Shenban

جتروفا ( Bio Diesel )

02.08.2009 16:36

جتروفا

هغه بوټي چي ډيزل توليدوي

Bio Diesel

 

ليكوال: عزت الله نوري

                                                                           د كندز ولايت ۲۰۰۹ كال

Jatropha

Jatropha

Spicy jatropha (Jatropha integerrima)

Scientific classification

Kingdom:

Plantae

Division:

Magnoliophyta

Class:

Magnoliopsida

Order:

Malpighiales

Family:

Euphorbiaceae

Subfamily:

Crotonoideae

Tribe:

Jatropheae

Genus:

Jatropha

 

نوعي

تقريبا 175  نوعې لری

 

مقــدمه:

مونږ په دي پوهيږو چي انرژي د نړي د ملي امنيت لپاره يوه موضوع ګرځيدلي ، او د نړي ډير مخ پر ودي هيوادونه د تيلو په واردولو لوړ قيمت ادا كوي.په اوسني وخت كي د يوه بيرل خامو تيلو قيمت په نړيوال بازار كي 100 امر يكايي ډالره كيږي او دا كيداي شي چي په راتلونكو دوو كلونو كي 150 امريكايي ډالرو ته لوړ شي.

د ډيرو هيوادنو لپاره دا يو ورځني  سوال او هڅه ده چي د انرژي استقلال تر لاسه كړي او له دي امله د Bio Diesel  پروګرام په ډيرو مخ پر ودي هيوادونو كي په كار اچول شوي دي.

د Bio Diesel نړيوال l پروګرام په مخ روان دي اود Bio Diesel نړيوال ماركيت دا تخمين كوي چي په 2016 كال كي به  د   Bio Diesel  توليد 37 بيليونه ګلنو ته ورسيږي ، يعني په كال كي 47% زياتوالي ښيي.

د Bio Diesel  توليد د لاندي چلنجونو لپاره ځواب دي:

  1.  د خامو تيلو د لوړ قيمت سره رقابت كړل
  2. هغه هيوادونه چي تيل واردوي  دهغوي تړاو د انرژي له امله  په نورو هيوادونو كم كړي ، او يا د ځينو هيوادونو لپاره چي و كوالاي شي د  انرژي په منبع كي تنوع راولي.
  3. د ګرمو هيوادونو لپاره يو چانس  دي چي د هغوي اقتصاد د جتروفا د تيلو په توليد انكشاف ومومي ، او د نړيوال انرژي يه ماركيت كي رقابت منځ ته راولي
  4. په مخ پر ودي هيوادونو كي د انرژي د اړتيا وو پوره كول  او هغوي ته انكشاف وركول.
  5. د كاربن داي اكسايد د ګازونو كمول او د اقليمي تغيراتو د مخنيوي يو ه هڅه.

 

                       د جتروفا نهالي                                                   مكمل بوټي

د انرژي بديله منبع:

د نړي صنعتي كيدلو د انرژي د ذخايرو د كمښت سره مخامخ كړي يو او د خرما يا سويابينو د خامو تيلو  توليد قيمتونه  په نړيواله كچه اوچت كړي دي او بل دا چي هغه بوټي چي بايد د غذا په هدف كرل كيږي د هغه څخه د تيلو د توليد په هدف ګټه اخيستل كيږي. خو بيا هم داسي يو غير غذايي بوټي شتون لري چي په اسانه د محيط او خاوري سره توافق تر لاسه كوي ، لوړ حاصل منځ ته راوړي  او د چاپيريال په ساتلو كي مرسته كوي ،  چي هغه جتروفا دي.

دجتروفا بوتاني :

Jatropha Curcus يوه كوچني ونه (Tall Bush) دي، چي د Euphorbia iatrus   په كورني پوري اړه لري. د Jatropha نوم له پخواني يوناني د Jatus  له كلمي څخه چي په معني دډاكټر ، او Trophe چي په معني د غذا ده اخيستل شوي. جتروفا دPurging Nut, Big Purging Nut, American Purging Nut اوBlack Vomit Nut په عمده نمونو هم پيژندل كيږي همدارنګه جتروفا د صحرا د طلا په نامه هم شهرت پيدا كړي.

Jatropha په امريكا په مكسيكو پوري اړه لري او تفريبا د نړي په ټولو ګرمو سيمو (Tropical) او نيمه ګرمو سيمو (Sub Tropical) كي پيدا كيږي. ددي بوټي ونه تر6  مترو رسيږي چي د تيت شاخونو درلودونكي ده همدارنګه د شيدو ته ورته يا ژيړ نيكريځو ته ورته ماده تر شح كوي.

