمندكې ژرپخېږي پاته 17 ډولونه ناوخته او نوريې د دواړو ترمابين پخېږي.
دافغانستان انارد مزې له مخې په درې ډوله دي چې عبارت دي له : خواږو، ميخوش او تروو څخه .
دافغانستان د48 ډوله انارو له جملې څخه 20 ډوله خواږه او لس ميخوش او 11 يې تروه دي.
انار دزړو دنرموالي او سختوالي له امله هم په درى ډول وېشل شويدي چي دشلو ډولونو خوږو انارو له جملې څخه يو ډول بې دانه شپږ يې نرم زړي او 13 نوريې سخت زړي دي. په همدې ترتيب د 17 ميخوش له جملې څخه 7 نرم زړي او 10 نور يې سخت زړي دي. د11 ډولو ترشو انارو له جملې څخه 4 نرم زړي او 7 نوريې سخت زړي دي. په دې اساس د48 مختلفو ډولونو له جملې څخه 17 ډوله نرم زړي 30 ډوله سخت زړي  او يو ډول يې بې دانه دى.
څرنګه چې زموږ علمي موضوع په كندهار كي دانارو دبوټو او مېوو روزنه ده ، نو ځكه غواړو چې دموضوع په هكله علمي معلومات وړاندي كړو:
دكندهار په اړونده والسواليو كې هغه ډول انار چې دارغنداب ، پنجوايي، ژړۍ ، سنځري، پاشمول ، ډنډاو نورو والسواليو كې تر روزني لاندې دي چې ديوې علمي پلټني له مخي يې ځيني خواص په (لمړى) جدول كې تشريح شويدي.

دكندهار ارغنداب والسوالۍ دكوچنۍ منارې دكلي باغوان عبدالواحد اكا په باغ كې د 1385 كال دسنبلې دمياشتي په لسمه د پنځه كيلو انارو څخه چې په يوه انار كې تقريباًًد440-510 پوري دانې لرلې او په يوه انار كې چې دپردو (membrane ) په واسطه جلاشويدي د9-11 پردې موجودې وي او همدارنګه د پنځه كيلو انارو څخه 3.3 كيلوګرامه خالص جوس جوړشو،  دmembrane تر مابين ددانو توپير شته چې دنمونې په ډول د3 ډولونو انارو ارقام په لاندې ډول دي:


پورتني درې دانې انار چې دپنځه كيلو سور كندهاري انارو څخه په نښه شوي وو هغه په دې ډول سره وه چې لوى، ميانه او كوچني جسامتونه يې درلودل. دلوى انار چې نسبتاً نورو دوو په نسبت لږ لوى وو دهغه دانې هم زياتي وې او هم غټي وې ، او به يې هم نسبتاً ډېرې درلودې او خوند يې هم خوږ ، رنګ يې سور وو.
دانارو دمېوې تركيب په عمومي توګه دكاربن، اكسېجن او هايدروجن څخه جوړدى چې يوقېمته قندونه لكه ګلوكوز، سلوز، ګلكتوز او نورماليكولي قندونه لري. ګلوكوزدانارو په ټولومېوو كې وجودلري چې دانرژي دتوليد له امله زيات ارزښت لري . په انارو كې پروتين هم شته او تارتاريك تېزاب چې دالكولودتېزاب يوه مهمه برخه ده دبېرنګه كرستلونو په ډول وجودلري دانارو په تېزابيت كې مهم تېزابونه دماليك اسيد ، اسكوربيك اسيد(ويتامين سي) ، ستريك اسيد او استاليك اسيد څخه عبارت دي.
دافغانستان انار په عمومي ډول په سلو كې 14-19 برخو پورې شكري مواد لري. خواږه ، بې دانه او كاغذي انار تر نورو ټولو انارو هم په باندني هيوادونو او هم په هيوادكې دننه ښه بازار لري او دميخوش دجملې څخه يوازي دكندهار او سمنګانو انار ښه خرڅلاو لري خو تروه انار نه دباندي او نه په هيواد كې دننه كوم تجارتي ارزښت لري. دانارو روزل دنورو مېوو تر روزلو زياتي ګټي لري. دانارو ونې ترنوروټولو مېوه لرونكو ونو څخه دتندي او خاوري لوړPH په مقابل كې زيات مقاومت لري، لږي ښاخه برۍ ته يې اړتيا ليدل كېږي .
ونې يې هر كال مېوه نيسي او مېوه يې په آسانۍ سره ساتل كېداى شي.
په نړۍ كې بل كوم هيواد له افغانستان سره په خارجي بازارونو كې دخرڅلاو لپاره رقابت نلري.
په طبابت كې دانارو د شربت او دانارو له دانې څخه زياته ګټه اخيستل كېږي او له پوستكي څخه يې دپخو رنګونو په جوړولو كې كار اخلي همدارنګه دانارو مربااو روب هم دخوړو په توګه استعمالېږي. د1344-1346 كلونو داحصايې له مخې داسې څرګندېږي چې په افغانستان كې دانارو حاصلات او دهغوى په واسطه دلاسته راغلو خارجي اسعارو پيمانه مخ په زياتېدووه او نوموړې مېوه دهيوادپه اقتصاد كې پوره ونډه لري.

