Shenban

داختر ډالۍ ( دنکر يزوکرنه )

08.09.2009 11:08

دنکر يزوکرنه 

ترتيب  کو و نکي : عارف الله

سريزه

څرنګه چي انسانانودخپل پيدايښت سره سم دنباتاتوڅخه په مستقيمه اوغيري مستقيمه توګه استفاده کړي ده چي دهغي دجملي څخه دخوراک،پوښاک،سوخت اودحيواناتوپه تعذيه اونورومقاصدوکي استعماليږي.

نوپدي اساس ويلي شوچي نباتات دانسانانولپاره دژونددتيرولومهمه ماده ګڼل کيږي اوبايدذکرکړوچي دمختلفونباتاتو څخه په طبابت کي کاراخستل کيږي چي له همدي جملي څخه يوهم نکريزي دي.

څرنګه چي نکريزي په طبابت کي يواندازه رول لري اوپه بعضو امراضوکي ورڅخه استفاده کيږي دنکريزوبل عمده استمعال په لاندي ډول دي.

څرنګه چي ګران هيوادافغانستان خلک دخپلورواجونو او دودونوسره سم په ودنواوخوشحاليانواوپه همدي ترتيب په نورو زړه پوري مراسموکي دنکريزوعمده استمعال مروج دي چي دهغي جملي څخه دلاسونو،پښو اوسر ويښتانوپه رنګولو او سرکولوکي تري کاراخلي.

نولازمه ئي بولم ترڅودنکريزوترعنوان لاندي ليکنه وکړم.

 

دنکريزوتاريخچه:

  1. دنکريزوتاريخچه ياسرچينه په رښيتاهم يومشکل کاردي چي دنکريزو رواج کيدل په خاص ډول دکوم ځاي څخه شروع اوپه کوم ځاي کي پيداشوي دي مګريوتشويقونکي ثبوت وائي چي نکريزي د ميلادڅخه (7000 )اوه زرهکاله  وړاندي NEOLITHIC CATAL HUYUK نيوليټيک کټل هوک نومي ځاي چي په هندوستان کي موقعيت لري بت پرستانوبه په خپلو مذهبي مراسموکي په خپلو لاسونو اوپښو اودسينګارپه منظور استمعالولي اوبيابه ئي خپل هغه بت چي دښځي په شکل جوړشوي ؤ .عبادت کاوه اوهغي ته به يي دا حترام لپاره نکريزي په پوره ډول استمعالولي ترڅوهغه خپل مشربوت ته پوره دقدر وړوګرځي.

همدارنګه يوبل ثبوت چي په سوريه کي ترلاسه شوي دي چه دميلادڅخه2100  دوه زره او سل کاله وړاندي په يوه ډبره دنکريزوپه هکله يو اندازه معلومات ليکل شوي ؤه چي همداډبره  دنکريزوپه مختلفو رنګونوښايسته شوي وه.

همدارنګه يوبل ثبوت مونږته راښائي چي په هندوستان کي4 دڅلورمي نه تر5پنځمي پيړي پوري دباډهستاويس BADHISATTAVIS دغارديوالونه دنکريزودمختلفورنګونوپواسطه رنګين کيده اودغه غارهندوانوته دمذهبي ارزښت لرونکي دي.

همدارنګه يوبل غارچي په سري لانکا کي موقيعت لري  ددي غارديوالونه هم دنکريزوپه مختلفو رنګونو رنګين شوي وه.

دادوه ثبوتونه ددي ښکاروندوي دي چه په هندوستان کي دمغلوديرغل څخه7 اوه پيړي وړاندي دنکريزواستعمال رواج درلود اوهمدارنګه داسلام مبارک دين څخه په زرګونوکاله وړاندي په سعودي عربستان کي نکريزي دسينګارپه منظوراستعماليدلي.

دنکريزوکلمه چي دعربي اصطلاح دالهنا څخه ALHENNA اخستل شوي ده چه دلاسونيا دکورني پوري اړه لري اواصلي دپيدايښت ځاي يي افريقا،جنوبي اسيااوشمالي استرلياده.