پاڼي يي برګريزه (Deciduous) دي، په متناوب شكل خو ګڼي دي ، زړه ته ورته شكل لري او څوكه يي تيره ده.

 دا ونه نارينه او ښځينه  ګلان  توليدوي چي نارينه ګلان يي د لسو ستامين درلودونكي دي، او ښځينه ګلان يي په ځانګړي ډول منځ ته راځي.

دجتروفا د  ميوي په تخم كي د سوځيدو وړ تيلو(Combustible oil)  ډيري  پيماني ( د وزن په اساس له ۳۰% څخه ډير ) درلودونكي ده. دا بوټي يو بي مثاله بوټي دي چي كولاي شي تيل، سره او د كارخانو لپاره خام مواد منځ ته راوړي.

د جتروفا بوټي د تيلو د توليد تر څنګ په پراخه پيمانه د طبي ملحوظاتو لپاره كرل كيږي  ددي بوټي بيلابيلي برخي طبي  ارزښت لري، ددي پوست دي تانين درلودونكي دي، د جتروفا ګلان د شاتو مچي جلبوي نو له دي كبله د شاتو د توليد قدرت لري.د جتروفا بوټي د نورو ونو په شان له اتموسفير څخه د كاربن داي اكسايد لري كوي او د بو ټي په انساجو كي ذخيره كوي، چي په دي ډول د خاوري د كاربن په ذخيره او جوړولو كي مرسته كوي.

تقريبا د جتروفا د ميوي دريمه برخه انرژي د تيلو په بڼه لاس ته راځي، چي هغه د ډيزل تيلو په شان ارزښت لري، او دا تيل كيداي شي چي په مستقيم ډول په ډيزلي ماشينونو كي و كارول شي. او ددي تيلو څخه استفاده په جاپيريال كي د Green Houses  ګازونو په كموالي كي هم مرسته كوي.

ددي تر څنګ چي جتروفا تيل توليدوي، له دي بوټي څخه صابون، شمع، د سر د غوړولو تيل او دوا هم لاس ته راتلي شي.

د جتروفا له ميوي څخه د ميوي مغز، د ميوي تخم لاس ته راځي، چي د ميوي  مغز د نايتروجن ، فاسفورس او پوتاشيم درلودونكي دي چي د سري په ډول د هغه څخه كار اخيستل كيږي او د بوټي د غذايي موادو د يوي ښي منبع په توګه  له هغه څخه كار اخيستل كيږي.

جتروفا كيداي شي چي په كم اورښته سيمو كي و كرل شي او ډير ژر توافق تر لاسه كړي، دا بوټي د وچكالي سره مقاومت لري او كولاي شي له منځه تللي سيمي دوباره ژوندي كړي.جتروفا كولاي شي چي د يوي ژوندي كټاري په ډول د باغونو په اطرافو كي وكرل شي. جتروفا چي كله وكرل شي، كولاي شي د ۴۵-۵۰ كلونو پوري ميوه توليد كړي.

دا بوټي د خاوري ډول نه غواړي، د كرلو د سيستم غوښتنه نه كوي، او په هغه ځمكو كي چي د كرلو لپاره مناسبي نه دي ، كرل كيداي شي او په هغه ځمكو كي چي لږ حاصله وي (Alkaline soils) توافق كوي، او ښه حاصل هغه وخت لاس ته راځي كله چي د جتروفا خاورو ته يوه كمه اندازه سره چي  كلسيم، مګنيزيم او سلفر ولري ، واچول شي.

 

د جتروفا نوعي Species:

Jatropha Cuneata (Limberbush): ددي نوعي له ساقو څخه د ټوكريو په جوړولو كي كار اخيستل كيږي.

Jatropha Curcas (Physic Nut): دا نوعه د نه خوړلو وړ تيل (Non-Edible) توليدوي، چي له هغه څخه د شمعي، صابون او همدارنګه د Bio Diesel   په جوړولو كي كار اخيستل كيږي، ددي تخم څخه مخكي له پريس كولو څخه د ماشين په وسيله پوست لري كيږي، او د هغه پوست كيداي شي چي په Gasifire كي واچول شي او له هغه څخه د پخلي او رڼايي په هدف ګاز توليد شي.