په لنډه توګه ويلاى شو انار دافغانستان داقتصاد يوه برخه ده بايد په ښه توګه يې   روزلو ته پاملرنه وشي.
ځكه اړتياوليدل شوه چ ې په همدې هكله علمي معلومات دنوي او مفيدو مآخذونو او عملي سروې څخه ترتيب كړل شي.

په كندهار كي دانارو دمېوې او بوټو روزنه
زموږ ګران هيواد افغانستان دجغرافيايي موقعيت له نظره يو داسې هيواد دى چې دڅلورو خواوو څخه په وچه پوري نښتى دى ، كه څه هم بهر ته لاره نلري خو په نړۍ كې دآسياد براعظم دزړه په نوم يادېږي. افغانستان داستوىٰ دكرښې په داسې اړخ كې پروت دى چې دكال په څلورو فصلونو كې دشمال څخه تر جنوب او دلوېديځ څخه تر ختيځ ، همدارنګه دشمال ختيځ څخه تر لوېديځ او دسهيل ختيځ څخه تر لوېديځ پوري دبېلابېلو اقليمونو يو هيواد دى چې په سړو، تودو او معتدلو سيمو باندې وېشل شويدى ، ځكه راز راز پيداوار او ډول ډول مېوې داوبو او هوا په پرتله په څلورو فصلونو كې پيداكېږي چې په غلو دانو، حبوباتو او سبو برسېره مختلفي مېوې لكه: انار، انګور، مڼې، زردالو، بادام، شكرپاره، ناك، شفتالو، بهي او داسې نوردي چې دهيواد په دننه او بهر كې دخرڅلاو لپاره خپل مينه وال او ماركېټونه لري، او دامېوه لرونكي وني او باغو نه دډېرو كلونو په تېرېدوسره دراكړي وركړي په درشل كې ديوې سيمي څخه بلي سيمي ته رواج او پراختيا موندلې وه چې دهغوى دجملې څخه يې يو هم انار دى. ددې مېوې دنوم له بركته كومي سيمي چې انار پكښي روزل كېږي دزيات شهرت څخه برخه منددي.
مخكې مو يادونه وكړه چې انار دهيواد په مختلفو ولايتونو لكه : كندهار، تګاب، تاشقرغان، زابل، مقر(ګيلان)، ننګرهاراو هلمنددنوزاد په والسوالۍ كې روزل كېږي. كه څه هم دهيواد په ځينو نورو سيمو كې دانارو بوټي خال خال ترروزني لاندي دي خو دومره ديادوني وړ ندي. دپورته سيمو څخه دكندهار اړوند ځيني والسوالۍ لكه : ارغنداب، پنجوايي، ژړۍ او ډنډ والسوالي ډېرې مشهوري دي چې دانارو زيات جنسونه پكښې پيداكېږي خو سور كندهارى، سورشكري، سپين شكري او سوراو شينبودارغنداب په سيمه كې دزيات وخت راپدې خوا مروج دي، دخلكو او باغدارانو ډېره عمده او صادارتي قلم دى چې دډېرو كلونو راپدې خوايې له هندوستان او پاكستان سره تجارتي چاري ساتلي دي اوپه اوسني وخت كې يې ودوبۍ ته هم تجارت لارپرانستې ده. خو په دې وروستيو لسيزو كې دجنګ جګړو، وچكالۍ، بېكارۍ او لږي ځمكې له امله يې ځينو ځوانانو ونورو كارونوته مخه كړېده. دكندهار دارغنداب اوپه نورو والسواليو كې همدا اوس د5-7 ډولونو او جنسونو پورې دانارو وني او باغونه شته خو په زياته پيمانه سوركندهارى، سپين شكري او سوررنګه انارچې دكميت او كيفيت له نظره په سيمه كې ډېرښه شهرت لري.

