Shenban

دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي

15.09.2009 08:24

دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي

دسيندونو لنډه پيژندنه :

      دافغانستان داوبو سرچني او اوبه اخستونکي حوزي  دهندوکش لړي او دهغه لوړي  څوکي تشکيلوي په تيره بيا هغه هميشنۍ واوري چي دواخان ،پامير ،ختيځ او لويديځ هندوکش او د بابا په غره باندي کلونه کلونه يو پر بل پرتي وي .

په پسرلي او دوبي کي ويلي کيږي او په بيلا بيلو حوزو بهيدونکي اوبه منځته راوړي ، همدا اوبه او سيندونه په پسرلي او دوبي په موسم کي دومره زياني او طوفاني کيږي چي  دکافي نباتاتو د نه موجوديت له وجي دځمکي د ويجاړۍ او ښويدني سبب ګرځي  چي کرنيزي ځمکي هم له ځانه سره خرابوي .

په عمومي ډول دافغانستان  د سيندونه داوبو بهيدنه تونده ده چي داصلي سيندونه مرستيالان دلوړو څوکو څخه سر چينه اخلي  او په کږو وږو لارو  مخ په ځوړو رابهيږي او له بله پلوه دسيندونو بست (تل) په عمومي توگه کوچني او تنګي بڼه لري چي له همدي امله د ځمکو د تخريب سبب گرځي .

د مثال په توګه : داموسيند پامير او خم ياب سيمي ترمينځ دلوړتيا دتوپير له مخي چي( ٢٧٠٠ ) مترڅخه زيات دى چي په کال کي د (٢٥٠) مليونو متره مکعبو په اندازه خاوره او رسوبي مواد له ځان سره وړي (1) .

دافغانستان دروانو اوبو له جملي څخه %١١ دپاکستان خاوري ته %١٠ د ازبکستان او ترکمنستان خاوري ته %٧٩ دهيواد پولو په دننه کي ولاړو اوبو دښتو او هامونونو (جهيلونو ) ته ورتوئيږي  .

د افغانستان سيندونه داوبو لرونکو حوزو له مخي په څلورو حوزو ويشل کيږي .

لمړۍ حوزه:

د هندوکش دغرونو شمالي سيمه چي په هغه کي دامو سيند او دهغه مرستيـــــــالان د کــــــــوکچي سينـــــد د واخــــــــان او بدخشــــان سيند او دکندوسيند پکي شامـــــل دي ،چي دافغانستــــــــان  دمځـکي %١٤.٢ ساحه ئي نيولي ده.

دوهمه حوزه :

دهندوکش دغرونو جنوبي سيمي چي په هغه کي دکابل سيند او د هغه مرستيالان دکنړ ،علينګار ،پنجشير او لوګر سيندونه شامل دي چي د مځکي %٨٢ ساحه ئي نيولي ده .

دريمه حوزه:

د بابا دغره مرکزي او شمالي سيمي او دسفيد کو ه د غره شمالي او جنوبي سيمي چي په هغي کي د تاشقرغان (خلم) بلخ آب (عشق اباد) داندخوي  آب سفيد (ميرآباد) د مرغاب او هريرود سيندونه شامل  دي چي د مځکي %٢١.١ ساحه ئي نيولي ده .

څلورمه حوزه :

دبابا او سفيد کوه دغرونو جنوبي سيمي چي په هغي کي دهلمند ،ارغنداب ،خاشرود ،ادرسکن ،ګودزيره ،دچيګائي کوچني سيند او دپشين لوره سيندونه شامل دي چي د افغانستان دځمکي %٤١ ساحه ئي نيولي ده .

 

د امو سيند:

          داموسيند دلرغوني بلخ او دهيواد دشمالي سيمو دسيند مدنيت شاهد دي چي ديونانيانو لخوا داوکس او د عربانو لخوا د جيحون په نوم ياد شوي ده ،دامو سيـــــند دپامير دلوړي سطــــــحي څخه چي دزکول په نوم ياديږي او لوړوالي ئي (٤١٢٥) مترو ته رسيږي سرچينه اخلــــــي چي د ارال تــــر بحيري (٢٥٠٠) کيـــــلو متــــره اوږدوالي لري  (1).

د(١٢٠٠ )کيلو متره په اندازه دافغانستان او دمر کزي اسيا دهيوادونو (تاجکستان،ازبکستان ، ترکمنستان) ترمنځ سياسي سرحد تشکيلوي ، دامو سيند ته دکيڼي او ښي خواڅخه پو شمير مرستيال سيندونه  رادرومي چي( %٣٠)  اوبه  دکيڼي خوا سيندونه چي افغانستان پوري اړه لري  رارواني دي .

دامو دسيند دښي خوا مرستيال سيندونه  چي دمرکزي اسيـــــا هيوادونو پوري ارتبــــــــاط پيداکــوي  دکونډ (cond ) ،چک (  chak  ) ،قزل سو ( qizal so ) ،وخش( wakhsh  ) ،کافرنهان او سرخان څخه عبارت دي .