دا داسي يونبات دي چي ديوميترڅخه تر5پنځوميتروپوري لوړيږي اودپاڼو اوږدوالي ئي1 يوڅخه ترcm3.5دري نيم سانتي ميتروپوري وي اودپاڼو  پلن والي يي د1يوڅخه ترcm 5پنځوسانتي ميترو پوري وي .

اوګلان دښه بوي لرونکي دي اوجنغوزي په شکل مخروطي شکل لري غوره کوي اودګلانو اوږدوالي ئي د10څخه تر 40 سانتي پوري وي اوهرګل ئي څلورپاڼيزه دي.

خوپه افغانستان مروجه ورايټي چي بوټي ئي دڅلورونه تراتوفټوپوري اوږدوالي لري اوپه همدي ترتيب سره دبوټي ټول غړي نظردنوروهيوادود ورايټوسره فرق کوي اوپه هرهيوادکي ځانته ځانته ورايټي کرل رواج لري.

په افغانستان کي د F.A.O ياايکارډالخوايابل کوم اورګان پدي هکله باندي کوم خاص تحقيق ندي ترسره شوي خودسيمه يزواينجينرانو لخواپه خپل شخصي لګښت تحقيقات شوي.

 

نکريزي HENNA)  )

http://shenban.bloguna.tolafghan.com

دنکريزونبا تي خصوصيات

دنکريزونباتات معمولاً واښيني درختچي وني لري.Top Roots  سيستم لري اوساقه ئي شاخچي لري چي ساقي معمولاً لرګيني دي .

پاڼي ئي ساده اومتقابل اومارپيچي ګلان لري اود Racemes  ګل لري يعني ګلينه ساقه لري اوګل ئي مکمل دي اويواندازه رنګ لرونکي وي .

(Calyx) اوکاس برګونه ئي د6_4 اوممکين 8_6 پوري هم اوپه همدي ترتيب سره طاس برګونوشميريي6_4 اوحتْي 8_6 پوري هم موجود وي

نارينه آله ئي د4_8 اولکه زيات داطلس برګ اوګل برګ دبلي ښځينه الي 6_2 طاس برګونه اوګلبرګونه لري.

ميوه ئي کپسول دي اوتخم ئي غيراندوسپرميک دي اوګرده افشاني ئي دحشراتو پواسطه منځته راځي اوصورت نيسي.

اوپاڼي ئي کوچني اونيزه ماننده دي ګلان ئي دقوي بوي لرونکي هم دي اودپاڼوڅخه ئي دنکريزودپوډروپه شکل کاراخستل کيږي.طاس برګونه ئي څلور وي او تذکيرالي ئي8 اته وي اود Style اوږدوالي يي ډير دي اوStyle  دګردماتيدونکي کپسول لري .

 

Botanical Information

Henna is a plant, the solo species in the genus Lawsonia in the family Lythraceae. It is native to tropical and Australasia with an arid or at least seasonally dry climate. It is a pant growing to 5 m tall. The leaves are in contrary intersect pairs, valiforms, 1-3.5 cm long and 1.5-3 cm ample, with an entire margin and acute apex.

The flowers are fragrant, produced in conical panicles 10-40 cm long, each flower 4.5 mm diameter, with four white petals. The fruit is a dry capsule 6-8 mm diameter, containing numerous

1-2.5 mm seeds

Scientific classification

Botanical Name / Species: LAWSONIA INERMIS

Family: LYTHRACEAE

Kingdom: planate

Division: Magnoliphyta

Genus: Lawsonia

Common Name: henna, Al-henna, Jamaica, Mignonette, Mehendi, Mendee, Egyptian prove, Smooth, Lawsonia

Used as: Flowers, powdered Leaves, Fruit

Habitat: Scarcely in dry deciduous forests, widely cultivated as s hedge plan.