سور كندهارى : داډول انار د 10-12 فټو پورې وده كړې، دمېوې وزن او غټوالى يې برابر او متوسط دى چې تقريباً تر 77 دانو پورې پكښې وجود لري. دبهرني ماركېټ لپاره يې زيات مينه وال پيداكړيدي. خوند يې خوږ وي او ښه حاصلات وركوي چې اوس دهيواد په زياتو سيمو كې تر ر وزني لاندې دي.

سپين شكري : دانارو دونې قد او شاخونه يې كوچني دي چې د1-2 متره پوري لوړېږي، دمېوې دپوست رنګ يې سپين ډوله وي ، خوند يې خوږ او سختي دانې لري، دمېوې وزن او غټوالى يې نسبت  سوركندهاري انار ته زيات دى. دخرڅلاوبازار يې په لږه اندازه سره وي.

سره انار: هغه انار دي چې دزيات وخت راپدې خوايې په كندهاركې روزنه او پالنه رواج لري ، دپوست رنګ يې سور او ددانو خوند يې خوږ وي چې دخرڅلاو ماركېټ يې په داخل اوخارج كې زيات ترسترګوكېږي.
بايديادونه وكړو چې دنورو حالاتو او شرايطو په نظركې نيولوسره وچكالۍ دكندهار په زياتو سيمو كې ډېره بده اغېزه شيندلې ده په ځانګړې توګه دانارو ونې وچې شوې او له مېنځه تللي دي. هڅي او كوښښونه په كار اچول شويدي ترڅو دباغدارۍ سيستم (دانارو روزنه) ته زياته او جدي پاملرنه وشي.

دانارو دباغ اقليم او خاوره
انار د حاره او نيمه حاره سيمو مېوه ګڼل شوېده او په متعدله سيمو كې هم په زړه پورې وده كولاى شي. دانارو باغونه د 41 درجو جنوبي او 41 درجو شمالي عرض البلد په منځ كي روزل كېږي ، دانارو وني په هغهو سيمو كې ښه او په زړه پوري وده كوي چې اوړى يې ګرم، اوږد،نسبتي لندبل يې لږاو ژمى يې سوړ وي. كومې سيمي چې په دوامداره ډول توده هوا او لږ لندبل ولري هم دانارو دروزلو لپاره غوره ښكاري. هر څومره چې داوړي تودوخه لوړه او موسم يې اوږد وي په همغه اندازه دانارو دمېوې پوستكى پېړ او ښه رنګ لري. داوړي لوړه تودوخه او ډېر لمر دانارو دمېوې دښه پخوالي، خوند، مزې او غوره رنګ سبب كېږي.
انارو دنړۍ په مختلفو سيمو كې دبحر له سطحي څخه ټيټ او دبحر له سطحي څخه د1333 مترو په لوړوالي پيداكېږي. په افغانستان كې انار د بحر له سطحي څخه د 700-1500 مترو په لوړوالي سره په تجارتي ډول روزل كېږي.
انار په حقيقت كې دښتي ونې دي چې دتندې په مقابل كې تر نورو مېوه نيونكو ونو زيات مقاومت لري ، لدې كبله دنوموړي مېوې روزل تر ځينو نورو مېوو ډېره ګټه لري او بايد دافغانستان په هغو سيمو كې ورڅخه استفاده وشي چې داوبو دكموالي په نسبت يې دنورو مېوو دروزلو امكان كم وي. دنړۍ هغه سيمي چې ډېر طبعي باران لري ، انار يې ډېر نازك او نرم وي او ښه جنسيت نلري چې ددې كبله تر ډېره پوري نشي ساتل كېدلاى. دانارو په روزلو كې دهوا تودوخه ترنورو ټولو عواملو زيات رول لري دمثال په ډول: په ژمي كې دانارو وني دسانتي ګراد له -14 درجو څخه په ټيټه سړه هوا كې نشي روزل كېدلاى او سانتي ګراد له
 - 20  درجو سړې هوا په واسطه ښايي دانارو ونې بالكل له منځه ولاړي شي.
دانارو ونې په ډېره كمه اندازه سړې هواته ضرورت لري ترڅو چې په پسرلي كې بيا غوټۍ وسپړي او مېوه ونيسي. دافغانستان آب وهوا دهر ډول مېوو دروزلو په تېره بيا دانارو دروزلو لپاره خورا مناسبه او په زړه پورې ده. دانارو ونې په هر ډول خاوره كې وده كولاى شي او تر نورو ټولو مېوو دخاورې دلوړ PH په مقابل كې زيات مقاومت لري.
كه چيرې دانارو ونې په شګلنو خاورو كې وكرل شي، نو دمېوې حاصل به يې لږ او دمېوې رنګ او جنسيت به يې خراب وي. هغه مټيني خاوري چې داوبو جريان پكښې په آسانۍ سره لار موندلاى شي دانارو دډېر حاصل او دمېوې دښه جنسيت سبب كېږي.