هغه سيندونه چي دافغانستان څخه دامو سيند ته رادرومي د واخان ،کوکچي او کندز د سيندونو څخه عبارت دي او نور سيندونه دامو سيند ته تر رسيدو څخه مخکي په ريګستانونو کي وچيږي  چي دخلم ،بلخ آب ،اندخوي او قيصار له سيندونو څخه عبارت دي دامو سيند د سرچني څخه تر کوکچي سيند پوري ډير تيز او سرعت يي زيات دي او زياتي خړوبي او د يخ  غټي ،غټي ټوټي له ځان سره راوړي .

دامو سيند داوبو اندازه د کرکي ( kerki ) په سيمه کي په في ثانيه کي (٢٠٥٠ ) متره مکعب ته رسيږي ،مګر کله چي د ارال سمندرګي ته توئيږي  داوبو دبت يا اندازه (١٤٩٠ ) متره مکعب ته رسيږي ځکه چي نوري اوبه دکرني لپاره او نورو اقتصادي فعاليتونو لپاره په مصرف رسيږي .

د امو سيند چي پخوا  د خم اب له سيمي څخه تيريده د دواړو غاړو زياتي برخي يي تخريبولي مګر اوس څه ناڅه کنترول شوي دي ،دامو سيند چي دافغانستان او مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ يو سيسي سرحدجوړوي بين المللي سيندونه ورته وايي او دامو سيند مربوطه هيوادونه کولي شي د ټاکلو شرايطو مطابق ورڅخه لازمه ګټه پورته کړي ،مګر داچي دامو سيند کيڼ لوري (افغانستان) مناسب شرايط او وسايل په لاس کي نه لري نو ډيره کمه ګټه ورڅخه اخستل کيږي .

دافغانستان شمال کي چي کرهڼي او مالداري ته يي زيات انکشاف ورکړي دى هغه دامو سيند مرستيالان سيندونه ( کندز او کوکچي سيندونه) دي

دکندز د سيند څخه دبريښناپه توليد او دپلخمري دنساجۍ په فابريکه کي ور څخه کار اخستل کيږي چي په في ساعت کي( ٤٦٠) کيلو واټه بريښنا توليدوي دامو سيند د پاسه مهم تجارتي بندرونه جوړشوي چي د تاش  ګذر ،کلن او قزل قلع (شيرخان ) په نامه ياديږي .

 

د هريرود سيند

       د بابا  د لويديځو لمنو څخه دوه سيندونه د سنګل اب او سر جنګل په نوم سرچينه اخلی چی ددولت يار په سيمه کی سره يوځاي کيږي د هريرود سيند جوړوي د هريرد دسيند د( ۴۰۰ )کليو مترو په اندازه د کاسه مرغ اوسفيدکو د غرونو تر منځ بهيږی .

د هريرود د سيند لوی مرستيال تکاويشان نوميږي چی د( ۲۰۰ ) ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎کليو مترو په اوږدوالی د سياه کوه دغره په جنوبي لمنو کی بهيږی چی وروسته د هريرود د سره يوځا ی کيږی د( ۵۰۰ ) کليو مترو په اوږدوالی د هرات ښار او دهغی شااو خوا سيمی زرغونوی دهغی وروسته د افغانستان او ايران ترمنځ او دهغی وروسته  د ايران او ترکمنستان ترمنځ سياسی سرحد جوړوی .

د هريرود  دسيند د( ۲/۳ ) په افغانستان  پوری اړه لری ،د هرات دښار تاريخی شهرت دهريرود د سيند سره مستقيم ارتباط لری ،د هريرود دسيند  د بهر له سطحی څخه د( ۴۰۰۰ )مترو په اندازه لوړوالی لری په همدی اساس  د کلو او باډو پوری یی د اوبو سرعت زېات دی او وروسته يی لوړوالی کميږی چی (۲۵۰۰ )مترو ته رسيږی

 

د هلمند سيند :

      دهلمند سيند دافغانستان دډيرو لويو سيندونو څخه ګڼل کيږی ،له شروع څخه تر پايه پوری ټول دافغانستان په خاوره کی بهيږي  دبهر له سطحی څخه( ۳۸۰۰ ) مترو به جګوالي سره د هزاره جان د غرونو څخه سرچینه اخلی او د (۱۴۰۰ ) کيلو مترو په اوږوالی  دافغانستان جنوب او جنوب لويديزو سيمو ته بهيږی ، دهلمند سيند د شروع څخه تر ګرشک پوری زياتی ځمکی خړوبوی او سرعت یی ډیر زیات دی د ګر شک څخه وروسته لوړوالی يی( ۸۰۰ ) مترو ته راکميږی عرض يی زياتيږی دقلعه بست په سيمه کی دارغنداب سيند ورسره يوځای کيږی .