دنکريزورنګ

دنکريزو رنګ شين اوتريخ خونداومزي لرونکي دي نکريزي يخ مزاجه دي .اوهمدانګه دنکريزودپاڼوڅخه مختلف رنګونه لاس ته راځي چي عبارت دي له سور،شين، تور،طلائي قهوي،نصواري،ليموئي اوهمدارنګه دنورومختلفونباتاتوسره يوځاي کيږي اومختلف رنګونه جوړوي.

دنکريزوداستمعال موارد

نکريزي په طبابت اوپه عامه سطحه کي استمعال لري يعني دنکريزو څخه په طبابت کي دويني په صفاکولو،ادرارزياتولواو بدن ته دتسکين ورکولو په منظوراستمعاليږي.

  1. همدارنګه دجلدي نارغيولپاره لکه:_خارش،دانه،جزام اتش اوزيړي لپاره ددي جوشانده پائيده ورکول کيږي.
  2. دخولي پولي هم له منځه وړي چي استمعال ئي دغړغړي په قسم دي.
  3.  همدارنګه دسوځيدني په منظورهم دنکريزواستمعال مروج دي .
  4. همدارنګه دصفراکڅوړه دغټيدومخنيوي لپاره هم پکاروړل کيږي.
  5. همدارنګه دځيکردناروغي اودپوستکي دروماتيزم په منظوردنکريزواستمعال ډيره ښه نتجه ورکوي.
  6. همدارنګه نکريزي دنوکانو،لاسونو،پښو،ويښتانو درنګولوپه منظورهم استفاده کيږي.
  7. همدارنګه دنکريزودرنګ څخه دتصويرونواوغاليود تارونوپه رنګولوکي بهترين رنګ دي اومهم رول لري.
  8. همدارنګه دنکريزو درنګ څخه په رسامي کي هم په پوره ډول کاراخستل کيږي.
  9. همدارنګه زمونږدګران هيوادافغانستان خلک نکريزي په ودونو،اخترونو اودخوشحاليو په محفلونوکي استمعالوي.
  10. اوهمدارنګه دهيوادډيري انجوني بي له نکريزوڅخه خپل سنګارنيمګړي بولي.

 

دنکريزولپاره دبستراماده کول

دنکريزولپاره بايدپداسي شکل سره بستراماده شي چي ځمکه دري ځلي دتراکتورياقلبي په ذريعه قلبه شي اوبياوروسته په پټي کي لوټي ميده شي.

اډي ياکيلي

په پټي کي اډي يا کيلي بايدپه داسي شکل سره واچول چي نري اوفاصله ئي کمه وي ځکه چي نري اډي دخشاوي په وخت کي اسانتياوي رامنځ ته کوي.

 

دنکريزوتخم

مخکي له دي چي نکريزي وکرل شي نولازم دي چي تخم ښه لوندشي ترهغه وخته تخم لوند پاتي شي ترڅوتخمونوتيغي ونه باسي لکه چي تخم تيغ وهنه وهل شي صورت ومومي نوپه هغه صورت کي په هره اډي ياکيلي کي بايدبيله بيله ابياري ترسره شي او وروسته دهغي څخه به تخم دخاوري سره معامله کړو ترڅودغوټه کيدومخنيوي وشي اودتخمونوترمنځ جدائي را شي اوپه زياته اندازه په اډي ياکيلي کي وشيندل شي .دتخم شيندني پر مهال به تخم شيندونکي شاته روان وي او په نورو هيوادونو کي دغه کرنه دعصري ماشين الاتوپه واسطه تر سره کيږي.