دانارو دباغ دځاى انتخابول:
پخوا مو وويل چې دژمي سړه هوا يواځنى عامل دى چې دانارو په روزلو كې ستر رول لري يعني: په كومو سيمو كې چې په ژمي كې تودوخه دسانتي ګراد -14 درجو ته رسېږي هلته دانارو باغونه نشي روزل كېدلاى دانارو وني دژمي په وخت كې په كمه اندازه سړې هوا (دسانتي ګراد 7 درجي سړه هوا) ته ضرورت لري ترڅو بيا په پسرلي كې غوټۍ وسپړي او مېوه توليد كړي نو لدې كبله بايد دانارو ونې په داسي سيمه كې ونه كرل شي چيرته چې په ژمي كې هيڅ سړه هوا وجودنلري.

دانارو دباغ كرل:
انارهم په زوجي او هم په غير زوجي توګه زياتېدلاى شي. په كندهار كې انار دقلمې ( يو كلني نودې) په واسطه زياتېږي، په ځيني سيمو كې دlayering په واسطه هم دانارو زياتيدل رواج لري.
دانارو دقلمو دغوڅولو وخت له مني څخه (كله چې وني پاڼې توي كړي) دهغوى دګل كولو تر وخت پورې امكان لري.
كه چيري وغواړو چې په مني كې دانارو قلمې غوڅي كړو نو بايد دتېر شوي اوړي له لښتو څخه د25cm په اوږدوالي سره قلمې جوړې شي او بيا نوموړې قلمې تر پسرلي پورې په لندو شګو كې پټي وساتل شي.
كه چيرې په مني كې دانارو قلمې جوړي نشي نو بايد بيا په پسرلي كې مخكې لدې چې دانارو ونې په وده شروع وكړي له يو كلنۍ لښتو څخه جوړي شي.
دانارو دقلمو دكرلو لپاره لمړى بايد ځمكه څوځلي قلبه او لوټي يې ماتي شي او بيا د 25cm په اندازه دونو ترمنځ او 40cm په اندازه دقطارونو ترمنځ په مسافه قلمې داسې وكرل شي چې دقلمو يوه يا دوې زخي (پندكونه) دځمكي دسطحي څخه لوړپاته شي.
له كرلو څخه بايد قلموته ژر ژر اوبه وركړل شي ، يو كال يا دوه كاله وروسته چې نوموړي قلمې ريښې وكړي بايد بيا  بزغلى داسې وايستل شي چې د بزغلي ډېرې ريښې ضايع نشي او دهغوى دانتقال په وخت كې هم ډېر پام وشي چې دنوموړو بزغليو ريښې وچې نشي.
دكندهار په ارغنداب ولسوالي كې دانارو باغونه دمربع په ډول كرل كېږي يعني دونو او دونو دقطارونو تر منځ فاصله سره مساوي وي.
پاته دې نه وي چې تراوسه پورې په نړۍ كې دانارو لپاره هيڅ ډول نيله بوټى ندى استعمال شوى او په افغانستان كې هم رواج نلري.