دهلمند دسيند اوبه غير منظمی دی او داوبو اندازه يی دکال په جريان کی د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰۰ متر مکعب بور تغير خوری ،دغه تغيرات کله کله ځمکی تراوبو لاندی کوی او کله هم په يوه  کوچنی سيمه کی محدودی وی  دهلمند دسيند شااوخوا سيمی وچی او سحرايی اقليم لری او دخلکو ژوند  دسينداوبو پوری تړلی ده نو د سينددغه تغيرات د خلکو ژوند دستونزو سره مخامخ کړيده . دهلمند دسيند دپاسه دکجکی به سيمه کی او دګرشک په سيمه کی دبريښنا اتوليد  لپاره استفاده کيږی او د بغيز د نهر هم دهلمند دسيندڅخه سرچينه اخلی دکجکی بند دبريښنا ظرفيت په يوه ساعت کی ۳۳۰۰۰ او د ګرشک د  بريښنا ظرفيت ۲۸۰۰ ګيلواټه فی ساعت به رسيږی دهلمند دسيندڅخه د نهرونواو ويالو پواسطه ۱۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبيږی دهلمند دسيند مرستيالان په ارزګان کی کميان او ترين او دسيندونو په برين کوټ کی يوځای کيږی او په هرات کی هلمند سيند ته تويږی ،د موسی قلعه او دتو پانی رود د سنګين په سيمه کی ورسره يوځای کيږی

 

د کابل سيند  :

دکابل دسيند دپغمان دغرونو له دري څخه چي دبهرله سطحي څخه (٣٥٠٠)متره لوړوالي لري  سرچينه اخلي چي د سرچيني څخه تر پايه پوري( ٧٠٠ )کيلومتره اوږوالي لري  دکابل سيند د( ٥٦٠ )کيلو متره په اندازه د افغانستان په خاوره او د( ١٤٠ )کيلومتره  په اندازه د پاکستان په خاوره کي بهيږي .

د کابل سيند په پورتني برخه کي ابشارونه لري چي د لويديځ څخه ختيځ لور ته د پراخو سيمو او تنګو درو څخه تيريږي ، دکابل سيند کله چي  دللندر د تنګي  دري څخه تير شي د چهاردهي د سيمي څخه وروسته  دکابل ښار ته ورننووځي کله چي  دکابل له ښار څخه تيريږي د تينۍ په سيمه کي د لوګر سيند ور سره  يوځاي کيږي  او بيادتنګي غا ر د تنګي ته داخليږي  چي  نغلو په ساحه کي د پنجشير سيند ورسره يوځاي کيږي د سروبي نه وروسته وريښمين تنګي ته داخليږي . د علينګار او عليشنګ سيندونه دلغمان د ځمکو د خړوبولو وروسته د عزيز خان کڅ په سيمه کي دکابل د سيند سره يو ځاي کيږي ،د ننګرهار د درونټي  په جنو ب کي سرخاب  اوبه ورسره يوځاي کيږي .

دکابل  سيند د ننګرهار پراخه سيمه د کانالونو پواسطه خړوبوي کله چي دغه سيند د جلال اباد ښار د شمال ختيځ د بهسو د ساحي څخه تير شي د کامي  دزاخيلو  دکلي په سرکي دکنړ سيند ورسره يوځاي کيږي او بﻻخره د لعلپوري  دتنګي له لاري د پيښور سيمي ته او بيا د اټک په ساحه کي د سند له سيند سره يوځاي کيږي ،د کابل سيند داقتصادي نقطي نظره ډير زيات د اهميت وړ دي چي ددي سيند ګټوري او اقتصادي نقطي په راتلوونکو پاڼوکي ذکر کوو هيله ده چي دلوستونکو د توجع  وړ و ګرځي .

 

دافغانستان ولاړي اوبه ( جهيلونه )   

لکه څنګه چي سيندونه دافغانستان په ملي اقتصادکي رغنده رول لوبولي شي په همدا شان ولاړي اوبه هم دملي اقتصاد په پرمختياکي ستررول لوبولي شي نو لازم بو لم چي افغانستان ولاړي او بو (جهيلونه ) څخه بحث وکړم

دزرقول ولاړي اوبه (جهيل )

دزرقول اوبه ديخچالي جهيل په نوم ياديږي ا وانګريزان يي دوکتوريا په نو م يادوي چي دسمندر له سطحي څخه (٣١٠٠ ) متره جګوالي لري عرضي (٤) کيلو متره ده طول يي په اوسط ډول (٨) کيلو مترو ته رسيږي  دزرقول اوبه دامو سيند سرچينه ده او دتاجکستان او افغانستان تر منځ سيا سي سرحد تشکيلوي دزرقول اوبه دکال په اوږدو کي کنگل وي ولي داوړي په دوه نيمو مياشتو کي دغه خاصيت له لاسه ورکوي چي دمنطقي دقرغز قوم دخلکو لپاره دڅارويو دپووندي مناسب ځاي تشکيلوي

دچقمقتين جهيل

دچقمنتين جهيل دکوچني پاميرپه سيمه کي پروت دتراجمير غاښي ته مخامخ دکاروانونو لاره دهمدي جهيل تر څنګ تيره شوي ده دچقمنتين دجهيل دلويديځ څخه دواخان سيند څخه سرچينه واخلي (١٤) ددغه جهيل غظمي اوږدولي (١٧ ) کيلو متره او عرض يي (٢٠٥ ) کيلومتره دي او دسيمي دقرغز خلکو دحيواناتو څړ ځايي بلل کيږي