دنکريزواوبه لګول:

دنکريزولپاره ابياري په زياته اندازه ضروري ده لکه څرنګه چي دنورونباتاتولپاره ضروري بريښي کله چي نکريزي لپاره بستراماده شي نولازمه ده چي خاره ځمکه ابياري شي اوکه د بارانونو وتره موجوده وي نوپه هغه صورت کي بياوروسته وقلبه کولوڅخه چي کله دکرولو وخت راورسيږي.ابياري صورت مومي په دوهم ځل سره کله چي تخم دځمکي پر مخ شينوالي نه وي کړي نولازم دي چي همدي ورځ کي يوځلي ابياري شي اوابياري په داسي وخت کي وي چي دلمروړانګي مستقماًدځمکي پرمخ نه پريوزي اولمرتاوسوړشوي وي يعني دمازيګروخت وي اوياهواتقريباًسړه شوي وي اوپه دريمه مرحله پکي بايدابياري هغه وخت ترسره شي کله چي اوبوته دنبات ضرورت پيدا شي نوبياپه هغه صورت کي ابياري لازمه ده.

للون ياخشاوه

کله چي دځمکي په مخ دنکريزوبوټي څرګندوالي اختيارکړونولازمه ده چي په پټي کي للون شروع شي ځکه معمول داسي دي چي کله نکريزي شني شي نولومړي  گڼي راشني کيږي اونوره هرزه ګياه هم پکي راشنه کيږي .کله چي دنکريزوپه کرونده کي للون صورت ومومي نوپه هغه وخت کي بايدهغه ځمکي چي مټني Claysoil خاوري ولري بايددوه ورځي وروسته ابياري شي اوهغه ځمکي چي شګلني خاوري Sandy Soil لري په هغه کي هره يوه ورځ کي يوځل اوبخولازم دي اوخشاوه بايدترهغه وخته پوري دوام پيداکړي ترڅودهغه لوړوالي ديوي ليشت يا25cm  ته نه وي رسيدلي اويايولوشيتي يادري پاڼيزه کيدوته رسيدلي وي.يادونه بايدوشي چي کله للون په وخت کي کومه هرزه ګيادځمکي دمخ څخه لري شي نوهغه ځاي بايددلاس پواسطه دفشارلاندي راشي يعني په داسي ډول هوارشي چي جګه شوي خاوره بيرته په خپل حالت پاتي شي ترڅودنبات ريښوته کوم زيان ونه رسيږي ترڅودخشاوي په وخت کي دځمکي دمخ څخه جداشوي خاوره دځمکي سره کلکه شي.

دنکريزودکرولووخت

داچي کال څلورفصله دي يعني پسرلي،اوړي،مني،ژمي لرونکي دي نودنکريزوکرنه دکال په لمړي فصل پسرلي کي صورت مومي يعني دحمل شروع څخه دثور تراخيره مخصوصاًدثورمياشت کي ئي کرل کيږي نکريزي په پټي کي ترشپږمياشتوپه پټي کي ولاړي پاتي کيږي.يعني دثورڅخه ترميزان مياشتي په پټي کي ولاړي وي او وروسته دميزان څخه ترعقرب مياشتي تراخيرني ورځوپوري ريبل کيږي ځکه چي هواسړه شي اويخه هوا وليږيږي نونکريزي تويږي.

 

دنکريزولپاره دسري استعمال

کله چي دنکريزودکرپه منظورکوم پټي قلبه کيږي اودکرلپاره اماده کيږي په هغه صورت کي ديوجريب لپاره   7Kg. DAP

کله چي دنکريزوفصل وده وکړي او وده ئي کمزوري وي نوديوجريب لپاره دومنه يا14Kg Urea يعني سپينه سره ورعلاوه کووځکه چي دنکريزو ريښي ډيري نازکه وي نوپدي خاطردللون په وخت کي بياهم سپينه سره ورکول کيږي.

توره سره ياDAP دوباره پټي ته نه ورکول کيږي اويادللون دختميدوسره سم ورکول کيږي چي دنکريزوقد25 Cm يايوه ليشت څخه اوچت شوي وي که دنکريزودپټي ګردچاپيره دسونډياپنبه وکرل شي نودنکريزوبوټوته کوم زيان نه رسوي اوددي حاصل هم په زياته اندازه سره کرل کيږي دپړي رسي اوياکه ځاي لري وي دموټرپواسطه هم انتقالولي شو.