دانارو دباغ دخاوري ساتنه:
په كندهار كې دانارو باغونه دپټيو يعني د ډنډولو په ډول خړوبېږي چې له دې كبله دخړوبولو او يادباران داوبو په واسطه دباغ دخاورو بې ځايه كېدل  دومره له خطر سره نه مخامخ كېږي.
دكندهار دانارو باغونه په كال كې يوځل (په مني كې دپاڼودتوييدو څخه وروسته او بيا په پسرلي كې دانارو دودې دشروع كېدو څخه پخوا) دبېل پواسطه اړول كېږي. په مني كې دانارودباغونو اړول دپسرلي په نسبت ډېره ګټه لري ځكه چې په دې ډول دانارو توى شوي پاڼي تر خاورو لاندې شوي او تر پسرلي پوري خوسا كېږي او په دې ترتيب دباغ دخاوري عضوي موادزياتېږي.

دانارو شاخبري:
دانارو ونې ترنورو ټولو مېوه نيونكو ونو څخه لږې شاخبري ته اړه لري. دانارو ګلان او مېوه دمنډوكو او يا نودو په څوكو يا څنګونو كې په ځانګړي يا دغونچي په ډول دپروسږنى او يا سږني ودي پواسطه توليدېږي. دانارو ځيني قسمونه ( په عمومي ډول ترش) دخاوري دسطحي څخه له كښته برخي څخه يو زيات شمېر بچكي زرغونوي چې دانارو دتنې او پورته برخې ترمنځ توپير له منځه وړي او ونې ته يو ببر شكل وركوي.
په كندهار كې دانارو ونې له يوې څخه زياتي تنې لري، دخوږو انارو وني له دوو څخه تر څلورو او دتروو انارو وني دڅلورو څخه زياتي تنې لري. په عمومي توګه دكندهار دانارو هره ونه څوتنې لري چې ديوې وني هره تنه له يوې جلا قلمې څخه په لاس راځي يعني دانارو دقلمو دكرلو په وخت كې ديوې قلمې پر ځاى له 2-4 قلمو پوري يو ځاى كرل كېږي چې پدې اساس نوموړي ټولي قلمې يواځي دانارو يوه ونه تشكيلوي. كله كله ښايي يوه قلمه دوې تنې هم تشكيلي كړي.
څرنګه چې له يوې خوا اناركوچنۍ ونې بلل كېږي او له بله خوادانارو دونو په منځنۍ برخو كې مېوه نه توليدېږي نو لدې كبله ښايي په ځانګړې توګه يوه تنه دانارو دتنو روزل دومره ګټه ونلري او بايد دهغې پرځاى يوه ونه دڅوتنو په ډول وروزل شي.
 په انارو كې دځمكې لاندې او دځمكې دسطحي برابر ځايو څخه دنوي بچكيو زرغونېدل ډېر عموميت لري او دنوموړ بچكيو زرغونېدل دونې دعمر ترپايه پوري دوام پيداكوي نو لدې كبله بايد هر كال دژمي په وخت كې دداسي بچكيو زر غونېدلو ته پام وشي او دهغوى يو ټاكلى شمېر دونو دتنو لپاره ترروزنې لاندي ونيول شي او اضافه يې له بېخه غوڅ شي. دانارو دونو دكرولو په وخت كې بايد كوشش وشي چې ديوې ونې دتنې لپاره دنودو (يو كلنه يادوه كلنه وده) شمېر وټاكل شي او دهغوى څخه ځمكي ته ډېر نژدې بچكي او منډوكي غوڅ شي خو دانارو دونو لمړۍ نودې او څانګي بايد هيڅكله له څوكو څخه لنډي نشي، كله چې ديوې ونې دتنې لپاره نودې انتخاب شوې بياوروسته له هغې بايد هيڅكله نوي زرغونه شوي بچكي پرې نښودل شي چې دنوموړوونو له تنو او يا دځمكي له لاندې برخو يا دځمكي سطحي ته له نژدې برخو څخه زرغون شي.
دانارو ونې له دوو څخه تر پنځو كلونو په موده كې مېوه نيسي او دهغوى دمېوې دتوليدېدو وخت له شلو څخه تر دېرشو كلونو پوري دوام لري. كله چې دانارو دونې يوه تنه په نيمايي برخه كې دكوم عامل په واسطه له منځه لاړه شي نو دهغې تنې له پاته شوي برخې څخه يو زيات شمېر بچكي او نودې زرغونېږي چې پداسي حال كې بايد كوشش وشي چې يوازي يوه نوده دتنې لپاره انتخاب شي او نورې ټولي له منځه يووړل شي. څرنګه چې دلمر په واسطه دانارو دمېوې سوځېدل لوى مشكلات گڼل كېږي نو بايد دشاخبري پواسطه دانارو ونې دومره لغړي نشي چې مېوه يې لمر وسوځوي.