دشيوا جهيل

دشيوا جهيل لپاره که چيري شرايط مناسب شي نو په راتلونکي کي دتوريزم او سيلانيانو لپاره فوق العاده اقتصادي اهميت لري درڼو، پاکو او خوږو اوبو لرونکي ده چي دڅښلو لپاره ډيري مناسبي دي دشيوا جهيل دامو سيند ته نژدي دبدخشان ختيځ ته پروت دي په اوړي کي دري مياشتي يخچالي حالت له لاسه ورکوي او نورټول نه مياشتي کنګل وي دسمندر له سطحي څخه (٣٥٠) متره لوړ دي او ږوالي يي (١١) کيلومتره او عرض يي (٨) کيلو متره ده همدا ډول کوچني يخچالي جهيلونه چي عام خلک ورته حوض خاص وايي دسالنګ دکوتل دغاښي پرسر( دسالنګ دتونل دپاسه ) همدا شان دپغمان دره له پاسه او هم دکونړ او نورستان دلوړو لړيو دپاسه شته چي په سيمه يزو او محلي نومونو ياديږي

دسيستان جهيل

دافغانستان په جنوب لويديځه ګوښه کي دهلمند هامون ، صابري هامون ، دپوزګ هامون ،دکودزري هامو ن او نمروز ولايت دمحلي سيندونو داو بو تويدنه  دسيستان هامون اوبه جوړوي ددغه جهيل داو حجم ثابت نه دي کله يي حجم زيات او کله يي حجم په کمه ساحه کي محدود وي دپوزک هامو ن (٢٤ ) کيلو متره او ږد (١٩ ) کيلو متره په اندزه عرض لري دصابري هامون (٥٨٤ ) کيلومتره مربع مساحت لري فراه او داو هاروت سيندونه همدلته تويږي ددغه هامو ن عمق ژوردي دشاوخواسيمو او به  همدلته راجمع کيږي ددغه نمد او نمکساز او بۀ دفغانستان دهرات په لويد يځ کي پرتي دي او به يي ماليګيني او شاوخوا سيمي يي جبه زار ده دنمک سار جهيل (کول ) دمالګي دتليد له پلو ه کولاي شي دتالوقانو دمالګي سره سيالي وکړي پدي شرط چي توليد يي دصنعتي او تخنيکي اساساتو له مخي تر سره شي

 دکودزري جهيل

ګود زره دهلمند هامون په جنوب کي پرته ده طول ا وداوبو حجم کي دموسم دتغير سره سم تغير خوري که هغه زياتيږي او کله هم وچ او يا کمي اوبه لري دغه حالت دپيرو کلونو وچکاليو کي زيات ليدل شوي ده کله چي دهلمند دسيند او به زياتي وي دکمالخان په سيمه کي يوه اندازه او بۀ جدا کيږي او په ودزده کي تويږي ګودره دسمندر له سطحي څخه (٤٥ ) متر ه لوړوالي لري

دناور ددښتي اوبه

دغزني په ولايت کي دناو ر ولاړي او بو نژدي (٤٠٠ ) کيلو متره مربع ساحه نيولي ده دغزني له ښار څخه (٥٥ ) کيلو متره لري پرته سيمه د ه

دغزني جهيل

 دغه اوبه ( جهيل ) نسبتا کوچني او دغزني دښار څخه (١٢٨) کيلو متره ليري پرتي دي او دغزني دسيند ابريزه بلل کيږي (١٥)

دافغانستان د سيندونواقتصادي ارزښت:

لکه څنګه چي افغانستان دپرمختيا يي هيوادنو په قطارکي شمارل کيږي نو سيندونه يي ددي هيواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانګړي ارزښت لري هغه داچي که دنوي تکنالوژي او غلم په اساس او داسني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره نوموړو سيندونو ته بندونه جوړ شي لانديني کټي ورڅخه پلاس راتلايي شي

  1. دبريښنا دانرژي توليد
  2. دکرهڼي دپراختيا لپاره دکانالونه کيندل
  3. دسيلابونو دځمکي دپخريب مخنيوي
  4. داوبوذخيره کيدل
  5. دماهيانو دفارمونو جوړول
  6. دباغونو او ځنګلونه پراختيا
  7. دتفريح ځاينو ،چمنونو ، زينتي ونو اوګلانو پراختيا ليدونکي (سيا حانو ) تو جوع راجلبوي

که څه هم دځينو سيندونو څخه څه نا څه اقتصادي ګټي اخستل  شوي خو دغه ګټه يا په سيمه يزي محلي توګه دي او که په ملي کچه هم دي نور زوړ تخنيک څخه کار اخستل شوي دي چي هغي ته توسعه او پراختيا خو لاڅه کو ي چي ددير ش کلن جنګ او ځينو نو ړو عواملو په اساس پخوا ني ظرفيت يي هم دلاسه ورکړي ده چي داو سنيو غوښتنواو ضرورتونو سره هيڅ مطابق نلري دبيلګي په توګه ددرونټي دبريښنا دستګاه چي په لومړيو وختونو کي توليد ي ظرفيت يي ( ٨٠٠٠) کيلو واټه دوته راټيټ شوي ده نو داسي نتيجه اخستل کيږي چي دسيندونو څخه کومه کټه اخستل  کيږي ډيري نا څيزه او يا هم په هيڅ حساب دي مو نږ دلته دهغه نا څيزه ګټو څخه هم يادونه کوو ي دلوستونکو نو جوع ورته غواړم