دنکريزوريبل

کله چي نکريزي پخي شي اودريبلووخت ئي راورسيږي نوبايد  په داسي شکل سره وريبل شي چي کله پټي وچ شي نوريبل ئي شروع کيږي.

دنکريزودريبدلوطريقي

نکريزي بايدپه داسي شکل سره وريبل شي چي کله قوده پلاس کي برابره شي نوسمد لاسه قوده کيږي يادريبدونکي څخه وروسته نورکسان لګيااوريبدل شوي نکريزي قوده کوي دريبلوڅخه وروسته نکريزوقودي هغه ځايونوته وړي کوم چي مخکي په همدي مقصدبرابرشوي وي هغه ځاي بايدډيره ياسيوري ياڅپرګي وي يعني لمرڅخه محفوظ وي ترڅودنکريزوپاڼي خپل رنګ دلاسه ورنه کړي.

دنکريزوچلندپاددرمندديري ته نقل کول

a)     که دنکريزوقدلوړوي نوپه پړي يارسي تړل کيږي اومطلوب ځاي ته په شاوړل کيږي اوکه دپټي څخه مطلوب ځاي لري وي نودتراکتوريانوروماشين الاتو پواسطه وړل کيږي.

b)     که دنکريزوقدټيټ وي نوبياپه څادرونواوڅوليوکي وړل کيږي نکريزي بايدداسي ځاي ته انتقال شي چي هغه ځاي سيوري وي کله چي نکريزي سورن ځاي ته يوړل شي مخکي که دي چي بايدسورن ځاي کي پاتي شي اوکه ډيري وي نوديوپړي يارسي په داسي شکل دوني څخه تاوشي چي په هغه کي دنکريزوانتقال هم صورت موندلي وي نوسمدلاسه هغه کسان چي ددي کارلپاره موظف شوي وي دهغي پواسطه قودي په تنبانوکي ځړول کيږي اودابه په داسي شکل سره وي چي دقودوتعدادزيات وي نوکله چي وچي شي نودباران څخه ددي ساتل ضروري دي. ځکه چي باران نکريزي وهي دنکريزو اصلي رنګ له مينځه وړي کله چي نکريزي ښه وچي شي نو لازمه ده چي دڅنډلو لپاره يو پاک ځاي انتخاب شي او هلته دموظفوکسانو له خوا انتقال شي د.اوحاصل تري تر لاسه شي او وروسته دساتلو لپاره هغه ځاي ته چي  په همدي مقصد برابر شوي وي وساتل شي چي ترهغه وخت پوري چي مارکيټ ته يي وړاندي کوي .

دنکريزوڅخه دتخم لاس ته راوړنه

کله چي نکريزي دفصل څخه حاصل ترلاسه کيږي مخکي له دي څخه بايددتخم لپاره دنکريزوانتخاب وشي يعني دنکريزودټول فصل څخه دښه فصل انتخابول دتخم لپاره څرنګه چي دپټي مالک وغواړي چي بايددځان لپاره تخم ذخيره کړي کله چي دنکريزولمړي فصل وريبل شي نودهغي پټي څخه څنډانه نه لري کوي اودوهم فصل نه باقي پاتي شي نوتردي چي په هغه دوهم فصل هم وکرل شي .اوکله چي دهغي فصل موسم ته درسيدلوسره سم په هغه فصل کي به دتخم له پاره دانتخاب شوي پټي څخه په تخم صحيح طريقه ترلاسه کړوخويادونه بايدوشي چي دنکريزوکرونده دريم فصل لپاره هم پاتي شي يعني که دوهم فصل په اوچتولوسره دپټي شادانه لري نه شي دريم فصل کي هم کولي شوچي نتيجه واخلو نوپه هغه صورت کي دنکريزودپاڼوڅخه دنکريزودتخم اندازه زياته وي يادونه کيږي چي کله دنکريزوفصل وريبل شي نوپه هغه کي دبل فصل لپاره چي غنم کرل کيږي نودنکريزوپټي بايدنري،نري قلبه شي نودنکريزوڅنډنوته کوم زيان نه رسوي اونه دغنمو دفصل وده وروسته پاتي کوي يعني دنکريزوفصل هرکال نه کرل کيږي يعني دلمړي کال کښت تردريوکالوپوري فوق العاده حاصل ورکوي اوکه د دري کالوڅخه زيات پاتي شي او واړول شي دهغي ځمکي قلبي کول مشکل تماميږي.