دانارو باغ ته سره وركول:
دانارو باغونو ته دسرې ور كولو په هكله زموږ معلومات خورا محدود دي ، دكندهار په ځينو سيمو كې دانارو باغونو ته دپسرلي په وخت كې دغوايانو سره وركوي، پدې ترتيب چې لمړى له غوايانو سره دانارو دځمكي په سطحه شيندي او بيا ټول باغ دبېل پواسطه اړوي. تراوسه پورې زموږپه هيواد كې دانارو ونو ته دكېمياوي سري وركول رواج نلري.

دانارو دباغ خړوبول:
دانارو ونې دنورو مېوه لرونكو ونو په پرتله دتندي په مقابل كې ډېر مقاومت لري خو ددې لپاره چې دانارو ونې په كافي اندازه مېوه ونيسي نو دشفتالو او زردالو له ونو داوبو دضرورت په اندازه خړوبولوته اړه لري.
په كندهار كې دانارو باغونه دپټيو يا ډنډونو په ډول خړوبېږي : پدې ترتيب چې لمړى دانارو دونو دقطارونو په برابر پولي جوړېږي او دونو ترمنځ ساحه ديو پټي شكل غوره كوي وروسته بيا په نوموړو پټيو باندې اوبه ورپرېږدي ترڅو چې دپولو تر نيمايي پور ي په هر پټي كې اوبه ډنډ شي. سره ددې چې دانارو ونې دتندي په مقابل كې زيات مقاومت لر ي خو دمېوې چاودېدل هم دنوموړي مېوې دمهمو مشكلاتو څخه ګڼل كېږي. دانارو دمېوې دچاودېدلو اصلي او ټول علتونه ندې څرګند، خو بياهم داوبو كموالى دهغو په چاودېدلو كې ستره برخه لري. كه چيرې مېوه دپخوالي مرحلې ته نژدې شوې وي او دانارو ونې ډېري تږي شي او بيا ورو سته له هغې باران پرې وشي او يا نوموړي ونې خړوبي شي، دانارو دمېوو دچاودېدو سبب كېږي نو لدې كبله بايد كوښښ وشي چې دانارو ونې يو ځلي ډېرې تږي نشي.
په كندهار كې دانارو باغونه ديوه كال په موده كې له 6-8 پورې خړوبېږي. ځيني باغوانان چې خپل باغونه په مني كې پاى بېل كولاى نشي نو دونو دپاڼو دتويېدو څخه وروسته دانارو باغونه خړوبوي ، ددې خړوبېدو مقصد دادى چې دانارو پاڼي ژر خوسا شي ترڅو چې دباغ دخاوري عضوي مواد زيات شي .

دانارو ونې او سړه هوا:
دمني او ژمي سړه هوا دانارو دونو په روزنه كې دپسرلي دسړې هوا څخه ډېر اهميت لري ځكه چې دانارو ونې دژمي په ډېره سړه هوا (دسانتي ګراد-16 درجو) كې په آسانۍ سره ژوند نشي كولاى ، خو په پسرلي كې دانارو ونې ډېر وروسته غوټۍ سپړي چې تر هغې پورې دانارو په سيمو كې دسړې هوا دخطر امكان له منځه تللى وي .
دمني دسړې هوا دضرر دمخنيوي لپاره بايد دانارو ونې دمني دوروستۍ ودې څخه وژغورل شي يعني: نايتروجن لرونكي سري بايد داوړي پا آخر كې باغ ته ورنكړل شي او په همدې ترتيب بايد كوشش وشي چې دانارو باغونه داوړي په وروستيو وختو كې ډېر تږي نشي ځكه چې كه نومړي تږي باغونه په نوموړي وخت كې يا داوبو او يا دباران پواسطه خړوبه شي يو دونو دتازه ودي سبب كېږي. داتازه وده دمني تر آخر وخت پوري دوام پيداكوي چې شايد داسې ونې دمني دسړې هوا پواسطه له منځه لاړي شي.
دژمي دسړې هوا دضرر  دمخنيوي لپاره بايد كوشش وشي چې دانارو باغونه پداسې سيمه كې ونه كرل شي چيري چې په ژمي كې هوا ډېره سړه وي.