Jatropha Gossypifolia (Bellyache Bush): ددي نوعي تخم او شني برخي د انسان او حيوان لپاره زهري دي.

Jatropha Integerrima Jacq (Specy Jatropha): دا په ګرمو سيمو (Tropics)  كي  يو تزيني بوټي دي او د ټول كال په اوږدو كي سره ته ورته ګلان توليدوي.

Jatropha Multifida L (Coral Plant): دا بوټي سره روښانه ګلان لري او د قوي  (Incised Leave)  په وسيله پيژندل كيږي.

Jatropha Podagrica (Buddha Belly Plant) : دا بوټي د چرم سره ګډيږي او سور رنګ توليدوي ، په مكسيكو او جنوب غرب امريكا كي خلك دا بوټي د كورني بوټي په ډول استعمالوي

  اقليم Climate :

د جتروفا ونه په هر ډول خاورو كي شني شي (ريګي، مالګينو، او حتي كولاي شي د ډبرو په درزونو كي  شني شي). د جتروفا بوټي ګرمو سيمو ته ترجيح وركوي. خو د ډيري يخني په مقابل كي هم مقاومت لري. دجتروفا ميوه وروسته له ګل كړلو څخه په څلورو مياشتو كي پخيږي.

د جتروفا بوټي د 6-9 PH  خاورو كي ښه نتيجه وركوي همدارنګه د جتروفا بوټي2-28  درجو د سانتي ګريد ته ضرورت لري.

ددي وني پوست خاورين رنګ لري او كله چي پري شي سريښناكه مايع ترشح كوي او ددي وني ارتفاع په عادي حالت كي له 3-5m پوري د ه خو په ښو حالاتو كي 8-10  مترو پوري لوړيږي.

د جتروفا بوټي يو ژر نمو كونكي بوټي دي او كولاي شي چي د دريو كلونو په موده كي ۲-۳ متره ارتفاع وكړي، په هغه حالت كي چي ونه له تخم څخه شنه شوي وي (Seed Propagated) وروسته له ۴-۵ كلونو څخه ميوه منځ ته راوړي، اګر چي نظر په خاوره، د پوره رطوبت اندازه، او ښه زراعتي عمليات كولاي شي ميوه له ۱-۲ كلونو څخه وروسته منځ ته راوړي، د جتروفا د كرلو لپاره د سيمي ارتفاع0- 500m ده خو په لوړو سيمو كي هم كرل كيداي شي. د جتروفا بوټي د سپكي يخني په مقابل كي مقاومت لري ، خو د اوږد مهاله يخنيو په مقابل كي مقاومت نشي كوي د جتروفا لپاره د حرارت درجه بايد له دوو درجو د سانتي ګريد څخه ټيټه نشي.

 

دجتروفا بوټی

د جتروفا تكثير او كرنه:

جتروفا په لږ حاصله خاوركي شنه كيږي ، خو ښه حاصل هغه وخت لاس ته راوړ كله چي هغه سره چي لږ اندازه كلسيم، سلفر، او مګنيسيم ولري استعمال شي. په يوه هكنتار كي بايد 2.5t اورګانيكه سره واچول شي. دجتروفا نهالي چي كله كينول شي بايد وروسته له يوڅه وخته بايد د NPK سره استعمال شي.

د جتروفا تخم د غوړو درلودونكي دي او كه چيري د ۱۵ مياشتو څخه ډير وساتل شي نو 50% خپل د شنه كيدلو قابليت له لاسه وركوي.كه چيري تخمونه  ساتل كيږي بايد رطوبت يي د 5-7%  ترمنځ وي او په داسي يوه صندوق كي وساتل شي چي د هوا جريان ونلري.

جتروفا په اساني نمو كوي ، له قلمي يا تخم څخه تكثير كيږي، له قلمو څخه استفاده (Cutting for Propagation) د ژر نمو سبب  ګرځي او كولاي شي چي د يوه كال په اوږدو كي ميوه منځ ته راوړي .

د بوټيو تر منځ فاصله بايد 2m x 2m وي او د ريښو لپاره سوري  د  60cm x 60cm x 60cm وكيندل شي او په هغه كي2kg  عضوي سره واچول شي.

وروسته له كينولو محوري شاخ بايد 1.5m لوړ قطع شي تر څو پريمانه شاخونه منځ ته راوړي..پاڼي بايد د Growth Promoter په وسيله سپري شي  تر څو لوړ حاصل ، تخم او تيل ځيني لاس ته راشي. په كال ۲۰۰۸ كي په چين كي هغه وني چي د قلمي په واسطه كرل شوي وي تولي يخ ووهلي ،لكن هغه وني چي د ريښو په وسيله كرل شوي وي ژوندي پاتي شوي.