 

دکابل سيند اقتصادي ګټي

دکابل سيند دملي اقتصا د له پلو ه دځانګړي ارزښت لر ي دکابل سيند او دهغه مرستيالانو څخه چي دبرښنا په توليد او دکرنيزي ځمکو دخړوبولو لپاره کومه اقتصادي ګټه اخستل کيږي په لاندي ډول شرحه کوو 

دبريښنا په توليد کي

داچي دکابل سيند او دهغي مرستيا لان دمخ لوړي څخه سرچينه اخلي او هميش واوري دهغي پرس پرتي دي ددي لامل شوي چي زيات بريښنا بندونه ورته جوړ شي چي دهغي جملي څخه دجبل السراج ، چيک وردګ ، سروبي ، نعلو ، ماهي پر ، اودننګرهار بريښنا بندو نو څخه يا دونه کوو

دجبل السراج بريښنا بند دسالنګ په سيند دانګلسيا نو لخو په ( ١٣٠٠ ) ه ش  ( ١٥٠٠ ) کيلو واټه جوړيدو برښنا څخه ګلبها ر دنساجي دچاريکارو دښآر په روښآنه کولو او دبآګرام دهوادي ډګر او ورکشاپونو کي ورڅخه کار اخستل کيږي

دچيک وردګ بريښنا بند دالماني انجينرانو لخو په ( ١٩٤٠ ) م  کال کي (٣٣٦٠)کيلو ودټو په ظر فيت جو ړ شو چي دوردګو داو سيدونکو خلکو ورڅخه کار واخسته مګر اوسني ظر فيت يي د(١٣٨٣ ) کال تر اخرو پوري ( ٨٠ ) کيلو واټو ته ړاټيټ شوي دي

دسروبي بريښنا بند  دالمانيانو لخو (١٩٧٥ ) م او په ( ١٣٨٦ ) ه ج (٢٠) کلونو کي (٢٢٠٠) کيلو واټو په ظر فيت جو ړشو دوه توربينه لري دبريښنا څخه يي دکابل ښار او ګل بها ر نساجي او ځني نوري صنعتي موسسي استفاده کوي دسروبئ بند داو بو ذخيره په او س وخت کي د٨٠ فيصده درسوب پواسطۀ له منځه تللي ده اوپه همد ي شان توليدي ظرفيت يي (٢٠٠) کيلو واټو ته راټيټ شوي دي

دنعلو بريښنا بند دکابل او پنشيردسيندو نو ديو ځآي کيدو په ساحه کي جوړ شوي څلو ر توربئنه لري او بريښنا  څخه يي د:کابل ښار په مختلفو ساحو  او صتعتي موسسا تو کي ورڅخه کار اخستل کيږئ دنعلو بند (١٠٤) متره جګوالي لري (٥٣٠) ميلونو متره مکعبو دذخيره کولو ظر فيت لري څنګه چي دعه بند دزياتو او بو دخيره کولو ظرفيت لري دسروبي او ننګرهار دبريښنا بندو نو او په اينده کي که نو ر بندونه جوړ شي ډيرهزياته ګټه ورڅخه اخستل کيږئ

 دماهي پر دبريښنا بند او دستګاه دالمانيانو لخو ا په (١٣٤٥) ه ش کال (٦٠٠٠٠) کيلو واټو په ظرفيت پيل وکړ دغه دستګاه موسمي دستګاه ده په ژمي کي ددي توربينونه کارکوي مګر په اوړي کي يو توربين دوامداره فعاليت کولي شي چي (٢٢٠٠٠) کيلوواټه برق توليدو ي دننګرهاردکانال دپروژي دبريښنا فعاليت داوسني انجينرانو په فعاليت پيل وکړ دعه بند (٢٢ ) متره جيګ او (١٤٠ ) متره او ږدوالي لري الي هدف ( ١٥٠٠٠) جريبه ځمکي خړوبوي چي دهغي تر څنګ ددريو توربينونو پواسطه (١١٠٠٠) کيلو واټه برق هم توليدو چي ددي بريښنا څخه دجلاباد ښآر داوکانال داوبو پمپونه دزينونو په فابريکه او دعازي ابآد فارم په مالټه خانه او مالداريو کي ورڅخه کټه اخستل کيده مګر اوسني توليدي ظرفيت يي (٨٠٠٠)کيلوواټوته راټيټ شوي دي او دبله طرفه دبله طرفه دبند دذخيره کولو ظرفيت يي درسوب پوسطه (   %٧٠    ) له منځه تللي ده په همدي شان دکابل دسيند لپاسه دغازي بند او قرغي بند ديادولو وړ دي چي د کرنيزو ځمکو دخړوبولو لپاره جوړ شوي دي دعازي بند (٣٠٠٠) جريبه ځمکه او دقرعي بند دبآعــــــــــــــــــــي بآلا دبآدام بـــــــــــــاع څخه علاوه خړوبوي