دنکريزوميده کول

دنکريزوميده کول په نړي کي دعصري اوپرمختللي ماشين الاتو   پواسطه ميده کيږي خودلته په داخل افغانستان کي اومخصوصاًپه ننګرهارکي دوه طريقي لري چي په لاندي ډول دي.

  1. دنکريزوميده کول دژرندي پواسطه
  2. دنکريزوميده کول دبصري پواسطه

دبصري پواسطه دنکريزوميده کول په اطرافوکي ډيرمروج دي اوکله چي په بصري کي نکريزي وټکول شوي نووروسته هغه دغلبيل پواسطه چاڼ شي ترڅوداستفادي وړوګرځي .

په ننګرهارکي دنکريزومروج ځايونه

دننګرهارولايت په ډيروځايونوکي نکريزي کرل کيږي چي د مثال په ډول ئي ديوڅومشهورځايونه نومونه ليکو.

  1. په ننګرهارکي مربوط ولسوالي لعل پوري کي دنکريزوکرنه عمده رواج لري اوخلک ئي په %100 کي %60 خلک ئي عايددنکريزودفصل څخه لاسه ته کوي.
  2. همدارنګه دننګرهاردخيوي ولسوالي دبډيالي په قريه کي نکريزي هم کرل کيږي چي خلک ئي په %100 کي %50 عايددنکريزودفصل څخه ترلاسه کوي.
  3. همدارنګه دلغمان ولايت دکڅ نومي سيمه کي هم نکريزي کرل مروج دي.
  4. همدارنګه په ګردي غوث په سيمه کي نکريزي کرل مروج دي.

سپارښتني

  1. دافغانستان عوام له اقتصادي پلوه ضعيف حالت ته نژدي ځکه چي ټول دضرورت وړمواددبهرينوملکوڅخه واوريدوي چه لوړنرخ باندي تمايږي که دولت اوخيريه موسسي وغواړي نوکولي شي چي کوچني کليوالي اولوي مرکزي فابريکي جوړي کړي اوپه داخل دافغانستان کي دخلکو دغه مشکلات حل کړي .
  2. څرګنده ده چي هيواد%85 پوري زراعتي هيواددي اورنګارنګ صنعتي نباتات پکي کرل کيږي چي د هغي جملي څخه يوهم نکريزي دي چي مشرقي ولايتونوکي ئي په بعضوولسواليوکي کرل رواج لري چي بايد ددي کرل عام کړو ترڅوزمونږ مشکل په پخپله حل کړواوله بهرينوملکونوڅخه ئي رانه وړو.

ماخذونه

  1. Abiding _S.G.   Dendrology _1379
  2. Galany _ GHS_ N _ Pharmacology
  3. Internet Information  1385
  4. Mena Magazine  1385              

 دنکریزو بوټی

بیرته شاته

پښتون 15.08.2011 10:24

دشين بڼ پاڼي چلونکو ته !<br /> السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته <br />الله پاک دي وکړي چي روغ او جوړ صحت ولرئ او خداى پاک مو داخدمت دستر اجر سبب وګرځوه .<br />دنکريزو تاريخچي په اړه مي ډير زيات ضرورت چي له ډير لټون وروسته مي ستاسو په پاڼه کي پيدا کړه او ډير زيات خوښ شوم .<br /><br />دادى زه درنه مننه کوم چي داسي موضوعاتو ته مو ځاى ورکړى دى ډيره ډيره مننه <br />او الله پاک مو کامياب لره.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).