کرهنیز فعالیتونه:

د تخم په وسيله كرل: لوي او قوي تخمونه استعمال كړي، د تخمونو توليد وروسته له 3-4  كلونو څخه شروع كيږي

  Treatment : د يوي شپي لپاره په اوبو كي بايد خيشتي شي

   په  مستقيم  ډول كرل Direct Seeding: (5-6 kg seed/ha)

  فاصله (Spacing): هغه ځمكي چي اوبيږي 2m X 2m

  په للمي ځمكو كي: 0.5 – 1.5 m x 1 – 2 m. 

   د تخم ژوروالي: 2-3cm او دوه تخمونه په يوه سوري كي

   ړنګي كول: وروسته له څلورو اونيو

   د نهالي انتقال له قوريي څخه: فاصله 1-3m د بوټي د ايښولو په سوري كي بايد يوه كمه اندازه طبعي سره واچول شي.

    د قلمي په واسطه: د تخم توليد وروسته له 1-2 كلونو څخه.

   د قلمي اوږدوالي:45-100 cm

د قلمي ډبلوالي: 3-4cm

  د قلمي كيفيت: لنډ انتر نوډونه او د ډيرو سترګو ( زخو )  او د روښانه رنګ درلودونكي.

   فاصله: د استعمال، د خاوري كيفيت، رطوبت، اقليم له مخي ټاكل كيږي.

   د بوټو ترمنځ فاصله: 2-3m x 1.5-3m

 

:Intercropping

په لومړي 2-3 كلونو كي كيداي شي له Intercropping  سيستم څخه ګټه واخيستل شي اوكيداي شي چي د  كه چير د جتروفا بوټي د 2m X 2m په فاصله كينول شي ، د جتروفا بوټو تر منځ كيداي شي چي د گتورو نوعو لكه زنجبيل Ginger، نيشكر،قهوه او نور سبزيجاتو يا طبي بوټي لكه Realfia serpentine او يا Withania Somnifera د ډيري ګټي لپاره وكرل شي.

په هغه هيوادونو كي چي جتروفا كرل شوي 2000-2500 دالره په كال كي له يوه هكتار څخه لاس ته راغلي بي له هغه بوټو له گټي څخه چي د Intercrop  په شكل كرل شوي وي او همدارنګه جتروفا د كوچنيو ژونديو موجوداتو چاپيريال (Microclimate) ته پراختيا وركوي او Humus او غذايي مواد جوړوي چي كولاي شي د Intercropping  حاصلخيزي ته انكشاف وركړي.

  ابياري Irrigation :

جتروفا د وچكالي په مقابل كي مقاومت لري ،جتروفا بدون له ډيري پاملرني او اوبو څخه انكشاف كوي خصوصا په ګرم اقليم كي.

جتروفا  200mm څخه كم اورښت ته ضرورت لري، او حتي كولاي شي چي تر دوو كلونو بي اوبو ژوندي پاتي شي. خو مناسب اورښت ددي بوټي لپاره 500-600mm دي، همدارنګه دا بوټي ډير اورښت (1200 mm) ته هم ځواب ويلي شي.په هغه سيمو كي چي بارندګي ډيره ده هلته بايد دونو تر منځ فاصله بايد ډيره وي تر څو د فنګسي امراضو څخه مخنيوي وشي.

كله چي اوبه شتون ونلري نو د جتروفا بوټي بايد 2m x 2m كي كينول شي او كه چيري اوبه شتون ولري نو د بوټو تر منځ فاصله   4m x 1.5m  وي.

جتروفا په طبيعي ډول د نايتروجن نصبونكي ده كه چيري د نورو بوټوسره د Symbiosis په ډول وكرل شي.