 دغزني دسيند اقتصادي اهميت

دغزني په سيند داوبوګرځولو بندو نه دکرنيز فعاليت پراختيا لپاره جوړ شوي چي دسلطان بند او دسروبي بند او خروار بندو نو په نو م يادږي دسلطآن بند دغزنو ي سطان محود په وخت کي د(٥٠) مترو په جيګوالي او (٣٠٠) په اوږدولي جور شو علاوالدين عوړي جهان سوز په وخت کي ويجاړ شو (٨) پيړي ويجاړ پروت وه دامير حبيب الله خان په وخت کي دانګليسي انحينرانو لخوا جو ړ شو د(١٩) متر و مکعبو اوبو دذخيره کولوظرفيت لري دخواجه عمري دولسوالي او دغزني دمرکز (٥٠٠٠) جريبه ځمکهخروبوي

دسروبي بند (١٣٤٨) ه ش کال جوړ او (٢٠٠)ميلونه متره مکعبه او بو دذخيره کولو ظرفيت لري ددي اوبو پوسطه (٨٥٠٠٠)جريبه ځمکه او (١٩) دسروبوي بند دغزني په کرنيز اقتصاد ستر رول څرګند کړي دي

دخروار بند (١٩) مترو مکعبو او بو په ذخير ه کولو ظرفيت لري او (٣٠) متره لوړوالي لري او (٢٠٠٠٠) جريبه ځمکه خړوبوي

دهلمند او ارعنداب اقتصادي اهميت

لکه څنګه چي دکابل سيند دخپلي بهيدني په لاره کي دکرني او بريښنا دتوليد لپاره زيات اهميت لري په همداشان دهلمند سيند هم په خپل چاپيريال کي او هم جنو ب عرب ولايتونوته دکرنيزي ځمکي ا و دبريښنا په توليد کي زيات اهميت لري چي دملي اقتصاد په عښتلي کولو کي ستر رولو لوبوي دهلمند دسيند څخه دګټي اخستني پخاطرچي کومي پروژي دخړوبولو لپاره جوړ شوي دنادعلي پروژه مارجه ،شمالان ، درويشانه نهر سراج دپروژو څخه عبارت ده دنادعلي پروژه (٨٩٠٠) هکتاره ځمکه خړوبولو ظرفيت لري چي دنادعلي او دبآباجي دسيمو ځمکي خړوبو او دنهر او ويالي پوسطه يي دهلمند دسيند څخه يي او به اخستل شوي دمارجه پروژي څخه په(١٣٥٧) ه ش کال کي (٨١٠٠) هکتاره ځمکي دخړوبولو په ظرفيت کټه واخستل شو ه چي کانال  يي (١٩٢) کيلو متره او ږدوالي لري دشمالان دپروژي کانال (٦٥) کيلو متره  او ږدولي لري او د(١٢٧٠٠) هکتاره ځمکي دخړوبولو ظرفيت

که چيري په دعه پروژي ته وسعت ورکړل شي نو د(١٤٦٠٠) هکتاره ځمکي دخړوبولو ظرفيت نو هغه پيداکوي ددرويشانو پروژه ديو کانا ل پواسطه (٢٠٣٠٠) هکتاره ځمکه خړوبوي دنهر السراج پروژي دلشګرګاه په ختيځ کي (١٩٢٠) ميلادي کال د(٢٤٥٠٠٠) هکتاره ځمکي په خړوبولو پيل وکړ مګر او سني ظرفيت يي دطبعي او ځني نورو وسايلو په اساس (٦٧٠٠) هکتاره ځمکي ته راټيټ شوي دي بآيد وويل شي چي دګرشګ په سيمه کي دفرعي دکانالونو پواسطه دهلمند له سيند څخه (١٠٠٠) هکتاره ځمکه خړوبيږي (٢٠) په همداشان دهلمند دسيند څخه دبريښنا دتوليد لپار ه دکجکي بند جوړ شوي چي دهلمند په سيند باند دبريښنا بند توليدي پروژه کڼل کيږئ او توليدي  ظرفيت  ( ٣٣٠٠٠) کيلو واټه ته رسيده او ټوله دکندهار دګرشک دښارونو په روښانولو او ځينو صنايعو کي په مصرف رسيږئ دګرشک دبريښنا بند او ارغنداب په سيند باند ي بريښنا بند هم ديادولو وړده چي دواړه يي د(١١٨٠٠) کيلو واټو بريښنا ظرفيت لري

 