دانارو دګل دپندكونوتوليديدل او انكشاف:
په عمومي توګه دانارو مېوه نيونكي ونې په مني كې خپلې پاڼي رژوي خو اناروه شته چې دهغوى ونې دهمېشه لپاره شنې پاته كېږي ، برسېره پر مېوه نيولو دانارو ځيني قسمونه دزينتي ونو په څير هم استعمالېږي.
دانارو دګل دپندكونو دتوليدېدو وخت دهغوى په قسم پورې اړه لري. دانارو ټول هغه قسمونه چې په مني كې پاڼي رژوي او مېوې توليدوي په يوه كال كي يواځې يو ځل ګلان نيسي چې دكندهار دانارو په سيمو كې دثور دمياشتي له نيمايي څخه دهغوى دګلانو غوړېدل شروع كېږي.
دپورتني بيان څخه په ښكاره ډول څرګندېږي چې دانارو ګل دپندكونو دتوليدېدو وخت دانارو په قسم پورې اړه لري خو دهغوى دپندكونو دتوليدېدو او انكشاف مرحلې سره ډېري نژدې والى لري.

ګرده آفشاني، القاح او مېوه نيول:
دډېرو انارو ګلان دښځينه يتوب او نارينه توب له امله په دريو حالتونو كې ليدل كېږي: چې يو يې مذكر ګل، بل يې مكمل ګل او دريم يې دمذكر او مكمل ګل ترمنځ حالت دى.
په مذكر يا په نر ګل كې دمذكر آلو په ښه ډول انكشاف كړى وي خو دتخمدان ګردنه  پكښې په ډېر ابتدايي شكل پاته شوى وي په يو مكمل ګل كې دتذكير او تانيث آلو دواړو په ښه توګه انكشاف كړى وي او دمنځني حالت ګلانو دنر او ښځو ګلانو ترمنځ حالت غوره كړى وي.
دپاڼه رېزو او مېوه نيوونكو انارو قسمونه په سلو كې له پنځه ويشت څخه تر څلور پنځوسو برخو پورې مكمل ګلان لري چې دګل كولو دموسم په لمړيو وختو كې دنوموړي قسم ګلانو شمېر زيات وي او بيا وروسته دموسم په تېرېدو سره دهغوى شمېر كمېږي.
دځينو څېړنو څخه داسې څرګندېږي چې دثور په مياشت كې دانارو ډېر ګلان دماسپښين ديوې بجې څخه تر دوو بجو پورې او دجوزا په مياشت كې د سهار له يوولسو څخه تر دوولسو بجو پورې غوړېږي.
دانارو دګلانوپه غوړېدو باندي دمحيط تودوخه هم تاثير لري.
دانارو ګرده په عمومي توګه په ټولو قسمونو كې خورا ښه القاح كوونكې (fertile ) ده او دشنه كېدو په وسط(media ) كې چې په سلو كې 12.5 برخي شكره ولري په آسانۍ سره شنه كېږي. دانارو دګل په يوه انتر كې په منځني ډول د 16-23 پورې دګردو دانې شته دي. دانارو دګل دالقاح لپاره مناسبه او ډېره په زړه پورې دچاپيريال تودوخه دسانتي ګراد د20-25 درجو پوري رسېږي.
دانارو سټګما دګردې له تيتېدو څخه يوه ورځ پخوا پخوالي ته رسېږي او دګردې دتيتېدو تر دوهمي ورځې پورې په همدې ډول پاته كېږي خو وروسته له دې دګردې داخيستلو لپاره قدرت كمېږي او په دې اساس دګردې دتيتېدو ددريمي ورځي څخه وروسته بيا سټګما هيڅ ګرده نشي زرغونولاى.
 په انارو كې هم ځانګړې ګرده آفشاني (self pollination ) او هم ګډه ګرده آفشاني (cross pollination ) عموميت لري خو دګډي ګرده آفشانۍ په واسطه دانارو دمېوې نيول زياتېږي.
دپاڼه رېزو انارو په قسمونو كې دمېوې نيول په سلو له پنځو څخه تر اووېشتو برخو پورې او دزړو(تخمونو) توليدېدل په سلوكې 26-43 برخو پورې رسېږي. پرته له double flower انارو څخه چې دكروموزومو شمېر يې 18 جوړې دى نور ټول قسمونه 16 جوړې كروموزومونه لري. په انارو كې ځيني tetra ploid هم شته چې ګرده يې 85% برخې خنثٰى ده او دانارو دنسل ګيري لپاره خورا گټور ښكاري. هغه قسم انار چي tetra ploid كروموزوم لري دهغوى دپاڼو منفذونه(stomata ) او ګردې ډېري غټي او لويي دي.
دكندهار دانارو ګلان له 4-8 ګلملي پاڼي او ګلپاڼي لري خو دهندوستانو دdouble flower قسم زينتي انارو ګلان دننه په هر ګل كې نور ګلان لري.
دانارو په ګلانو كې ځيني غير نورمال ګلان هم ليدل كېږي دمثال په ډول : ځيني ګلان هيڅ ګلملي پاڼي نلري او په ځينو نورو كې ديوې سټګما پر ځاى پنځه سټګما توليدېږي.