 

دجتروفا حاصل د اوبولو په حالت كي (With Irrigation)

 حاصل متريك تن په يوه هكتار كي

 

لوړ

نورماله

ټيټ

لومړي كال

0.75

1.25

2.50

دوهم كال

1.00

1.50

3.00

دريم كال

4.25

5.00

5.00

څلورم كال

5.25

6.25

8.00

پنځم كال

5.25

8.00

12.50

 

د جتروفا حاصل بدون له اوبولو )   (Without irrigation

متريك تن په يوه هكتار كي

 

لوړ

نورماله

ټيټ

لومړي كال

0.40

0.25

0.10

دوهم كال

1.50

1.00

0.50

دريم كال

1.75

1.25

0.75

څلورم كال

2.25

1.75

دجتروفا تيل   Jatropha Oil :

په يوه هكتار كي د جتروفا بوټي څلور ځله ډير تيل له Soybean او  لس ځله ډير تيل له جوارو (Maize) څخه توليدوي. او هغه څيړني چي د كوپري، خرما، ممپلي، پنبه داني، سويابين او افتاب پرست  دتخمونو په تيلو تر سره شوي تر ټولو ټيټ ګاز د كوپري او جتروفا د تيلو له سوځيد و څخه منځ ته راتلو.

 فوسيلي تيل د هغه ژونديو موجوداتو څخه منځ ته راځي كوم چي له منځه تللي وي  او ترډيرو خاور لاندي شوي وي او همدارنګه د بيو ډيزلو او فوسيلي ډيزلو تر منځ يوازي توپير د اوكسيجن  په شتون كي دي ځكه  چي په بيو ډيزل كي 10-12% اكسيجن شتون لري حال دا چي په عادي ډيزلو كي د اكسيجن اندازه صفر ده. كله چي د جتروفا څخه تيل لاس ته راشي، هغه كيداي شي چي د لوړ كيفيت تيلو په ډول په موټرونو كي وكارول شي، د جتروفا پاتي شوني كيداي شي چي په bio Mass كي واچول شي تر څو دهغه څخه برق يا ګاز لاس ته راشي.

په اندونيزيا كي د ميتسو بيشي استرادا په نامه  موټر ۳۲۰۰  كيلومتره د جتروفا د تيلو په وسيله مخكي ولاړهمدارنګه د Archer Daniels Midland Company, Bayer Crop Science او Daimler AG كمپنيو يوه ګډه پروژه  د جتروفا د تيلو د انكشاف لپاره درلوده، دوي دري مرسيديز بنزونه چي د جتروفا په تيلو چليدل  30000 km په مخ لاړل.

د نيو زيلاند هوايي كرښي (Air New Zeeland) يوه Jumbo Jet 747 ډوله الوتكه د 2008  كال په مني كي پلان كړه، چي د څلورو انجينونو څخه يي يو  د جتروفا په تيلو چليدو، چي دي هڅي د هوايي كرښو كمپني دي ته و هڅوي چي يوه ارزانه او د چاپيريال سره ساز ګاره Environmentally Friendly بديله منبع د فوسيلي تيلو(Fossil Fuel) پيدا كړي، دي هوايي كرښي دا اعلان وكړ چي خپل 10% د كار وړ تيل په 2013  كال كي د جتروفا تيل وي. د جتروفا تيل په موثره توګه د خامو تيلو څخه ارزانه دي ، د جتروفا تيل يو بيرل په $43 ډالره دي، حال دا چي د 2008  كال  د جون په څلورمه يو بيرل خام تيل (Crude Oil) په 122.30 ډالره وو.

هغه تيل چي له جتروفا څخه لاس ته راځي ، د روښنايي، روغنياتو په هدف استعماليږي . يو ټن د جتروفا تخم 70kg خالص پطرول، 40kg د خاوري تيل، 40 kg  د ډيزل تيل، 34 kg ، 270 kg  ذغال او 200 kg  امونيايي اوبه(Ammonia cal Water)  طبي ګاز توليدوي.

 

                د بلابيلو بوټو د حاصل او تيلو اندازه په يوه هكتار كي

 

Crop production
MT/ha

Fuel production
/ha

Energetic equivalent
kwh/ha

Elaeis guineensis

18–20

3,600–4,000

33,900–37,700

Jatropha curcas

6–8

2,100–2,800

19,800–26,400

Aleurites fordii

4–6

1,800–2,700

17,000–25,500

Saccharum officinarum

35

2,450

16,000

Ricinus communis

3–5

1,200–2,000

11,300–18,900

Manihot eaculenta

6

1,020

6,600

                                                                                                                             

 زهريت  Toxicity  :

د   Eupharabia iatrus   د كورني غړي د ډيرو زهري مركباتو لكه Lectin, Suponin, Carcinogenic Phorbal ، Trypsin Inhibitor لرونكي دي، ددي بوټي شيره د پوست د تخريش سبب ګرځي، په 2005 كال كي غربي استرليا د جتروفا Jatropha Gosipyfolia نوعه يو ډير زهري بوټي د انسان او حيوان لپاره و پيژندلو.