دپورتنيو توضيحاتو لنډيز

دافغانستان په ټولو سيندونو کي مجمو عي اوبه ( ٥٥) څخه تر (٢٤) ميليارده متره مکعبه پوري تخمين شوي دي چي دهغي دجملي څخه (٢٨) فيصده او به داقتصادي فعاليتونو (کرنه  دبريښنا او نورو ضرورتونو لپاره پکار وړل کيږي او (٧٢) فيصده او به بدون له کومي استفادي دافغانستان په خاوري خارجيږئ ا ويا هم په ريګستانونو کي وچيږي داستفاده شوو او بو څخه په مجموعي ډول د(١٣٤٥) ه ش تر اواخرو پوري (٣١١)ميګاواټه بريښنا توليد له  او له همدغه استفاده شو اوبو څخه دامو په سيدني حوزه په نو م هم يا ديږي په مجموعي ډول (١٨١٦٠٠٠)هکتاره دکرني وړ ځمکه خړوبيږي

دامو په سيند حوزه کي دبدخشان ،تخار ،باميا ن، بغلان ، سمنګان ، بلخ ، جوزجان ،فارياب ، بادعيس ، او هرات ولايتونو شامل دي چي له سيندونو څخه يي (٤٠٢٠٠٠) هکتاره ځمکه خړوبيږي او (٢٤٠٠٠٠) هکتاره ځمکه داوبو کمښت سره مخامخ ده په همدي شان دکابل په سيندي حوزه کي لوګر ، کابل ، پروان ، لغمان ، ننګرهار ، کونړ ، تکتيا ، پکتيکا ، ولايتونو شامل دي چي (٣٧٤٠٠) هکتاره ځمکه دسيندونو له اوب، څخه خړوبيږي او (٤٠٠٠٠) زره هکتاره ځمکه داوب، دکمښټ سره مخامخ دهه دسيستان حوزهه دامو سيند حوزه کي داروزګان ، هلمند ، کندهار ، نمروز ، غور ، فراه ، غزني ، او ابل ولايتونه شامل دي چي (١٠٣٨٠٠٠) هکتاره ځمکه دسيندونو له او ب، څخه خړوبيږئ او د( ٣٢٣٠٠٠) هکتاره ځمکه ا وبه نلري بايد وويل شي چي داوبو کمښت سره مخامخ ده چي په مجموع ډول (١٣٨٦٠٠٠) هکتاره ځمکه په للمي ډول کرل کيږي (٢٢) نو بآيد وويل شي چي دافغانستان په ټولو جوو کي دسييندونو کنترول او بند جوړونه لازم ضروري ليدل کيږي

 

نتيجه ګيري

دتيرو څرکندونو څخه داسي نتيجه حاصليږي چي دافغانستان سيندونه دملي اقتصاد په رغاونه کي ستر رولو لوبولي شي ځکه چي په ملي اقتصاد کي صنعت او کرنه دومره لوړ ارزښت لري لکه څنګه چي دانسان په وجود کي زړه او دملا تير زيا ت ارزښت او مقام لري

کچيري صنعتي سکتو ته وکتل شي ليدل کيږي چي دصنعت ټو ل ماشينونه اووسايل دبريښنا انرژي ته ضرورت لري ځک ه چي دبريښتا انرژي دصنعتي ماشينونو محرکه قوه ده او همدغه قوه دهغه طبعي منابعو څخه په لو ړه پيمانه په لاس راتلي شي کوم چي الله (ج) په مجاني ډول پر مونږ پرزو کړي ده چي هغه سيندونه دي له به طرفه زراعتي سکتور دانسانانو لپاره حياتي ارزښت لر ي نو کوم ملکونه چي زراعتي او صتعتي توليدات لر ينو ملي اقتصاد يي عني او ملي عايد يي لوړ وي او په نړيوال اقتصاد او سيا سي ډګر کي هم پياوړي وي دعه سکتورونه هغه وخت پراختيا موندلي شي کله چي سيندونو ته بندونه جوړ او په کنترول کي راوستل شي چي له يو طرفه به پريمانه دبريښنا انرژي توليد شي اوله بله طرفه به دځمکي دتخريب مخنيوي وشي لکه دامو سيند چي دسيلابونو دعدم کنترول په وجه (٢٥٠) ميلونه متره مکعبۀ خاوره او روسوبي مواد له ځانه سره وړي بله داچي دبندو نو او کانالونو پواسطه للمي ځمکي شاړي ځمکي او وچ ډاکونه تر او بو لاند ي راتلي شي او هم ميوه لرونکي ځنګلونه پراختيا موندلي شي ارواښآد ملنګ جان داسي وايي

خداي راکړي څه پاسته پاسته ډاګونه ................په لکونو کروړونو جريبونه

ډک سيندونه ام داوبو راته روان دي .......خو ډاګونه ام داوبو په کمي وران دي

افغا نان که ټول دعلم خاوندان شي .............داډاګونه تمامي زمونږودان شي

په وطن به په مونږ څه لره قاحطي وي ..........دغلو به په مونږ ولي قيمتي وي

دسيندونو څخه کټه اخستنه  دزراعتي او صنعتي سکتو ر باوجود دملي اقتصاد ټول سکتورونه دمثبت اثر لاند راولي دمثا ل په ډول کچيري دسياحت سکتور په نظر کي ونيسو دکابل سيند دکابل په زړه کي قرار لري کچيري دواړو عاړو ته چمنونه ، پارکونه ، او ليدونکو لپار ه دتوجو وړ امکانات برابر شي ديو خو ا په په داخل کي کار ګره قوه استخدام شي او له بله طرفه به دخارجي ليدونکو دراتګ سره سم دحکومت عوايد او خارجي اثر زيات شي په همدي شان دصنعت او رزاعت دسکتورونو  دپراختيا سره سم تجارت هم پراختيا موندلي شي چي دزراعتي توکو او صنعتي توکو په صادراتو سره به دملي يوالي وحدت په ارزښ کي استحکام رامنځته شي او هم به زمونږ ملک دوارداتو داثر څخه خلاص شي او په نړيواله ډګر کي به يي اقتصادي موقف پياوړي شي 