دانارو دمېوې ړنګي كول:
دانارو دمېوې د ړنګي كولو په باره كې زموږ معلومات باالكل لږ دى او دنړۍ په نورو هيوادو او يا په افغانستان كېتر اوسه پورې پدې هكله هيڅ ډول پلټني ندي شوي.
دخوږو انارو قسمونه په طبعي ډول په لږه پيمانه انار نيسي چې ښايي داقسم انار دومره دمېوې ړنګي كولوته حاجت پيدا نكړي. دانارو ځيني ترش قسمونه دخوږو انارو په پرتله ډېر انار نيسي چې ښايي دهغوى دمېوې رنګي كول دنورو انارو دمېوې جنسيت اصلاح كړاى شي. 
لكه دنورو مېوو په شان دانارو ونې هم يو زيات شمېر ګلان دهغوى دتوليدېدو په وخت كې له لاسه وركوي چې البته داهم پخپل ذات كې دانارو دمېوې يوډول ړنګي كېدل دي چې ښايي دپاته شوي مېوې جنسيت اصلاح كړي.
دانارو دګل تخمدان inferior دى چې دګلملو پاڼو په تل كې پټ او په نورمال ډول يوه ګردنه او سټګما لري دانارو تخمدان له 7-15 پورې (carpels ) لري چې دمېوې په دوه برخو (لاندني او داخلي برخه، خارجي او پورتنۍ برخه)  كې موقعيت لري.
دمېوې لاندني داخلي برخه ( چې دانارو دمېوې دبېخ خواته واقع ده) درې كارپلونه او خارجي پورتنۍ برخه ( چې دانارو دمېوې دخولې خواه واقع ده) له شپږو څخه تر دوولسو پورې كارپلونه لري. دانارو دمېوې پوستكى pericarp چې د ګلملو پاڼو دنل ددېوال څخه تشكيلېږي خورا سخت او مختلف رنګونه لكه پيكه زېړ، ګلابي ، شين، نسواري، سور او داسې نور غوره كوي. دانارو دمېوې هر كارپل يو زيات شمېر بېري ډوله مېوې لري چې دانارو دمېوې خوړونكې برخه تشكيلوي او ديوې نازكې پردې پواسطه پوښ شويوي، هغه برخې پوري چې دانارو دمېوې خوړونكي دانې نښتي وي هغې دانارو دمېوې داخلي پوستكى  ( pulp ) او يا rag پنامه يادېږي.
دانارو دمېوې خارجي او داخلي پوستكى او دخوړونكي برخې نوې پرده درې واړه په زياته پيمانه دtannin مركبات لري چې له همدې كبله دانارو دمېوې نوموړي برخي ترخه مزه لري.

د دوهمې برخې لپاره په لاندې لينك كليك وكړۍ 
 http://www.tolafghan.com/petawona/index.php?action=detail&post_id=5803&b_id=19

 

http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ

کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).