. ددي بوټي زهر د ګيډي درد، استفراق او اسهال د منځ ته راتګ سبب ګرځي او كله ناكله د  خپګان Depression سبب هم كيږي.

د4-5 تخمونو خوراك كيداي شي چي د مړيني سبب وګرځي خو داسي ويل كيږي چي  پوخ شوي تخمونه (Roasted) بي ضرره دي.

د جتروفا د تخم پوښ (Bark) ، ميوه ، پاڼي او لرګي د HCN درلودونكي دي او همدارنګه تخمونه د خطر ناك   Toxalbumin Curcin  مادي درلودونكي دي.

 

دجتروفا د تكثير نړيوالي هڅي:

هند هر كال ۳۰۰ ميليونه ډالره د Biofules په څيړنو مصرفوي. هند غواړي چي 63 ميليونه هكتاره بيكاره ځمكه ددي بوټي لپاره اماده كړي. همدا اوس په هند كي ۱۱ ميليونه هكتاره ځمكه د جتروفا دكرلو لپاره ځانګړي شوي ده. او هند غواړي په راتلونكي وروسته له 2013 كال څخه په كال كي ۱۳ ميليونه ټنه biodiseal توليد كړي چي دا به نيم ميليون موټرو چلولو لپاره په ټول هند كي كافي وي..

په Myanmar  كي په كال 2005 كي 200 كيلو متر مربع ځمكه كي  د جتروفا بوټي كرل شوي وو په 2008  كال كي 2800 كيلو متر مربع ځمكه ددي ونو په وسيله پوښل شوي وه.

په 2006  كال كي د Myanmar د ګازو او تيلو د اتحاديي د تحقيقاتو مشر څرګند كړل  چي Myanmar   اميدوار دي خپل ورڅني 40000 بيرله تيل واردول  د جتروفا د تيلو په توليد واړوي او همدارنګه د ميانمار يو ٰبل مامور وويل چي دوي به ډير ژر د جتروفا د تيلو په صادرولو پيل وكړي.

هغه سروي چي د Krestenbosch تحقيقاتي مركز چي په جنوبي افريقا كي دي تر سره شوه دا ښيي چي د افريقا 1660ميليونه  هكتاره ځمكه د جتروفا د كرلو لپاره اماده ده.

 چين او ځينو اروپايي هيوادونو ددي بوټي په كرلو شروع كړي او په نظر كي لري چي د2010 كال كي ددي بوټي د تيلو څخه استفاده شروع كړي، همدارنګه سعودي عربستان اومصر ددي بوټي په پراخه كرلو شروع كړي. همدارنګه اروپايي هيوادونو د افريقا د ځمكو په اجاره كولو ددي بوټي د كرلو لپاره شروع كړي، ځكه چي ددي بوټي كرل ارزانه دي او كه چيري د افريقا څلورمه  برخه وكرل شي نو  كولاي شي د ورځي 20 ميليونه بشكي تيل توليد كړي.

  غذا د تيلو په ځاي:

د غذايي بوټو لكه جوار ، غنم، نيشكر، خرما ، سايبينو بدلول په تيلو د نړيواله لوږه ډير بد تاثيرات لري، د غذايي موادو نرخونه لوړ يږي، ځنګلونه او ځمكي له مينځه ځي، د استخدام او كار په حالت بد تاثير كوي، په دي خاطر د ملل متحد  له خوا د مخ پر ودي هيوادنو لپاره د جتروفا د كرلو سپارښتنه شوي ده.

   د لوږي دوران ماتول Breaking the Cycle of Poverty:

د نړي54  هيوادونه نظر 15  كلونو پخواته  اوس ډير غريب دي  او دنړي  تقريبا نيمايي خلك عموما كارګران د ورځي  له دوه ډالره څخه په په لږ مزدوري ژوند كوي ، دا زمونږ مسوليت دي چي ددي خلكو لپاره د تمديد وړ اوارزانه انرژي پيدا كړو، د مثال په ډول په افريكايي ملكونو كي 20% حاصلات د ځمكي د ګرميدو له سببه ټيټ شوي دي، همدا اوس غريب خلك په افريكا كي خپل 60-80% ټول عايدات د ډوډي د لاس ته راوړلو لپاره مصرفوي حال دا چي په امريكا كي خلك خپل10%  عايدات په غذايي موادو مصرفوي.