وړانديزونه :

لکه څرنګه چي افغانستان يو پرمختيايي هيوا د دي  هيواد پرمختيا د کرني او صنعتي سکتورونو په پراختيا پوري اړه لري ، له بل پلوه افغانستان وچ اقليم لري چه دخاوري ٥٠%  مساحت يي دژمي  په موسم کي دواوري په شکل اورښت لري نو دکرني وړاوبودکمښت سره مخامخ ده چه دسيندونو دکلني پوتانسيل ٦٤ مليارده مکعب اوبو څخه يواځي ٢٨ څخه %٣٠ پوري استفاده کيږي او پاتي %٧٠ يي بي له ګټي دافغانستا ن له خاوري خارجيږي او ياهم په ريګستانونو کي اوچيږي دپورتنيو مطالبو او اوسنيو غوښتنواو ضرورتو نو په پام نيو لو سره داقتصادي پرمختيا اوباالخصوص دزراعتي او صنعتي سکتورونو دپياوړتيا په خاطر نيستي ،  غربت داوليه موادو دخودکفالت اودوارداتو داثيراتو څخه دخلاصون په منظور داوبو دښه منجمنت اودسيلابونو دمخنيو په خاطر بايد حکومتي چارواکي او په افغانستان کي دخپل بين المللي ټولني لاندي کړنې تر سره کړي .

 .١ داوبو دزيرمه کولو ، دسيلابونو دکنترول اودبريښنا دانرژي دتوليد په منظور دامو ،کندوز ،پنجشير هلمند کنړ ،لغمان ،هريرود ،غزني اونورو لويو سيندونو باندي سترو تاسيساتو جوړول .

٢ . دکرني او مالداري دپراختيا په منظور داوبو ګرځولو نوي سربندونه ،سيميزو سربندونو او کانالو نو جوړول په پاښه اواساسي شکل چه دکيلږي ،بکوا ، ژيړي ،مقر، کټاواز ،لغمان ،ننګرهار اونو رو دښتو څخه علاوه ١٨٨٣٠٠٠ هکتاره ځمکه داوبو لاندي راځي .

٣ . د پخوانيو بريښنا بندونو او دستګاو بيا رغونه چي د استهلاک په درشل کي دي او ظرفيتونه يي دلاسه ورکړي دي .

٤- د اوبو ککړ تيا څخه مخنيوي او دژوندانه د چاپيريال خوندي ساتل

٥- د دولت په اداره کي د فساد او درغليو مخنيوي .

٦- له نړيوالي ټولني او بل خصوص د ګاونډيو هيوادونو سره نيک روابط ټنګول .

دا ټول هغه اساسي عوامل دي چي په ټولنه او مملکت کي اقتصادي پرمختيا رامنځته کولا ي    شي .


(1) عارض،غلام جيلاني – افغانستان سيندونه ،چاپ کال ١٣٨٣هـ ش ،ص ٤

(1) دولسم جغرافيه ، ١٣٨٣ کال ،ص  ٣،٣٢، ٣٣

 

سرپاڼه

رحمت 15.09.2009 14:19

ښاغلی نوری صاحب <br />سلامونه مې ومنه <br /><br />کیدای شی ستاسو معلومات سم وی <br /><br />دا وروستۍ لیکنې چې بلوک ته پورته شوي دی په چټکۍ سره پورته شوی دی . هیځ اصلاحات پکښې نه دی شوي . کیدای شي ډیرې غلطۍ او نمکړتیاوې ولري. خو دا نکمړتیاوې خپله د لیکنې د لیکوال ، او هغه چا پورې اړه لری چې لیکوال ته یې لارښودنې کړی دي. <br /><br />په چټکۍ سره د لیکنو د پورته کیدو او خپرولو علت د انترنیت د اسانتیا نشتون او یو شمیر نورو ستوزو تر ځنګ دکرنې دمسلکي کسانوهمکاری نه کول دی .<br /><br /><br />

عزت الله نوري 15.09.2009 13:05

ګرانه<br />د شيوا جهيل د بحر له سطحي څخه ۳۵۰۰ متره لوړ دي، حال دا چي تاسو ۳۵۰ متره ليكلي.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
کاپی کول د ماخذ په یادولو جواز لري: ((( یوشمیر ویب پاڼې د شین بڼ لیکنې کاپی کوي چې د لیکوال دنوم او ماخذ له یادولو پرته یې خپروی هیله ده نور داکارونه کړی))).