Shenban

د ارواښاد ډاکتر عبدالوکیل خان په یاد

18.08.2009 05:32

د ارواښاد ډاکتر عبدالوکیل خان په یاد

ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان د هیواد واقعي خدمت کوونکی ؤ. د هیواد د کرنې په برخې کښې له بل هرچا زیات خدمتونه تر سره کړي دي، هیځوک د ارواښاد په خدمتونو سترګې نشي پټولای.

تیر کال د ارواښاد دتل پاتې یادمنار د میدان ښار مرکزکښې  د ارواښاد د خواخوږو له خوا جوړ شو .

د منار د پاسه ښکلې سره مڼه ایښودل شوی. چې ګران هیواد ته د ډاکټر عبدالوکیل خان دخدمتونونه نښه ګڼل کیږی .

ډاکټر عبدالوکیل خان نه یواځې هیوادوالوته سرې او زړې مڼې راوړې بلکی د کرنې په نورو برخوکښې یې هم  ستر خدمتونه کړي دی یو لوی میراث یې خپلو هیوادوالو ته پریښی دی.چې د تل لپاره د ارواښاد یاد ژوندی ساتي.

ښه خو دا چې د چا نوم پکښې یادیږی ... په فاني دنیا خو نه وي ژوندی تل څوک

د ارواښاد په اړه بشپړ معلومات په امین زی ټکی کام کښې ولولۍد ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل د تل پاتی یاد منارrahmatonkhai valley

راحت اللۀ 24.11.2010 22:27

My name is Rahatullah and i would like get some information on apple marketing in wardak provine please
Thanks,
Rahat

sharif 18.08.2009 11:09

سلام:
دا یو واقعیت دی چه ډاکټرصاحب عبدلوکیل دکرهنی په برخه کی زیات او نه هیریدونکی خدمتونه کړی په ټول افغانستان کی دده له خدمتونو یادونه کیږی زه تیرکال دارزګان ولایت ته تللی وم په یوه مجلس کی ناست دکرهنی په هکله بحث شروع شو دملک حبیب الله په نامه یوسپین ږیری دداکتر صاحب دخدمتونوڅخه یادونه وکړه او ماته یی ویل چه  اوس چیری دی زما ډیر یادیژی مابی له دی چه څه بهانه ورته وکړه د ده له مرګه می خبرکړ سپین ږیری ملک  ډیردخواشنی شو او ویل یی چه زه خو مطمین وم چه تراوسه به ژوندی وی.
په همدی ډول په ټول افغانستان کی دده یاد ژوندی دی.
داچه دداکتر صاحب  په یاد یو منارپه وردګو کی جوړ شوی دا با ید په کابل کی جوړشوی وی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).