د محيطي تغيراتو ناورينونه به 250 ميليونه خلك به ټوله دنيا كي په 2050 كال كي له يو ځاي څخه بل ځاي ته بي ځايه كړي او همدارنګه د تيلو په يو بيرل په بيه  كي به 90% ډيروالي راشي  په هغه 28 هيوادونو چي خپل څه ناڅه او په هغه 25  هيوادونو چي خپل ټول تيل واردوي ډير بد اثر ولري.

د Fossil Fuel ته نه لاسرسي به دوه ميليارده خلك په نړي كي له انرژي، يخچال، ارتباط، حرارت او حتي له روښنايي څخه بي برخي كړي.

د مخ پر ودي هيوادونو لپاره د محيطي تغيراتو برسيره د نړيوالي انرژي سياستونه د امراضو او د انسانانو د رنځ وړلو منبع ګڼل كيږي.

د ټولني په سطح بزګران د جتروفا  په وسيله كولاي شي خپل عايد ډير كړي، په ملي  سطح د ډيرو Bio diesel  توليد به د نويو كارخانو د پكار اچولو ، د نويو تكنالوژيو منځ ته راتګ، د نويو دندو او ماركيټونو منځ ته راتګ سبب و ګرځي  او دمخ پر ودي هيوادونو لپاره گټه داده چي د انرژي په ځاي خپل منابع په تعليم، صحت  او د خپلو خلكو په نورو ضرورياتو ولګوي.

كيمياوي خواص:

د جتروفا هر 100 g تخم د 6.6 g H2O ، 18.2 g پروتين ، 38.0g غوړ(Fat) ،33.5 g كاربوهايدريت، 15.5 g فايبر او  4.5g  ايري درلودونكي دي.

د جتروفا پاڼي  چي د Antileukemic (د سرطان طبيعي تداوي) فعاليتونه څرګندوي د contain a-amyrin, b-sitosterol, stigmasterol, and campesterol, 7-keto-b-sitosterol, stigmast-5-ene-3-b, 7-a-diol,  او mast-5-ene-3 b, 7 b-diol

حاصل اخيستل Harvesting:

جتروفا كولاي شي چي د نيمي پيړي لپاره ميوه توليد كړي. تر اوسه ډير كار او څيړنو ته ضرورت دي تر څو هغه نوعي د جتروفا و پيژندل شي چي د ټولو اقليمي شرايطو سره ساز ګاره وي.

په طبي ملحوظ د تخم د لاس ته راوړلو لپاره په هغه وخت كي حاصل اخيستل كيږي كله چي ضرورت وي، د انرژي د توليد لپاره تخمونه بايد ټول په يوه ځل ټول شي ، كله چي له تخم څخه تيل استحصال شي ، دهغه له پاتي شونو څخه د سري په ډول استفاده كيږي.

دجتروفا څخه په يوه كال كي كيداي شي چي دوه ځله ميوه لاس ته راشي او همدارنګه له كرلو څخه 18 مياشتي وروسته ميوه توليدوي، دا بوټي د كرلو، اوبولو او سري وركولو پرمختللو سيستمونو ته ضرورت نلري.

په يوه هكتار كي 1600-2500 پوري وني كرل كيږي او كولاي شي چي 0.4mt/h تخم په اول او دوهم كال كي تر لاسه شي او دا كيداي شي چي 12mt/h وروسته له پينځم كال له كرلو څخه لوړ شي.

يو بزګر كولاي شي 5-8 هكتاره ځمكه و روزی  او كولاي شي په يوه ګړي كي 30kg تخم ټول كړي په كال كي د كه چيري دجتروفا په كرونده كي څلور ځله خيشاوه تر سره شي، سطحي قلبه تر سره شي، او شاخه بري بايد تر سره شي،ددي منجمنت سره مونږ كولاي شو چي له يوي وني څخه په حتي په هغه حالت كي چي پوره اوبه هم ونه رسيږي 15-20kg ميوه له يوي وني څخه لاس ته راوړو

 

د جتروفا د حاصل

  • Year 1 - 3kg/tree
  • Year 2 - 6kg/tree
  • Year 3 - 9kg/tree
  • Year 4 - 10-12kg/tree
  • Year 5 - 10-15kg/tree

د كرلو وخت:

د قوريي د جوړولو دوران          Febuary,March-September,Oct

د قوريي څخه د نهالي دانتقال او د بوټي د كرلو وخت  February-April

د شاخه بور ي وخت March-May

د ګل كړلو وخت May-September

د ميوي كړلو وخت July-November

د حاصل اخيستلو وخت August- December

 

ماخذونه:

  1. Poison plant could help to cure the planet Times Online, 28 July 2007.
  2. Michael Fitzgerald (December 27, 2006). "India's Big Plans for Biodiesel". Technology Review. Massachusetts Institute of Technology. Retrieved on 2007-05-03
  3. "Archer Daniels Midland Company, Bayer CropScience and Daimler to Cooperate in Jatropha Biodiesel Project". DaimlerChrysler.
  4. Jatropha Plant Gains Steam In Global Race for Biofuels
  5. World Agroforestry Centre (2007) When oil grows on trees
  6. .http://www.nuwireinvestor.com/articles/jatropha-fuels-land-investment-51144.aspx
  7. http://www.jatrophaworld.org,

  8. http://www.jatrophabiodiesel
  9. Agaceta, L.M., Dumag, P.U., and Batolos, J.A. 1981. Studies on the control of snail vectors of fascioliasis: Molluscicidal activity of some indigenous plants. In: Bureau of Animal Industry, Manila, Philippines, NSDB Technology Journal: Abstracts on Tropical Agriculture 7. 38008; 6: 2: 30–34.

10.  Agriculture Handbook 165. 1960. Index of plant diseases in the United States. USGPO. Washington.

11.  Duke, J.A. and Atchley, A.A. 1984. Proximate analysis. In: Christie, B.R. (ed.), The handbook of plant science in agriculture. CRC Press, Inc., Boca Raton, FL.

12.  Duke, J.A. and Ayensu, E.S. 1985. Medicinal plants of China. Reference Publications, Inc. Algonac, MI.

13.  Duke, J.A. and Wain, K.K. 1981. Medicinal plants of the world. Computer index with more than 85,000 entries. 3 vols.

14.  Gaydou, A.M., Menet, L., Ravelojaona, G., and Geneste, P. 1982. Vegetable energy sources in Madagascar: ethyl alcohol and oil seeds (French). Oleagineux 37(3):135–141.

15.  Holm, L.G., Pancho, J.V., Herberger, J.P., and Plucknett, D.L. 1979. A geographical atlas of world weeds. John Wiley & Sons, New York.

16.  List, P.H. and Horhammer, L. 1969–1979. Hager's handbuch der pharmazeutischen praxis. vols 2–6. Springer-Verlag, Berlin.

17.  Little, E.L., Jr., Woodbury, R.O., and Wadsworth, F.H. 1974. Trees of Puerto Rico and the Virgin Islands, vol. 2. Ag. Handbook 449. USDA, Washington, DC.

18.  Mitchell, J.C. and Rook, A. 1979. Botanical dermatology. Greenglass Ltd., Vancouver.

19.  Morton, J.F. 1977. Major medicinal plants. C.C. Thomas, Springfield, IL.

20.  Morton, J.F. 1981. Atlas of medicinal plants of middle America. Bahamas to Yucatan. C.C. Thomas, Springfield, IL.

21.  Ochse, J.J. 1931. Vegetables of the Dutch East Indies. Reprinted 1980. A. Asher & Co., B.V. Amsterdam.

22.  Perry, L.M. 1980. Medicinal plants of east and southeast Asia. MIT Press, Cambridge.

23.  Tewari, J.P. and Shukla, I.K. 1982. Inhibition of infectivity of 2 strains of watermelon mosaic virus by latex of some angiosperms. Geobios. Jodhpur, India. 9(3):124–126.

24.  Watt, J.M. and Breyer-Brandwijk, M.G. 1962. The medicinal and poisonous plants of southern and eastern Africa. 2nd ed. E.&S. Livingstone, Ltd., Edinburgh and

25.  www.futureenergyevents.com/jatropha/ - 244k

26.  www.jatropha.org.nz/ - 19k

27.  www.svlele.com/jatropha_plant.htm - 42k

28.  articles.latimes.com/2008/jun/05/business/fi-newfuel5 - 34k

29.  www.jatrophaafrica.com/ - 9k

30.  www.hort.purdue.edu/newcrop/duke_energy/Jatropha_curcas.html - 15k

31.  www.floridata.com/ref/J/jatr_int.cfm - 19k

32.  www.jatrophatech.com/

کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).